د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي جرګې مخدوم رهين ته د باور رايه ورکړه او خپل باور یې بايلود

خبري څانګه 02.01.2010 16:10

نن د افغانستان ولسي جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره نوماند وزير مخدوم رهين ته د باور رايه ورکړه. مخدوم رهين پخوا دوه ځلې همدې وزارت ته د ولسي جرګې له خوا نه و منل شوی.

په تاريخ کې به دا یوه بې سارې سابقه وي چې یو پارلمان دې خپله خبره په دې ډول ماته کړي اوځان دې د یوې سترې اخلاقي ماتې سره مخ کړي.

دا امکان لري چې د ولسي جرګې ډېری غړي خرڅ شوي وي او مخدوم رهين ته یې رايه ورکړي وي. له بله پلوه نوموړي ته د رایې ورکول دا ښايي چې ايران په افغانستان کې او په ځانګړې توګه ولسي جرګه کې خورا اغېز لري او هر وخت کولای شي خپل پلويان بريالي کړي.

مخدوم رهين به په هېواد کې د افغاني کلتور، ادب او رسنيو لپاره د پنځو کلونو لپاره نه جبرانېدونکی ناورين وي.

رهين مخدوم پخوا د فرهنګ په وزارت کې د کار په مهال د افغانستان د تاريخي ابداتو په قاچاق کې هم لاس لرلی دی او تمه ده چې د ده د وزارت په مهال به بیا لکه د پخوا په شان غيرقانوني کيندنې پيل شي.

مخدوم رهين ته په رایه به نه یواځې متعصبې او فاشيستې کړۍ خوښې وي بلکه ايران به هم خورا خوښ وي ځکه چې د پنځه کلونو لپاره د افغاني هويت له منځه وړلو او په هېواد کې دايراني هويت او کولتور رايجولو لپاره لاره هواره ده.

ټول افغان ته باوري سرچينو د ګل خانې ماڼۍ په حواله ويلي دي چې ولسمشر حامد کرزی دهيچا په ردېدو دومره نه خفه کېده لکه څومره چې د متعصب او فاشيست مخدوم رهين په ردېدو خفه کېدو. همدا لامل دی چې خپل ټول زور په همدې اچولی و چې دا فاشيست کس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره د ولسي جرګې رايه لاس ته راوړي.