د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کولتور ضد (رهین) یو ځل بيا راغی

جانان 19.12.2009 13:41

د کرزي نه موږ تر اوسه د هیڅ ښه تمه نه ده کړې او نه به یی وکړو، ځکه کرزي تر اوسه دا په زبات رسولې ده چې د دې وړتیا اصلا هیڅ په کرزي کې له ځایه نشته.
دا دي له ډیر ځنډ وروسته یې د خپل حکومت کاري ډله د ملت کور ته د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ور وپېژندله، چې داسې څېره پکې نه تر سترګو کیږي، چې فکر وکړئ چې د ملت اوښکو او دردونو ته دې درمل شي. حتی د ده په کاري ډلې په دې ټیم کې داسې شومې، بدمرغه افغان ضد څېرې یو ځل بیا ترسترګو کیږی، چې افغانونو یې د بیا ټاکل کېدلو هیڅ تصور او خیال هم نه کولو، چې له هغې جملې نه یو رهین دې، چې ټول یې له کړنو څخه خبر او پیژني چې زه نه غواړم هغه یادې کړم، هغه څېره چې یو ځل د ملت استازیو ور څخه د باور رایه اخیستې وه، هغه کس چې د اطلاعاتو او کولتور وزارت نه یې خپل ځاني ګټو، افکارو، لهو لعب دېره جوره کړې وه، پښتو ژبه یې د اطلاعاتو او کولتور وزارت څخه لېرې، پښتو کتابونه له منځه یوړل، په ملي تلویزیون کې پښتو په نشت کړه، بیا یې په هند کې د افغانستان لوې سفیر په توګه وټاکل شو، چې هلته یې هم لومړې د پښتو ژبې پوهنځي د تړلو لپاره دسیسې جوړې کړلې، بلاخره هغه پوهنځی د ده دې دسیسو له لاسه وتړل شو، بیا یې لکه د اطلاعاتو کولتور وزارت لوحه او نوم د سفارت لوحه او نوم بدل کړل او پښتو له سفارت څخه په بشپړه توګه لېرې کړله.
په پارلمان کې د ملت ښاغلو استازیو!
له کرزي نه نور د افغان ملت هیله نشته، تاسو یو ځل بیا د ملت پور ادا کړئ او دغسې ډول افغان ضد څېرې پرېنږدی، او یو ځل بیا یې د کرزي پر مخ ور ولولئ، ځکه کرزی یو ځل بیا غواړي چې پنځه کاله د دې خوار او ځوریدلی ملت په شرنوشت لوبې وکړي، کرزی به هیڅکله هم سم نشي، ځکه هغه د مشرۍ جوهر چې کوم دې په هغه بېچاره کې یوه زره هم نه لیدل کیږي، نو تاسو د ملت استازیو ته، نورو ټولو هېوادوالو څخه په کلکه هیله ده چې پرینږدې چې یو ځل بیا ستاسو په ژبه، په کولتور ملنډې ووهل شی. دلته په چین کې خو افغان سفارت، پښتو او پښتنو ته د افغان په سترګه نه ګوري، بلکې د افغانستاني حساب او کتاب یې پرانستی دې، دلته که یو افغان د طبي مایناتو د څېړنو لپاره لاړ شي نو ستاسو په پاڼو کې به کمپیوټر په اوتوماټیک ډول د افغان پر ځاې ولیکي افغانستانۍ. چې دا ډول زما په خپلو پاڼو کې هم ولیکل، ماچې بیا کله تابعیت افغان ولیکلو، هغه به بیا افغانستانۍ ولیکل شو. چې دا یې د بهرنیو چارو وزارت کسانو کار دی، هیله ده چې تاسو په دې هم خبر شئ او خپل غږ پورته کړئ.
په مینه او درنښت
جانان \ بېجینګ چین