د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسپوږمۍ ترکلي

وږمه رضوان فضلي 16.12.2009 10:25

دمیرمن کلتوري بهیر یوه بله بریا

 ( دسپوږمۍ ترکلي) دهغه ښکلي کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر له خوااو دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت په مالي مرسته په کاروان مطبعه کې چاپ شو.

دغه ښکلی کتاب چې داوسمالو افغان ښځینه شاعرانو دشعرونو ګډه ټولګه ده دمیرمن بهیر دیوې تکړه او هڅانده غړې لیکوالې ، شاعرې او ویاندې سپوږمۍ نوري په هڅو تدوین شوی دی.

( دسپوږمۍ ترکلي) په کتاب کې د(۶۸) تنو افغان ښځینه شاعرانو شعرونه دهغوی له ژوندلیکونو سره چاپ شوي دي.

په دغه کتاب دافغانستان داطلاعاتو او کلتور فرهنګپال وزیر عبدالکریم خرم دافغانستان تکړه لیکوال،شاعر او ژورنالست علم ګل سحر، ساهرې شریف او توبا ندا سریزې لیکلې دي.

ښاغلی خرم پخپل یاددښت کې لیکي (زه دهیواد د فرهنګي مسوول په حیث نن ډیر خوښ یم چې زموږ ادیبې او شاعرې خویندې دمساعدې ټولنیزې ـ کلتوري فضا څخه په ګټه اخیستنې پردې توانیدلې ترڅودمیرمنو یوفعال ادبي بهیر رسمآ منځ ته راوړي او په هغه کې دخویندو ،میندواولوڼو دادبي شاعرانه استعدادونو روزنې،صیقل او پراختیا په لاره کې کار وکړي داموجود کتاب هم دهمدې ځوانو او پیغلو شاعرانه غوټیو دپیژندنې او اشنایي لپاره یوه ګټوره تذکره او سند بللی شو چې ددغې ټولنې مشرتابه هغه را غونډ کړی تر څو ددې ځوانو ښځینه شاعرانو دپیژندلو لپاره دیو مرستندوی اثر په توګه ثبت او پاتې شي)

شاعر او لیکوال علم ګل سحر هم پخپله سریزه کې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر جوړیدل دداډول ګامونو په اخیستلو کې زیات اغیزمن بولي لیکي(...دغو خویندو دداسې بهیرونو په جوړولو سره کلک هوډکړی دی،چې بدلون راولي ددې بهیر له جوړیدو وروسته په لږه موده کې ستر بدلونونه هم راغلي دي میرمن بهیر په مرکز او ولایتونو کې منظمې اوونیزې غونډې لري ،په ادبي ژانرونو کره کتنې کوي ،کتابونه لیکي او خپروي یې او دښځو دوړتیاوو دلوړولو په مهمو پروژو کار کوي دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر داوونیزو غونډو تر اغیز لاندې یوازې په کابل کې ۴۳ نجونې دلیکوالۍ او شاعرۍ ډګر ته نوې راوتلې دي او دهرې ورځې په تیریدو سره یې شمیر زیاتیږي.دغه کتاب چې ددې بهیر دیوې تکړه او هڅاندې غړې لیکوالې او شاعرې سپوږمۍ نوري په زیار چمتو شوی دی ددغو میرمنو دشعرونو یوه کوچنۍ بیلګه ده...)

( دسپوږمۍ ترکلي)کتاب په ۲۰۲ مخونو کې په ښکلې قطع او صحافت له چاپه راوتلی دی دکتاب دپای په پاڼو کې دهمدغو یوشمیرشاعرانو میرمنو عکسونه هم چاپ شوي دي.

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرله خوا تر دې وړاندې د تکړه لیکوالې توبا ندا ناول هم خپور شوی و،دغه بهیر په پام کې لري په راتلونکې دمیرمنو ۱۲کتابونه چې همدا اوس چاپ ته چمتو دي هم خپاره کړي او د(ځلا) په نوم مجله چې دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرنشراتي ارګان دی دخپریدو په درشل کې دی.

ددغه بهیر او دغو خویندو دلازیاتو بریو په هیله.