د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځانمرګی ژڼی

محمد کريم نور 30.11.2009 09:49

ځانمرګی ژڼی د یوه نوي ځوانکي، اېمل، کیسه ده چې په پېښور کې د پاکستاني حکومت له خوا هڅول کېږي چې په افغانستان کې ځانمرګی برید وکړي . کله چې د اېمل پلار اشرف خان خبر شي، نو د ده مخه ونیسي . له دې سره سم پنجابي فوځ اشرف خان نیسي، لور یې وژني، اېمل مجبوري چې ځانمرګی  بم شي . پنجابي فوځ اشرف خان کړوي او وروسته یې په امریکایي ځناورو پلوري .  دغه د انسانیت غلیمان  اشرف خان ته هغه جزاوې ورکوي چې د انسانیت په تاریخ کې مثال نه لري . . . . . .

 په دغه ناول کې به ډیر افغانان چې صلیبي تاړاکګرو ظلمونه پرې کړي وي، خپلې تجربې ولولي او هغه کسان چې الحمدالله  دا ظلمونه یې نه دي لیدلي، پوه شي چې دغه د بشریت د حقوقو ساتونکي له افغان ولس سره څنګه رویه کوي . د دغه ناول په لوست سره به پوه شئ چې ځانمرګي، ترهګر، د پښتنو غلیمان او  د بشریت وژونکي څوک دي . 

ځانمرګی ژڼی ناول په کابل کې چاپ شوی دی او په کابل کې په ډېرو کتاب پلورنځیو کې په تېره ګهیڅ کتابپلورنځي کې پیدا کیږي .

 که په اروپا، امریکا او استرالیا کې  څوک دغه کتاب غواړي، د کتاب په بڼه یې بیه لس آیرو ده او د

PDF

په بڼه چې په ایمیل کې یې ورلېږم بیه پینځه آیرو ده . په لاندې پته کولائ چې تر دریو اوونیو پورې زما سره اړیکي ونیسئ :

Temporary2book@yahoo.com