د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سوله مل شینواري "پنځوس میلیونه " په امریکا کې چاپ شو

حنان حبیبزی 31.10.2009 13:23

د لنډو کیسو ددې په زړه پورې ټولګې انګریزي بڼه د" ډورینس" په نامه مشهورې امریکايي خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د نومبر په میاشت کې " ډورینس "د دغه کتاب د تبلیغ او ترویج چارې په رسمي ډول په متحدو ایالاتو او برتانیا کې پیل کړي.
د دې کتاب ډیرې کیسې دلومړي ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې دلیکوال په مورنۍ ژبه" پښتو " دافغانانو د یوې جرمن میشتې ټولنې له خوا دکتا ب په بڼه چاپ شوې.
د لنډو کیسو په دې ټولګه کې د عبدالوکیل سوله مل شینواري ۱۲ کیسې ځای شوي دي چې په بیلا بیلو بڼو د افغانستان د روانو حالاتو اړخونه انځوروي.
دافغانستان په اړه ډیر کتابونه او لیکنې په بهرنیو ژبو په ځانګړي ډول انګریزي کې د بهرنیو لیکوالو له خوا خپریږي ، د افغان لیکوالو کتابونه او اثار ډیر لږ ژباړل کیږي.
ددې کتاب ارزښت دادی چې نړیوالو ته د افغانستان د اوسنیو نثري ادبیاتو څرنګوالی وړاندي کوي او د کیسو د ژانر دیوې بیلګې په توګه به ډیر مینه وال تر لاسه کړي.
دافغانستان حالات نن سبا په رسنیو کې دنړیوالو خبرونو سر ټکي جوړوي . هغه هیوادونه چې په افغانستان کې پانګونه کوي یا یې وګړي هلته قرباني ورکوي ،ددې کتاب منځپانګه به دافغانانو په اړه یو لړ داسې انځورونه ورکړي چې تر اوسه یې اوریدلي نه دي.
ددې کیسو لوستونکي به د افغانستان د حالاتو په اړه د یو لړ ناځواب شوو پوښتنو ځوابونه هم تر لاسه کړي .
"فیفټي میلیون" کیسه د امریکا د پخواني ولسمشر جارج بوش د هغه اعلان په پلمه لیکل شوې ده چې د۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ له برید وروسته یې دالقاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د نیولولپاره جایزه و ټاکله.
په دې کیسه کې دځايي جنګسالارانو او هغو څیرو لپاره چې د درې لسیزو راهیسې یې په افغانستان کې وسله وال فعالیت درلود ،دامریکا له اعلان وروسته یو عجیب وخت انځور شوی دی.
دا کیسه دپنځوس میلیونه ډالرو د تر لاسه کولو لپاره د یو پخواني قومندان غورځې پرځې ښيي چې د اسامه بن لادن د پیدا کولو لپاره یې زغملي. او کله چې د پنځوس میلونو جا یزې لپاره د بن لادن په موندلو نه تو ا نیږی د پیسو شیطا نی هو س یی د خپل سکنی او یو اځینی ورور چې څیره یې بن لادن ته ورته ده وژلو ته وهڅوی
له هغې ورځې چې په افغانستان کې جګړه پیل شوې ده ، دافغانستان پر ادبیاتو یې هم اغیز شیندلی دی.
څومره چې دهیواد شعر او شاعري د افغانستان د غلیمانو په وړاندې د ولسي احساساتو په راپارولو کې شهرت لري ،هومره یې د ادبیاتو نورې برخې په ټولنیز سمون کې کارنده ونډه اخلي.
د سوله مل شینواري په کیسو کې د " هم دین او هم دنیا " کیسه د داسې یو سړي ژوند بیانوي چې د "ملا" نوم ورپورې تړلی دی او په یو رسمي سفر کې بهرني هیواد ته ځي .
په هوټل کې د اوسیدنې پر مهال هغه د شرابو د بوتل او د سر درد دشربتو توپیر نشي کولی او پر ګنا لاس پورې کوي.
په دې کیسه کې لیکوال هڅه کړې چې له بهرنۍ نړۍ څخه د هغو کسانو ناخبري وښيي چې هم نیمګړې دینې زده کړې لري او هم کله چې ورته شرا یط برابر شی نه یوازې چی له هیڅ کنا او خطا سر نه غړوی بلکې په ګنا کې له عادی خلکو لا زیا تی کوی،دا ډول خلک نه یوازې دیني اوعصري پوهه نلري بلکې د نالوستو کلیوالو له احساساتو څخه ناوړه ګټه هم اخلي .
دوی د دین د تفسیر په اړه د یو دیني عالم په څیر مالومات نلري ، دیني زده کړې یې نابشپړې پاتې شوي وي نو کله چې له دغسې یوې ستونزې سره مخامخ کیږي دحلال او حرام پریکړه نشي کولی.
دغه خبره ما د کتاب له لیکوال څخه وپوښتله ،هغه وویل " اسلامي لارښونکي باید نه یوازې دیني زده کړې ولري بلکې په عصري علومو کې برلاس ولري ، د هغو توپیرونو په موندلو بریالي شي چې له دیني لارښونو سره سمون نه خوري ، یا لږ تر لږه د نورو له اندونو خبر شي چې اوسمهالې نړۍ په کوم حالت کې ده او دنورې نړۍ انسانان څه فکر کوي. "
"بیریدلې نانځکه" ددې ټولګې بله کیسه ده .دا د یو داسې چا د جنسي اړیکو انځور وړاندې کوي چې په بهرني هیواد کې ژوند کوي . دا کیسه په تراژیډیکه بڼه ددغه کس اخلاقي اړخ انځوروي. دې خورا ډیر کلونه له خپلې میر منې لیری د پردو ښځو سره نا مشروع جنسی اړیکې لری او د میرمن هیڅ خیا ل نه سا تی خو میر من یی یوازی په یو تور خپل سږنی زوی وژنی. دی چی ددې خبر د اوریدو په شیبه کی هم له یوی پردۍ ښځې سره غاړه غړۍ دی دا خورا د ویاړ خبره بو لی
په داسې حال کې چې د افغانستان حالات د تیرو درې لسیزو راهیسې د اخلاقي او اداري فسا د په بیلا بیل ډول ولکه کړي دي ، دلوړ پوړو څیرو اخلاقي فساد پټ پاتې شوی او د کمزوره خلکو هغه بیا دقانون او محاکمې تر میزه رسیدلی دی.
دا نا انډوله انصاف په هیواد کې د ګډوډۍ ، دحکومت او خلکو تر منځ د واټن او بې باورۍ لامل ګرځیدلی او دنهیلۍ خواته یې دټولنې پوړونه ټیله کړي دي.
ښاغلی شینواری هیله لري چې دکیسو د ټولګې انګریزي بڼه یې په نړۍ کې ډیر لوستونکي پیدا کړي او له نړیوالو علمي موسیساتو سره د افغانستان د اوسنیو ادبیاتو دکره کتنې په اړه مرسته وکړي.
دا کتا ب د افغا نا نو او په تیره د پښتو اد بیا تو لپاره خورا ښه خبر دی ،لو مړنی پښتو دا ستانی ټو لګه ده چې دیوې بهرنی خپرندویه ادارې له لورې خپر یږی هسی خو ددی تر مخه هم دا ستا نی ټولګې په انګریزی خپرې شوی خو ددې ټو لګې بر لاسی دا ده چی دا له هیواده دبا ندی خپر یږی او خپریدل یی سمبولیک او د هیواد په پولو کې نه را ایسا ریږی . دا دپښتو کیسې د نړیوال کیدو په لور لو مړنی ګام دی چې ویاړ ېې سوله مل شینواری خپلوی . هیله ده په منډ ېې نور لیکوال هم قدم کیږدی څو زمونږ کیسې هم د نړیوالو لوستونکو د لوستلو زړونه وتخڼوی او مو ږ هم په نړیوالې کیسې کې ځا نته وړځای ومومو