۳۸بجې ۴۰ دقیقې
22.10.2009 10:25د رحیم الله بشارت نوی پولیسي ناول چې ۳۸بجې ۴۰ دقیقې نومېږي له چاپه راووت. د ښاغلي بشارت لومړی ناول د شنوګټوقاضي و چې لوستونکیو یې ډېر تود هرکلی وکړ. دده دا نوی ناول د دچټک غبرګون د ځواک د یوه پولیس افسر د ژوند کیسه کوي چې پر شاعر ورور یې یوه مافیايي ډله کارکوي له هغوی سره ملګری کېږي او په پای کې ترې ځانمرګی بریدګر جوړېږي. دا ناول د شېبه په شېبه له بدلېدونکیو پېښو یو داستان دی چې د انسان د ارادي ځواک، او پټ نبوغ چې په سختیو کې راښکاره کېږي ښه تمثیل یې بللی شو. دا کتاب مومند خپرندویه ټولنې لخوا د زر ټوکو په شمېر په ۲۳۹ مخونو کې چاپ شوی دی.