د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولټاکنې که امريکايي تیاتر؟! - خوشال روهي

خوشال روهي 12.10.2009 10:26

يادونه: دا ليکنه ښاغلي خوشال روهي د ۱۳۸۸ کال د ټاکنو له ترسره کېدو دمخه ليکلې او د اګست په ۱۴ نېټه ټول افغان خپره کړې وه. دا ليکنه د ټاکنو په مهال یو له لږو ليکنو څخه وه چې له احساساتو لرې په کې د ټاکنو په موخه او اغېز خبرې شوي دي. د ټاکنو له کېدو وروسته د جنجالونو په رڼا کې د دې ليکنې یو ځل بيا لوستل اړين دي. په همدې موخه یې بيا خپروو.

په درنښت،
د ټول افغان اداره

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټولټاکنې که امريکايي تیاتر؟!

پنځه کاله تېر شول او دادی بيا ټولټاکنو ته ورځې په شمار پاتې دي. هغه  ټولټاکنې چې بايد يو نظام د نامشروعيت له بحران څخه د مشروعيت خواته، له انارشۍ څخه د ثبات پر لوري او ولس له افتراق څخه داتفاق پر  لوري بوځي.
موږ پنځه کاله وړاندې هم ټولټاکنې درلودې او له برکته يې موږ ډېر داسې څه چې پخوا مو نه درلودل پرېمانه لاسته راوړل، لکه: ځان مرګي بريدونه، ړندې بمبار ۍ، انسان تښتونه، جنسي تېري، بې پيلوټه الوتکې، د مخدره توکو د توليد نړيوال رېکارډ، د اداري فساد رېکارډ، د جنايي مافيا واکمني .

او دا دی بيا ټولټاکنې را روانې دي، خو دا ځلې له يو سلو څو سياسي ګوندونو او لسګونو کانديدانو سره. ښايي پلورالېزم به همدې ته وايي! دا ځل به بيا ګورو چې تر ټولټاکنو وروسته راتلونکو پنځو کلونو موږ ته نورې څومره ډالۍ ساتلي . تر يو څه حده خو دا ډالۍ د اټکل وړ هم دي، ځکه چې اصلي کانديدان او د دوی احتمالي کارنامې معلومې دي؛ له يوه سره د کورنۍ جګړې او ورپسې دموکراتيک اتالان ټول اصلي پهلوانان ملګري دي او ولس ته يې د تېر په څېر ډالۍ ښکاره دي او دې بل يې بيا وار د مخه د پارلماني او فدرالي په نامه د افغان هويت، بقا  او يووالي په جرړو پسې د شورای نظار هماغه د تباهۍ پخوانی تبر را اخيستی.

دا خو د ټولټاکنو يواړخ و، اوس به راشو دا د امريکايي تياتر خبرې ته. په امريکا کې د جورج بوش او الګور تر منځ د ولسمشرۍ پر سر سيالي وه، د رايو د شمېر پايلې ډېرې سره نږدې وې، داسې ادعا وشوه چې په فلوريدا کې يو شمېر رايې سمې نه دي شمېرل شوي، يوازې په همدې يوه ايالت کې د رايو بيا شمېرنې د امريکې سياسي برخليک بدل کړ.

بله بېلګه: په۱۳۵۷ ل کال کې په افغانستان کې سرشمېرنه وشوه، يوازې د نورستان په يو دوه ولسواليو کې دا کار تر سره نه شو، له همدې امله هغې سرشمېرنې لازم اعتبار تر لاسه نه کړ.

خو اوس د افغانستان کابو دېرش په سلو کې وګړي د ناامنۍ له امله په رايو کې برخه نه شي اخيستی، شاوخوا درې نيم ميليونه افغان مهاجرين، چې په تېرو ټولټاکنو کې يې برخه اخيستې وه، دا ځل هغوی هم بې برخې دي. د باوري سرچينو له خولې د هېواد په ۱۵۰ ولسواليو کې د رايې اچونې په چار کې ډېرې جدي ستونزې شته، وسله وال کورني او بهرني ځواکونه اوس هڅه کوي له هغې ډلې څخه په شلو ګڼ مېشته ولسواليو کې امنيت ټينګ کړي او له نورو۱۳۰ ولسواليو څخه يې تېر شي، خو څرنګه چې خلک د دغو ځواکونو پر پايښت بې باوره دي ګومان نه کيږي، چې د ټوپک تر ميل لاندې دې په هغو شلو ولسواليو کې هم څوک په رايو کې برخه واخلي.

د ټولټاکنو په درشل کې امريکايي ځواکونو او طالبانو  دواړو د زور ازمويۍ لوبې ته ښه زور ورکړی، چې تر اوسه يې موږ د سلګونو   افغانانو دشهادت شاهدان يو. همدا اوس د هېواد په ۳۷ ولسواليو کې د امريکايي او ناټوځواکونو عمليات روان دي. نو په داسې يو کړکېجن چاپېريال کې، چې ولس پر ټاکنو او د هغو په پايلو هم کوم ژور باور نه لري  او تېرو پنځو کلونو د دوی ډېرې هيلې تر خاورو لاندې کړي، څومره خلک به حاضر شي د سر خطر پر غاړه واخلي او د رايې صندوقونو ته ورشي؟

دلته څو پوښتنې مطرح کيږي ، لومړی دا چې سره ددومره ستونزو او نيمګړتياوو که دا ټولټاکنې تر سره هم شي، هغه به څومره مشروعيت ولري او بل دا چې ټولټاکنې به له موږ سره څومره مرسته وکولای شي، چې له اوسني ناورين څخه راووځو.

لومړی خو بايد دې ټکي ته جدي پام وکړو، چې له بده مرغه دېرش کلنو تپل شويو جګړو په افغانستان کې په لوی لاس قومي، ژبني او مذهبي نفاق ته لمن وهلې او په خواشينۍ سره بايد اعتراف وکړو، چې داوسني ناورين د عواملو يوه برخه په همدغو اختلافونو پورې تړلې ده. تېرو ټولټاکنو د همدغو اختلافونو تر سيوري لاندې تر ډېره بريده قومي بڼه غوره کړې وه. نو په داسې حال کې چې د افغانستان د تر ټولو لوی قوم پښتون نيمايي په دغو ټولټاکنو کې له برخې اخيستو څخه بې برخې شوى او په  داسې حال کې چې جګړه هم يوازې د پښتنو په سيمه کې روانه ده، قربانيان يې هم پښتانه دي اوچې جنګېږي هم عمدتا پښتانه دي. نو که چېرې داسې نامتوازنې ټاکنې بيا هم ترسره کيږي، ايا هغو ته موږ عادلانه او مشروع ټاکنې ويلی شو. بله خبره دا چې، کله د يوه هېواد دېرش يا څلوېښت په سلو کې وګړي، اصلا خپله رايه څرګنده نه شي کړای ايا راتلونکي حکومت ته موږ ولسواک حکومت ويلی شو؟ او با لاخره که موږ د خپلو کابو دېرش يا څلوېښت په سلو کې هېوادوالو له محروميت سربېره په ټاکنو کې ګډون کوو، ايا موږ د هغوی پر حقونو په خپله پښې نه ږدو؟

دا هم بايد هېر نه کړو چې  د اوسني ناورين يو مهم لامل دا دی، چې په تېرو اتوکلونو کې رښتينی واک  لږه کيو پورې له تړلو جنګي ډلو سره و. د راتلونکو ټولټاکنو له پايلو څخه په څرګنده توګه ښکاري، چې د دغو ډلو واک به تر پخوا نور هم  زيات شي، ځکه چې په دوو اصلي کانديدانو کې هر يو چې ټاکنې وګټي، اصل واک به هماغه جنګي ډلو ته انتقال شي. که اوسنی ولسمشر د هغو جنګي ډلو او جنګسالارانو مستقيم استازی نه دی، خو د اېتلافونو له مخې يې ښکاري چې  بايد ټول واک هغوی ته انتقال کړي او که ډاکتر عبدالله يې وګټي، هغه خو د همدغو جنګي ډلو او زورواکو مستقيم استازی او پخوانی وياند دی.

خو ترټولو مهمه خبره دا ده، چې دا راتلونکي ټولټاکنې به زموږ اوسنی درد څومره دوا کړای شي، ايا راتلونکی حکومت به د دې وړتيا ولري، چې روان ناورين او جګړې ته د پای ټکی کېږدي ؟ زه خو په ډاډ ويلی شم، چې راتلونکی حکومت به نه يوازې  هېڅ کمال او معجزه ونه شي کړای، بلکې روانې بمبارۍ او افغان وژنه به نوره هم زور واخلي او د مافيا، اداري فساد او جنګسالارانو مثلث چې وار دمخه  پر ولس واکمني چلوي  لا پياوړی شي. بله خبره دا چې، اوس د افغانستان بحران داسې يو ځای ته رسېدلی، چې د ولسمشر په ادلون بدلون مساله نه شي حل کېدای، بلکې حتی د اوباما نوې ستراتيژي چې د ځواکونو پر ډېروالي او د پوځي عملياتو پر پراخوالي ولاړه ده، نه يوازې بحران به پای ته ونه رسوي بلکې لا به يې پسې ژور کړي. تاريخ ثابته کړې، چې د افغانستان جګړه چا په زور نه ده ګټلې او امريکايان به يې هم ونه ګټي. نو داسې ټاکنې چې نه مشروعيت لري او نه به زموږ ستونزه حل کړای شي، د څه لپاره ترسره کېږي هغه هم د ميلياردونو ډالرو په اضافي لګښت اود زرګونو انسانانو د وينې په بيه ؟

دا يوازې د دې لپاره، چې امريکا غواړي وښيي دوی لاهم پر اوضاع واکمن دي او کولای شي د اساسي قانون له حکم سره سم ټولټاکنې ترسره کړي، هغه قانون چې  لا پخوايې خپل عملي او تطبيقي حيثيت او ارزښت له لاسه ورکړی. که نه زه ښه پوهېږم چې پر پايلو يې دوی په خپله هم نه باور لري او نه درناوی ورته لري. دوی غواړي يوازې هغه تياتر چې يوه پرده يې انتخابات دي او لوبغاړي يې افغانان؛ نړۍ ته  پر خپل وخت وړاندې کړي. که نه هغو ځواکونو ته چې د افغانانو سر، مال او کرامت کوم  ارزښت نه لري، د افغان رايه به څه ارزښت ورته ولري؟ ايا تاسې په رښتيا فکر کوئ  امريکا غواړي هغه څوک واک ته راشي، چې ولس يې غواړي؟ نه وروڼو! امريکا دا دومره لګښتونه زما او ستا د رايې لپاره نه کوي او نه هم خپل سرتېري د دې لپاره د مرګ کومي ته ورکوي چې زه او ته ورته ګران يو، بلکې دا هر څه د دې لپاره کوي چې خپلې ګټې ورته ګرانې دي. دا زه او ته يو چې د هېواد او ولس اصلي ګټې موهېرې کړي او فکر کوو چې د خلاصون لپاره يوازې دوې لارې شته، چې هغه يا د امريکايي توپ او ډالرو سره ده او يا هم د طالبانو له مبهمې او ناڅرګندې داعيې سره خواخوږي ده، خو په ځان باور نه لرو او يا هم له خپلو مکلفيتونو څخه ځانونه تېروو.

 موږ تر اوسه په دې نه يو بريالي شوي، چې يو ځواکمن او يو موټی ځواک او زعامت رامنځته کړو او ټول عمر مو پر بې باوره شخصيتونو او بې بنسټه ځواکونو سرمايه ګزاري کړې، خو د تلپاتې سولې، خپلواکۍ او ابادۍ لپاره مو د ارزښتونو او پرنسيپونو له مخې ځان ته زحمت نه دی ورکړی. زه چې ګورم موږ خو په خپل ځان کې  لا هم د بدلون اراده نه ده کړې، نو دعا به کوو چې خدای(ج) دې پر دې ولس په خپله رحم وکړي.