د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پينځګونې فقه

14.09.2009 13:35

دويم چاپ سريزه

د پينځګونې فقې ارزښتمن کتاب 

پينځګونې فقه مې ولوسته، په ښو ادبياتو ژباړل شوې،چې هر لوستونکى پرې پوهيداې شى.

دا کتاب د اسلامي مذاهبو د پيوستون لپاره خورا اغيزمن دى او لوستونکى پوهېداى شي، چې اسلامي فقهي مذاهب په کومو ټکيو کې سره نژدې او په کومو کې لرې دي.

پښتني ټولنه په خپل فرهنگي بهير کې نوي پړاو ته ننوتې او دا چې پښنانه له فقې پلوه د حضرت امام ابو حنيفه )رح( لارويان دي؛نو دا چې همغږي يې له نورو مسلمانانو سره د پوهې او معرفت پر بنسټ وي،د پينځګونې فقې لوستل لدې موخى سره مرسته کوي.

د پښتنو ټولنيز او اقتصادي ژوند د بدلون په حال کې دى او د اړيکو په نړۍ کې يې هم ژور اوښتون راغلى؛د نړۍ بيلا بيلو هېوادونو ته يې تګ راتګ او هلته د پښتنو شتون او په نړيواله کچه د پښتنو فرهنګ ته پاملرنه،د دې لامل دى چې له همدې فرهنګي بهير سره همغږي وي،ښايې چې پښتانه ورته د ژوند د بنسټيزو اړتياوو په توګه وويني.

د پينځګونې فقې کتاب په لبنان کې مشهور عالم ارواښاد "محمد جواد مغنية" ليکلى،چې د اسلامي مذاهبو د پيوستون د ځوځښت مخکښ دى او د مسلمانانو په نژديوالى او همغږۍ کې يې ارزښتمنې مبارزې کړى چې دا کتاب يې بېلګه دى.

 موږ د خپلې ټولنې د اړتياوو له مخې د دغسې کتابونو ژباړو ته اړين يو، چې پدې بهير کې د اديب ورور "الحاج محمد انور وليد" زيار ته د قدر په سترګو وينو او له ټولو پښتنو ليکوالو،هنروالو او شاعرانو غواړو چې په نړۍ او سيمه کې د ستر بدلون له وجهې پر داسې نوښتونو لاس پورې کړي، چې پښتانه د يوه خوځنده، فرهنګى او مخکې قوم په توګه راڅرګند شي.

بلخوا د افغانستان په اساسي قانون کې د جعفري فقهې رسميت،په هېواد کې د فکري پولو له پلوه د ملي يووالي پر لور يو بنسټيز ګام دى؛نو ښه ده چې د حنفي مذهب لارويان پر نورو فقهي بحثونو سربېره،د جعفري فقهې په ښوونو پوه شوي وي،چې دا کتاب ورته ګټور دى.

دا کتاب په لومړي ځل پر کال ١٣٨٢ ل کې چاپ شو او ورپسې د )) هيواد(( او د )) راه نجات(( په ورځپاڼو کې هم بشپړ چاپ شوى دى،چې د مينه والو د ډېر استقبال له امله دادى دويم ځل د دانش خپرندويې ټولنې له خوا دچاپ په ګاڼه پسولل كېږي.

موږ يو ځل بيا د ورور "وليد" دا فرهنګي زيار ستايو او له متعال خداى )ج( څخه ورته د ډېرو برياوو هيله من يو.

اجرالدين اقبال

کابل- افغانستان

١٣٨٨ ل د زمري اته وي