د ۶۰،۳٪ مرکزونو د رایو اعلان وشو، کرزی، عبدالله او بشردوست په ترتيب مخکې دي
02.09.2009 23:38د ټاکنو خپلواک کميسيون تر اوسه د۶۰،۳٪ مرکزونو د رایو اعلان کړی دی. په دې رایو کې چې ټولې ۳مليونه ۸ لکه او ۸۵ زره او۳۳۸ رایې کېږي کرزی اوس هم د ۴۷،۳٪ رایو په اخيستلو تر نورو کانديدانو مخکې روان دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسون په یوه خبري ناسته کې وویل چې تر دې دمه د رایه ورکونې د محلونو۶۰،۳پرسلو کې رایې شمیرل شوې دي چې په د ې شمیرل شویو رایو کې حامد کرزی ۴۷،۳ پرسلو کې رایې خپلې کړي دي اوپه لومړي مقام کې قرار لري، چې د د ه نږدې سیال ډاکټر عبدالله د ۳۲،۶ پرسلو رایوپه ګټلو سره په دوهم مقام کې قرار لري.
په شمېرل شوو رایو کې د مخکښو کانديدانو رایې په لاندې ډول دي:
حامد کرزی |
۱۷۴۴۴۲۸ |
۴۷،۳٪ |
عبدالله |
۱۲۰۱۸۳۸ |
۳۲،۶٪ |
رمضان بشردوست |
۴۲۶۳۳۱ |
۱۱،۶٪ |
اشرف غني احمدزی |
۸۸۸۳۵ |
۲،۴٪ |
ميرويس ياسيني |
۳۷۰۱۳ |
۱،۰٪ |
شهنواز تڼي په شپږم نمبر ۲۱۶۷۳ او معتصم بالله مذهبي په ۱۵۳۶۲ رايو اووم نمبر روان دي.
په شمېرل شوو رایو کې یو لک او ۳۳ زره ۱۲۹ رایې باطلې دي.