د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

واشنګټن پوسټ: په بلخ کې د عبدالله په ګټه درغلي شوي ده

کمال الدين رنځور 30.08.2009 12:53

له امريکا څخه خپرېدونکي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د اګست په ۲۸ په یو رپورټ کې د افغانستان په شمال کې په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په ګټه د درغلیو بېلګې خپرې کړي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې پنځه واړه مخکښ کانديدان (حامد کرزی، عبدالله، رمضان بشردوست، اشرف غني، او ميرويس ياسيني) د ټاکنو په مهال د درغليو تورونه لګوي. په دې کې یې د ميرويس ياسيني د رایو هغه نمونې هم يادې کړي دي چې د نوموړي پلويانو د سپين بولدک په ښار کې په یو کنډر یا شیله کې له ټاکنو وروسته موندلې وې. ياسيني وايي چې د نوموړي په لسګونه زره رایې له بکسونو ويستل شوي دي او وروسته یا سوځول شوي او یا هم څېري شوي دي.

ورځپاڼې په شمال کې د بلخ په ولايت کې د عبدالله په ګټه د درغليو د بېلګو په لړ کې لاندې ټکي ياد کړي دي:

-د بلخ ولايت  د چمتال په ولسوالۍکې د حامد کرزي پلوی څارونکی عبدالحکيم غفورزی د پوليسو له خوا وهل شوی اوس مهال په زندان کې دی. نوموړی وایي چې پوليسو ځکه وواهه او بندي کړ چې شکايت یې وکړ چې په بلخ کې پولیس هغه مرکزونه تړي چې حامد کرزي ته په کې خلک ډېرې رایې ورکوي. خو د بلخ والي عطا محمد نور چې په ښکاره یې د عبدالله پلوي اعلان کړې وه د ټاکنو د خپلواک کميسيون کارکونکي تورنوي چې خرڅ شوي وو او په خپله د دې کميسيون مامورينو درغلي کړې ده. نوموړی وايي چې کرزی یې په درغليو وګټي نو په حکومت کې به برخه وانخلي.

غفورزی وایي چې د ټاکنو په ورځ په ۳:۳۰ بجو ورته ټيلي فون راغی چې پوليس په زوره مرکزونه بندوي ځکه خلک حامد کرزي ته رایه ورکوي. نوموړی وايي پوليسو د رایو په شمېرنه کې هم مداخله کوله. بکسونه یې قلف کړي وو. ما خپل مشر ته خبر ورکړ او په سبا باندې مو چې د ولی عصر په ښوونځي کې رایې شمېرلې، پوليس راغلل او له وهلو وروسته یې بندي کړم. عطا محمد نور وايي چې دا د غفورزي او د پوليسو د مشر ترمنځ شخصي مساله ده. په غفورزي دا تور دی چې د پوليسو مشر یې وهلی دی.

- د بلخ په چمتال کې یو قومي مشر وایي چې د عبدالله پلويانو له خلکو د مرستو په بدل کې د رایو کارتونه غونډ کړل او په خپله یې هغه رایې وکارولې. مرستې هم د بلخ د سرې مياشتې له رياسته راړل شوې وې.

- د پوهنتون یو محصله پلوشه بيا وايي چې د بلخ د دهدادي ولسوالۍ په کوم مرکز کې هغې رایه ورکوله هلته په ټول مرکز د عبدالله عبدالله پوسټرې لګېدلې وې. پوليسو او د ټاکنو چارواکو هم خلکو ته ویل چې عبدالله ته رایه ورکړي. نوموړې وايي چې په دې مرکز کې خلک ازاد نه وو چې رایې وکاروي. پلوشه وايي چې دې کسانو خلکو ته ويل که عبدالله ته رایه ورنکړﺉ نو امنيتي حالت به خراب شي او بيا به تاسو دلته ژوند نه شﺉ کولای.

- یوه ښځينه ناظره وايي چې د بلخ په برګه کلي کې مې ډېره پراخه درغلي وليدله. د ټاکنو د کميسيون مامورينو عبدالله ته د سل وارې زياته رایې واچولې او نور خلک یې په زوره بلل چې نوموړي ته رایه ورکړي.

د يادونې وړ ده چې په یو شمېر نوماندان په عبدالله د افغانستان په شمال او په حامد کرزي د افغانستان په ختيځ او سويلي سيمو کې د درغليو تورونه لګوي.

د واشنګټن پوسټ ټول راپور په انګليسي ژبه دلته لوستلای شﺉ.