د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو له یو رایه ورکونکي غوږونه او پوزه پرې کړل

کمال الدين رنځور 30.08.2009 12:03

د ارزګان د ګيزاب د ولسوالۍ له یو بزګر لال محمد څخه وسلوالو پوزه او غوږونه پرې کړي دي.

چاپي او انځوریزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې له لال محمد څخه وسلوالو هغه وخت غوږونه او پوزه پرې کړل چې نوموړی د زمري په ۲۹ د رایې ورکولو مرکز ته په لاره و. د ۱۱ ماشومانو پلار لال محمد د وسلوالو له خوا ودرول شو، د رایې کارت یې ورته څېرې کړ او بیا یې له ډبولو وروسته په ډېره بې رحمۍ ترې غوږونه او پوزه پرې کړل. نوموړي ته دا سزا په ټاکنو کې د رایې ورکونې له کبله ورکړل شوې ده.

لال محمد کابل ته هم تللی او د ولسي جرګې د غړو سره یې خپله غمېزه شريکه کړې ده. نوموړی د درملنې لپاره د کابل یو روغتون ته لېږل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په بېلابېلو اعلانونو کې طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې که په ټاکنو برخه واخلي نو رنګ کړې ګوته به ترې پرېکړي او نور ډول سزاګانې به ورکړي، په نور ډول سزاګانو کې طالبانو نه و ویلي چې غوږونه او پوزه پرې کول به هم په کې شامل وي.

طالبانو په کندهار کې له یو شمېر رایه ورکونکو څخه ګوتې هم پرې کړي او د الجزيرې تلويزيون وښودل چې د کابل - کندهار په لاره یې هغه مسافرين چې په ټاکنو کې برخه اخيستي وه کوزول او د سزا ورکولو دړکې یې ورکولې.

په اسلام کې له حدودو پرته په نورو حالاتو کې د غړو پرې کول ناروا او جنايت دی چې سرغړونکي ته یې بايد سزا ورکړل شي.

سره د دې چې طالبان د اسلامي شريعت د پلي کولو دعوه لري، ډېری غړي یې له اسلامي احکامو خبر نه دي او وخت ناوخته د اسلام د احکامو خلاف کړنې کړي. تېر کال هم طالبانو په هلمند کې له یو ښوونکي غوږونه پرې کړي وو او په تراويح ولاړ لمونځ کونکي یې ډبولي وو.

د لال محمد د بدحال یو انځور دلته ليدلای شﺉ چې پژواک خبري اژانس خپور کړی دی.