د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دعبدالغفور لېوال دوه شعرونه

عبدالغفور لېوال 27.08.2009 09:50

عبدالغفور ليوال



نوې املا


ماین په ( الف) لیکیء
چې:
له (مین) سره یې فرق وشي
هسې هم
نن سبا
په دې وطن کې
له مینانو نه ماینونه ډېر دي
او
(ټوپک)اسم مذکر دی
(ټوپکونه) یې جمع
دې ته ( ټوپکې ) کارول ناسم دي
ځکه ټوپکې د ماشوم
منډو رامنډو سره
ښې ښکاري
سپېڅلې لوبې په بدرنګه نومو مه یادویء

۱۳۸۸ شپږم پېشلمی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دولسمشر لومړی فرمان

خپلو سپېڅلو ماشومانو ته
ټوپک او تو مانچې مه اخلیء
بیا
په نانځکو باندې
ډزې کوي

۱۳۸۸ شپږم پېشلمی