د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الجزیره: طالبان اوس هم رایه ورکونکي نيسي

کمال الدين رنځور 25.08.2009 12:43

تېره شپه د الجزيرې عربي او انګليسي تلويزيونونو په يوه ويډیو کې وښودل چې د کندهار په لويه لار د طالبانو جنګيالي هغه افغانان له ګاډو ښکته کوي چې رایې یې ورکړي دي او د ګوتې یې په نه پاکېدونکي رنګ رنګ کړي دي.

په ويډيو کې وښودل شول چې طالبان د  چلونکو او مسافرو ګوتې ګوري او د چا ګوته چې رنګ وي له ګاډو یې ښکته کوي او د سزا دړکې ورکوي. په ويډيو کې دطالبانو یو جنګيالی یو شمېر کسانو ته چې په ټاکنو کې د برخه اخيستو په تور یې نيولي دي په دري وايي چې په ټاکنو کې په برخه اخيستو دوی د يهودو په کتار کې ولاړ دي او د هغوی ملاتړ کوي. ((تاسو په دې پوه شﺉ چې په دې کار تاسو د يهودو په صف کې ولاړ ياست او ستاسو ګوتې دا په زبات رسوي.))

یرغمل شوي کسان مخ پټي وي او معلومه نه ده چې طالبانو دوی ته څه ډول سزا ورکړې ده. خو د الجزيرې خبريال وايي طالبان کېدای شي له دې کسانو د روژې د مياشتې په مناسبت عفوه وکړي. څو ورځې وړاندې په کندهار کې طالبانو له دوه کسانو هغه ګوتې غوڅې کړې چې په ټاکنو کې د برخې اخيستنې په مهال یې رنګ کړې وې.

د طالبانو وياند رسنيو ته له ټاکنو وړاندې ويلي و چې دا خبره حقيقت نه لري چې ګنې طالبان به له چا ګوتې غوڅې کړي خو سره د دې هم طالبانو په دې اړه خپل تهديدونه پلي کړل.

د يادونې وړ ده چې په ټاکنو کې د برخه اخيستنې په تور د ګوتو غوڅول د اسلام د مبارک دين د احکامو څرګند مخالفت او سرغړونه ده.

د ويډيو د کتلو لپاره دلته ټک ورکړﺉ.