د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ټاکنو کې د درغليو په اړه شکونه مخ په زياتېدو دي

کمال الدين رنځور - جلال اباد 24.08.2009 14:09

د تېرې پنجشنبې د ورځې په ټاکنو کې د یو شمېر درغليو راپورونه مخ په زياتېدو دي. سره د دې چې یو شمېر کانديدانو د خپلو رايو د ورکېدواو د نورو په ګټه د رايو د صندوقونو د ډکېدو خبرې کوي د ټايمز ورځپاڼې په سويلي ولايت هلمند کې د درغليو بله بېلګه ښودلې ده.

د ټايمز ورځپاڼه وايي چې په هلمند کې د ټاکنو د کميسيون مسوول انجنیير عبدالهادي ورته د پنجشنبې په ورځ ويلي و چې په هلمند کې له ۵۰ زره څخهکمو کسانو رایې ورکړي دي، خو نوموړي د شنبې په ورځ خپله خبره بدله کړه او دې ورځپاڼې ته یې وویل چې په هلمند کې۱۱۰ زره کسانورایې ورکړي دي.

د ټايمز ورځپاڼه وایي چې انجنیير عبدالهادي ورته د پنجشنبې په ورځ ويلي و چې د هلمند په ګرمسېر او ناوه ولسوالیو کې هيچا رایه نه ده اچولې، خو د شنبې په ورځ یې خبره بدله کړه او ویې ویل چې په ګرمسېر کې ۲۰ زره او په ناوه کې ۳ زره کسانو رایه اچولې ده.

د ټايمز ورځپاڼه زياتوي چې انجنیير عبدالهادي ورته د موسی قلعه ولسوالۍ د رایو په اړه مخکې څه نه و ويلي خو اوس وايي چې ۱۸ زره کسانو په کې رایه اچولې ده. ټايمز وايي چې یو بهرني څارونکي ورته ويلي دي چې په موسی قلعه کې یواځې ۹ زره کسانو رایه اچولې ده.

 په یو بل راپور کې د پژواک خبري اژانس ويلي دي چې په سوېلي ولايتونو کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون  مشر عبدالواسع الکوزي ورته ويلي دي چې د سويلي حوزې په کچه  ١ ميليون او ٧  لکه تنو کارتونه اخيستي وو، او د دې شمېرې ۸۰٪ خلکو په ټاکنو کې برخه اخيستي ده. دا په واقعيت کې د هغو راپورونو سره په ټکر کې راځي چې ويل یې په سويلي ولايتونو کې امنيتي وضعيت ښه نه و اوکمې رایې اچول شوي دي.

په هېواد کې داسې اوازې هم شته چې د ټاکنو پروسه د ولسمشر کرزي د پلويانو له خوا کنترولېږي. اوازې وايي چې د ولسمشر کرزي کمپاين وخت تر مخه پرېکړه کړې ده چې ولسمشر کرزیپه لومړي پړاو کې تر درې نيم مليونه ډېرې رایې واخلي، عبدالله ته تر شپاړلس لکه، بشردوست ته درې لکه، ډاکتر اشرف غني ته تر پنځوس زره ښکته، او ميرويس ياسيني ته تر دېرش زره ښکته رایې حساب کړي. دا اوازې چا تاييد کړي نه دي.

نن د ټاکنو خپلوا ک کميسيون هم په رسنیو غږ کړی دی چې ټول هغه ثبوتونه دې د دوی سره شريک کړي چې رسنۍ یې د درغلیو په اړه په لاس کې لري.

د ټاکنو د شکايتونو کميسيون وايي چې تر اوسه یې ۴۱۶ شکايتونو تر لاسه کړي دي چې ۳۵ په کې ډېر جدي دي او که رښتيا وخېژي نو د ټاکنو پايلې بدلولی شي.

د پنجشنبې د ورځې په ټاکنو کې د درغليو د شتون په اړه بېلابېلو نوماندانو په یو بل تورونه لګولي دي. عبدالله عبدالله او ميرويس ياسيني په ولسمشر حامد کرزي تور لګولی دی چې په سويلي حوزه کې یې پراخه درغلي کړې ده. عبدالله کرزی تورنوي چې په یو شمېر ولايتونو کې یې بکسونه له پاڼو په خپله ډک کړي دي او ياسيني یې تورونوي چې د نوموړي رایې یې له بکسونو ويستلي، څېري کړي، او بيا یې سوځولي او يا یې هم بېرون غورځولي دي. ياسيني او کرزي بيا په عبدالله تور لګولی دی چې د افغانستان په شمال کې یې درغلي کړې ده.

Dsc08111
د ياسيني د کمپاين له خوا خپور شوی انځور چې خپلې څېرې شوې رایې په کې ښايي. نوموړي په کابل کې رسنيو ته د څېرې شوو رایو سلګونه نمونې وښودې.

ياسيني وايي چې په زرګونو رایې چې ده ته اچول شوې و، د نوموړي پلويانو په یو کنډر کې پيدا کړي دي.

یو بل کانديد معتصم بالله ويلي دي چې د ټاکنو پايلې نه مني. له نوموړي مخکې سرور احمدزي هم ويلي و چې ټاکنې ورته د منلو وړ نه دي.