د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ميرويس ياسيني د کمپاين لپاره ننګرهار ته ورسېد

میرویس یاسیني ټاکنیز کمپاین مرکزي دفتر 02.08.2009 22:27

کابل

 ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين په بهير کې ننګرهار ته ولاړ. په ننګرهار کې ميرويس ياسيني یوې غونډې ته چې خدايي خدمتګارانو جوړه کړې وه وينا وکړه.

د خدایی خدمتګار ټولنی په غونډه کې د ولسمشرۍ نوماند میرویس یاسینی ځخه خپل ملاټړ اعلان کړ.

غونډې ته د خدایی خدمتګار د ټولنې مسوولینو خبرې وکړې او د میرویس یاسینی د ټیم کړنلاره یی وستایله او زیاته یی کړه، چې یاسینی د هیواد لپاره ښه کاری برنامه لري ، دی او دده ټیم یو پاک ټیم دی په جنګی جرمنو تورن ندي، د خلکو په وینو یی لاسونه سره ندي.

 په غونډه کې چې ګڼ شمیر خلکو برخه اخیستی وه ، میرویس یاسني یی یو وړ اومناسب کس وباله چې دی به وکولای شي هیواد د یوه مثبت بدلون په لورې پر مخ بوزې.

 ميرويس ياسيني په خلکو غږ وکړ چې تاسو په ډیر حساس پړاو کې یاست همدا تاسي مظلوم ملت یاست چې خپل راتلونکی به په خپلو ازادو او شفافو رایو ورکولو سره ټاکئ، دا یو ډیر دروند مسوولیت دی چې له ډیر دقت او غور ځخه کار  واخلئ.

یاسیني  وویل چې  تیر ځلې هم تاسې په خپلو لاسونو ولسمشر وټاکه ، د افغانستان خلک په ډیره میړانه د صندقونو خواته لاړل چې خپل مشر وټاکې، خو متاسفانه هغه وعدې چې ولسمشر له خلکو سره کړې نه یوازې چې پوره نه شوې بلکې خلک لاپسې بدبخته شول او د فقر او بې و زلۍ سره مخ شول.

 یاسینی وویل چې افغانانو ولسمشر او دده ټیم ته رایه ورکړې وه ،نه دا چې د ولمشر ورور ته ، نه دا چې د ولمسشر د تره ځوی ته، خو اوس ولسمشر خبر هم نه وې چې وزیر یی د وروڼو لخوا وړاندې کیږی، هیواد د اقتصادي مافیا په منګولو کې ګیر دی ،چې د دغه مافیا اساسي لوبغاړي د کرزي ورونه او یو څو نور داړه ماران دي چې د ولس وینې یی وڅښلې.

 ياسيني په خلکو غږ وکړ چې افغانان نور دغه حالت زغملی نشي ،ددغې زورونکې وضعې څخه ژغورل زموږ او ستاسی دینی انساني ،او تاریخي رسالت دی، او دغه اوسنی حالت یو بدلون ته اړتیالري چې خلک نور له دغه ناورین څخه وژورل شي.

یاسینی خلکو ته  ډاډ ورکړ چې ستاسی په حکومت کې به د ولسمشر ورور باداري نه کوي، والی یا وزیر به د ریس جمهور د ورور  یا د خپلوانو په خوښه نه ټاکل کیږی.

ده  وویل چې دده اداره به د خلکو په خوښه جوړیږی ، د افغانستان خلک به د حکومت جوړونې په پروسه کې برخه اخلې ،دده ادراه به یوه سالمه اداره وي چې د قانون حاکمیت به یی د لومړیتوبونو څخه وي.

 ایمل یوسفزی د یاسیني ټاکنیز کمپاین ویاند:

۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱

Email: yasini.coampaign@gmail.com

Website: www.mirwaisysini.af