د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ميرويس ياسيني په هرات کې غونډه وکړه

دمیرویس یاسیني ټاکنیز کمپاین مرکزي دفتر 29.07.2009 19:41

کابل

دزمري اومه۱۳۸۸

 

میرویس یاسیي د ولسمشرۍ نوماند د ټاکنیز و لړۍ په بهیر کې نن د هرات ولات ته سفر وکړ ،چې دغه بلنه د هرات د خلکو لخوا شوې وه،

ښاغلی یاسینی نن سهار په نهو  بجو د هرات په هوایی ډکر  کې له الوتکې څخه ښکته شو.

یاسیني د خلکو لخوا په ډیرو شاندارو مراسمو بدرګه شو.

د هرات له هوایی ډګر څخه د مولانا جلالدین بلخي تر تالاره پورې لس زره کسانو بدرګه کړ او د ګلانو په پاشلو یی ولمانځلو،همداراز په سلګونو موترونه د یاسینی شاته د بدرګې په توګه د هرات تر ښاره پورې روان ول.

دغه راز یاسینی په هغه غونډه کې ګډون وګړ چې د هرات خلکو دده په ملاتړ جوړه کړې وه،

غونډې ته د هرات ولایت د ټولو ولسوالیو ، سپین ږیرې ، قومی مشران ځوانان ، دینی عالمان او ښځې راغلې  وی.

 په دغه غونډه کې چې دولس زره کسانو ګډون کړی ؤمیرویس یاسنی وینا وکړه.

یاسینی لومړی د هرات له خلکو نه مننه وکړه چې دده ډیر تود هرکلی یی وکړ ،بیایی  وینا د قران کریم په هغه ایات چې الله تعالی خپلو بندګانو ته خطاب کوی چې تر هغه وخته به ستاسو په حالت کې بدلون رانشي تر څو تاسو خپلو نفسونو کې بدلون رانه ولئ.

وروسته بیا یاسینی اوسنۍ اداره له فساده ډکه وبلله او ویی وویل چې په تیرو اووکلونو په موده کې  د نړیولې ټولنې په مرستې سره په افغانستان کې  په ملیاردونو ډالره  مصرف شوې ،خو هیڅ یو اساسي کار چې د خلکو راتلونکی پرې تضمین شي ونه شو، له دغو پیسو څخه یوازې یو څو کسانو چې د کرزي په خوا او شا راټول شوي دي ګټه پورته ګړ او لکه د وینې سرطان د ملت وینی یی وزبیښلې.

ده وویل چې خلک ورځ په ورځ له فقر او بدبختیو سره مخ کیږي ،بی روزګاري یوې ورځې نه بلې ته زیاتیږي،د حکومتي پوستونو په ټاکلو کې  لیاقت اواستعداد په پام کې نه نیول کیږي،روابط پر ظوابطو حاکم دي، د والیانو او امنیه قومندانانو څوکۍ د پیسو په بدل کې خرڅیږي، د رشوت په اخیستلو کې له وزیر نه نیولې تر ټیټ رتبه ماموره پورې ټول شریک دي.

یاسینی وویل چې د اداري فساد لمنه دومره پراخه شوې چې له بدمرغه افغانستان د نړۍ په پینځو هغو هیوادونو کې راځي، چې  د اداري فساد کچه یی تر ټولو لوړه ده.

یاسیني بیا خپله پینځه کلنه  راتلونکې کړنلاره بیان کړه او زیاته یی کړه،چې دی به  یوه سالمه ادراه رامینځته کړي چې په هغه کې به کار اهل ته سپارل کیږي، لومړی کار چې دی به یی کوی ،اداري فساد به ورکوي.

ده همدا راز وویل چې دده په حکومت کې دده ورونه باداري نه کوي نه به وزیر او یا والي وي او نه به والی او  یا وزیر ددوی په مشوره ټاکل کیږي.

یاسیني وویل چې ښځې د هیواد غوڅ اکثریت جوړوي او دوی به په مساوی ډول ټولو سیاسی ، اقتصادی ،فرهنګي او ټولنیزو چاروکې  فعاله ونډه ولري،اوددوی د لیاقت او استعداد مطابق به په دولتی دندې تر سره کوي.

همدا شان د ولسمشرۍ نوماند میرویس یاسینی خپله پینځه کلنه اقتصادي کړنلاره خلکو ته واوروله چې خلکوته   به د کار زمینه برابروي، ملی او خصوصی اقتصاد د ودې لارې چارې به برابروي،زراعتی سکتور به پیاوړی کړی ، د هیواد وچې دښتې به خړوبې کړي،دبریښنا ډیمونه به جوړ کړي،او یوه اوږد مهالی اقتصادی ستراتیژي به جوړه کړي چې په پایله کې به یی هیواد په خپلو پښو ودریږی ، افغانستان به ددې جوګه شي خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

همدا شان غونډه کې د میرویس یاسیني دویم مرستیال ډاکټر عبدلقیوم سجادي او په هرات کې د یاسیني کمپاین مسوول  ښاغلي مجددي هم خبرې وکړې .

 په پای کې خلکو په ډیرو ګرمو احساساتو د میرویس ملاتړ وکړ او دی یی یوازنی مناسب کس د هیواد راتلونکې ولسمشرۍ لپاره وباله.

  د زیاتو مالوماتو لپاره د یاسیني کمپاین له ویاند ایمل یوسفزي سره اړیکه ونیسئ

۰۷۸۶۲۷۲۴۵۱

 Email: yasini.compaign@gmail.com

www.mirwaisyasini.af