د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هيوادوړ او کارپوه شخصيتونو ته اړتيا لري که ملي ګډون )ملى مشارکت( ته؟

هيوادپال 29.07.2009 18:47

د هيوادپال ليکنه

دا جګړه ځپلى او کنډواله هيواد، وړ او کارپوه شخصيتونو ته آړتيا لري، که (ملي ګډون) ملى مشارکت ته؟

که څه هم ملي ګډون هغه کلمه ده چې په هر چا ډيره ښه لګي، او په اوريدو يي په زړه کې هيله او دا تمه پيدا کيږي چې که وړتيا لرم او يا نلرم، خداى (ج) به د ګډون له لارې يو جګ او غوړ مقام را په برخه کړي، چې پدې توګه به مې لستوڼى غوړ او جيبونه له پيسو څخه ډک شي، د يو مقام دوسته او پيسه دوسته انسان خو همدا ارمان وي، او وايي که دا هيلې مې پوره شوي، نو که بيا مړ وم، نو مړ نه يم.
لکه څرنګه چې پوهيږۍ، پدې وروستيو کې د ولسمشرې او ولايتي شورا ګانو لپاره ټاکنيزي سيالۍ پيل شوي، که مو ښه فکر کړي وي، په ځانګړي توګه ولسمشرۍ ته هر يو نوماند که پښتون دى، نو ځانته يي يو هزاره ورور او بل تاجک يا ازبک ورور د خپلو مرستيالانو په توګه ټاکلي دي، که ولسمشرۍ ته نوماند تاجک، هزاره او يا بل کوم يو دى، همداسي يي کړيدي، نو دلته يو شمير پوښتنې پيدا کيږي چې آيا دا هغه کسان دي چې ريښتيا هم ولسمشري او مرستيالي به وکړاي شي؟ او يا خو هم يوازې ملي ګډون په پام کې نيول شوي دى. آيا دلته د وړ کس او هيواد ته د خدمت، په ټپونو د ملهمو د پټي لګول او دې شته ستونزو او ناخوالو ته د پاى ټکي ايښودو موضوع په پام کې نيول شوېده او که نه؟
د ډيرو په ګومان،که چيرې موږ ټول د يو افغان په نامه نه ياديږو نو کيداشي بيا د ملي ګډون موضوع آغيزمنه وي، خو دلته دا ډول ملي ګډون يووالى نه ،بلکې بيلتون رامنځته کوى. دا ملي ګډون د خپل ځان او د نورو د خوشحاله کولو په خاطر شوي، نه د هيواد د سوکالۍ او نيکمرغۍ لپاره. بيا هم د ډيرو په ګومان، دا کار يوازې د خپلو شخصي موخو د تر لاسه کولو او يو ځانګړي ټبر او يا قوم لپاره هلې ځلې دي نه د ملت جوړلو لپاره.
دا خبره به هم ومنم چې ګډون، کيداى شي يو څه يووالى رامنځته کړي، خو وايي تش لاسه ته مى دښمن يي. مطلب دا چې که چيرى ډير سره يو ځاى شي او يووالى رامنځته کړي، خو که هر يو له دغو څخه په سر کې د پوهې او علم څخه څه ونلري، نو دا ډول تشو کدوانو ملي ګډون به څه وي. ښکاره خبره ده چې نه به خپل ځان او نه به خپلو خلکو او هيواد ته د خدمت جوګه شي او دا شونتيا هم ډيره زياته ده چې کيداى شي د خپل واک څخه په ګټي اخيستو سره د پرديو په لارښوونه داسې ناوړه څه تر سره کړي چې بيا به يې هيڅ جبران نه کيږي، چې ويلاې شم دغه ملي ګډون به په ملي غم او ماتم واوړي.
همدا راز پدې ملي مشاکت کې يو شمير نوماندانو د ملي ګډون تر نامه لاندې د آړونده ټبر او يا قوم څخه داسې يو څوک ټاکلي چې هغه په کور دننه او د هيواد په کچه يوه ناوړه او رټلې څيرې دي. دلته يي يادونه کومه آړينه خبره نه ده، ځکه لمر په دوو ګوتو نه پتيږي.
هيله مند يم چې، دوي ښاغلي خپلو راتلونکو دندو او مسؤليتونو ته ښه په ځير سره وګوري او خپل پلانونه شخصي نه بلکي په ملي کچه چې د ټولو افغان پرګنو او ملت په ګټه وي، جوړ کړي.

په درنښت