د بلخ پوهنتون محصلينو د اشرف غني څخه ملاتړ اعلان كړ
27.07.2009 20:53د بلخ پوهنتون په سلګونو محصلينو نن د زمري په لومړۍ شپه، د شمال زون د ټاكنيزو مبارزو په دفتر كې ، له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.
دغه غونډه په مزارشريف كې د شمال زون په كچه د اشرف غني د نوي جوړ شوي ټاكنيز دفتر په تالار كې تېر ماښام جوړه شوې وه، چې د بلخ پوهنتون د محصلينو سربېره پكې د سيمې يو شمېر مخورو هم برخه اخيستې وه.
ذبيح الله احساس د ياد شوي دفتر مسوول د ډاكټر اشرف غني احمدزي د وړتياوو يادولو په ترڅ كې وويل، چې اشرف غني احمدزى د خپلې وړتيا له مخې نړيواله څېره ده، چې هېواد همداسې مشرتابه ته اړتيا لري.
نوموړ ي په ځوانانو غږ وكړ، چې داسې چا ته رايه وركړي، چې د افغانستان له پاره ګټور پلانونه ولري.
د هغه په وينا اشرف غني همداسې يو كس دى چې بايد د هېواد د مشرتابه لپاره يې غوره كړو.
انجينر فيروز اسحق زي د بلخ پوهنتون د محصلينو په استازيتوب ډاكټر اشرف غني احمدزي د هېواد لپاره وړ ولسمشر وباله او له هغه څخه يې ملاتړ اعلان كړ.
هغه د ځينو كانديدانو ژمنې وغندلې او غږ يې وكړ: ((راځئ، چې ژبني تعصبات پرېږدو او د افغانستان لپاره فكر وكړو))
سراج الدين پټان د بلخ پوهنتون د كرنې پوهنځي محصل وويل: (( څوك، چې ډاكټر اشرف غني احمدزي ته رايه وركوي، خپله راتلونكې تضمينوي))
د اقتصاد پوهنځي محصل سيد حامد هاشمي د اشرف غني احمدزي شاليد روښانه وباله او زياته يې كړه، چې ځكه اشرف غني احمدزي ته رايه وركوي، چې دى د مشرانو تر څنګ په ځوانانو هم تكيه كوي.
مزارشريف ته د ډاكټر اشرف غني له راتګ څخه وروسته په دغه ولايت د ده د ټاكنيزو مبارزې پياوړې بريښي او د خلكو تر منځ يو له مطرح شويو نوماندانو څخه شمېرل كېږي.