د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تركمنو د قوم يو شمېر مشرانو اشرف غني ته د ۵۰٪ رايې ژمنه وكړ

د اشرف غني د ټاكنيزو مبارزو دفتر 27.07.2009 20:46

شمال زون

د ټاكنيزو مبارزو دفتر

مطبوعاتو څانګه

 

د تركمنو د قوم يو شمېر مشرانو، نن په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو دفتر رييس ذبيح الله احساس سره د كتنې په ترڅ كې د تركمن قوم د پنځوس سلنې رايې ژمنه وكړه.

 په دغه ناسته كې، د بلخ ولايت د تركتبارو مخورو مشرانو تردي مراد، محمد اسحق پيلوټ او انجنير عبدالستار ونډه اخيستې وه.

 تردي مراد، چې شپږ مياشتې دمخه يې، په شورتپې ولسوالۍ كې د علي احمد جلالي د كمپاين مسووليت په غاړه وو، وويل چې په يادې شوې ولسوالۍ كې خورا زيات نفوذ لري.

نوموړي زياته كړه، چې د علي احمد جلالي د كمپاين لپاره يې ۱۷ ګروپونه جوړ كړي، چې ۵ په كې ښځينه وو.

 دده په وينا دغو ګروپونو په شورتپې ولسوالۍ كې د علي احمد جلالي لپاره كار كاوه، خو اوس به د اشرف غني احمدزي لپاره كار پيل كړي.

 محمد اسحق پيلوټ بل تركمن مشر، چې ډېره موده په هېواد كې د پيلوټ په توګه پاتې شوى، وويل، چې د پيسو لپاره اشرف غني احمدزي ته كار نه كوي.

د هغه په وينا، د كرزي د حكومت په لومړيو كې د قرغان ولسوالۍ ولسوال ټاكل شوى وو، په فارياب، جمعه بازار او شيرين تګاب سيمو كې يې هم دندې ترسره كړې، نو ځكه ډېرې رايې ترلاسه كولى شي.

هغه زياته كړه، چې د افغانستان په ۹ ولايتونو بلخ، جوزجان، سرپل، فارياب، كندز، بدخشان او...كې د پام وړ  رول لري.

احساس له راغلو مشرانو څخه مننه وكړه او د اشرف غني احمدزي د روښانه شاليد او دده راتلونكو پلانونو په هكله يې اړين مالومات وركړل.

محمد اسحق پيلوټ دوړانديز په توګه وويل، چې اشرف غني احمدزي سره د تركمن مشرانو او متنفذينو د كتنې وخت وركړل شي او همدارنګه ياد شوي قوم ته د شمال زون د دفتر له خوا ځانګړى سايټ جوړ كړاى شي.

ذبيح الله احساس د دوى غوښتنې ومنلې، خو زياته يې  كړه، چې دوى بايد لومړى د تركمنانو له نورو مشرانو سره هم كتنه وكړي او وروسته به له مركزي دفتر سره خبرې وكړي.

احساس دوى ته د امكاناتو د برابرولو په اړه هم ژمنې وركړې.

په دې ورستيو كې په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د كمپاين چارې ښې پر مخ ځي.

درې ورځې وړاندې د ارسلان په نوم يو تركمن ځوان هم دې ته ورته خبرې اترې او ژمنې وكړې.

همدارنګه دوه ورځې وړاندې د بلخ پوهنتون په سلګونو محصلينو له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.