د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لندن کې افغان محصلینو د ډاکټر اشرف غني په ملاتړ غونډه وکړه

لیکنه: محمد ارمان ننګیالی 25.07.2009 15:04

دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره دمخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملاتړ په لړ کې افغان ځوانانو د برتانیا په پلازمینه لندن کې د هغه په ملاتړ غونډه وکړه.
دغه غونډه په برتانیا کې میشتو افغان زده کونکو جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي تګلاره د افغانستان دثبات، یو والي اود اقتصادي ودې لپاره یوه اغیزمنه او کارنده ستراتیژی وبلل شوه.
د شاه محمود په نامه یو زده کونکي لومړۍ وینا وکړه او ډاکټر اشرف غني تګلاره یې د افغانانو د ټپونو لپاره مرهم وبلله.
ښاغلي محمود د ډاکټر اشرف غني د تیر کال یوه وینا یاده کړه چې لندن ته یې د سفر پر مهال کړې وه او ویلي یې وو افغانستان چې موږ خپله جوړ نکړو د نورو په لاس نشي جوړیدای.
کیسه لیکوال عبدالوکیل سوله مل شینواري پخپلې وینا کې حامد کرزی دبېثباتۍ وسیله وبلله او وی ویل چې پخپله اوسنی ولسمشر حامد کرزی د کړکیچ یوه اله ده. سوله مل شینواري وویل کاندید کړي مرستیالان جنرال فهیم او کریم خلیلي د ځانګړو افرادونه بلکې د بیلابیلوما فیا یی، جالونواو سیسټمونو په توګه مطرح دي او د ستونزو د زیږولو سبب ګرځیدلی شي.
سوله مل شینواري وویل اوس خلک پوهیدلي دي چې کرزی د افغانستان د پرمختیا لپاره کوم پلان نلري او ددې لپاره خو ورځ په ورځ د ډاکټر اشرف غني ملاتړ په هیواد کې دننه او بهر مخ په ډیریدو دی.
ډاکټر اشرف غني له دوه سیالانو سره مخامخ دی چې یو یې له حکومتي سرچینو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې د راتلونکو ټول ټاکنو ګټلو ته هیله من دی او بل یې ډاکټر عبدالله عبدالله دی چې دراتلونکي افغانستان لپاره يي طر حې کولی شی نوې ستونزې و ز یږوی او هیواد لا د نورو ستونزو سره مخ کړی.
ښاغلي شینواري وویل چې ډاکټر اشرف غني نه یوازې څرګنده تګلاره لري بلکې ژوره اسلامي ، سیاسي او اقتصادي پوهنه لري چې در ې واړه د افغانستان دمشر لپاره اړینې دي. ده اشرف غني یو ښه مشر او ښه مدیر وباله. چې دا وړ صفت دده په اند بل هیڅ کا ندید نه لری او دا د اوسنی افغا نیستان لپاره ډیره اړینه خبره ده
ددرې ژبې شاعر رضا محمدي پخپلې وینا کې د ډاکټر اشرف غني تګلارې لنډ جاج وا خیست او هغه ېې د راتلونکی مدرن افغا نیستان لپاره وستایله او ویویل چې د شاعر په توګه دی نن ورځ د هیواد د روانو حالاتو په وړاندې لاس تر زنې نشي پاتې کیدای. او دی ویا ړی چې د یو داسې کس ملاتړ کوی چې پر نا مه ېې افغا نان ویاړی او له پو هې ېې نه یواځی ا فغانان ګټه اخلی بلکې نړیوال یی هم له ا ثارو ګټه او خوند اخلی
د غونډې کوربه حنا کارګر وه او هغه د ډاکټر اشرف غني احمد زي د شخصیت په اړه وغږیده . دې وویل چې ډاکټر اشرف غني یوازینی مشر دی چې په هیواد او له هیواده بهر د ځوانانو ملاتړلري.
د غونډې بل و ینا وال لیکوال او څیړونکی اکبر کرګر و نوموړی هم پخپل وار ښا غلی اشرف غنی دهیواد د را تلونکی مشرۍ لپاره خورا وړ کس وباله او د اوسنۍ ادارې د فساد بیلګې ېې ېادې کړی او ځوانان يي دې ته وهڅول چې د راتلونکو ټو لټا کنو کې د اشرف غنی په ملا ټړ نورو غو نډو ته دوام ورکړی
دغه غونډه د لندن د ویلیم ګوډنووپه کالج کې جوړه شوې وه . وینا والو پر افغانانو غږ وکړ چې په چاپیریال کې یې د سولې او پرمختګ راوستلو لپاره خپله رایه داسې چاته ورنکړي چې په تیرو اته کلونو کې یې افغانستان او افغانان په وینو ولړل او هیواد یې له ګډوډۍ سره مخامخ کړ.