د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د علي احمد جلالي ملګرو د میرویس یاسیني څخه ملاتړ اعلان کړ

د میرویس ياسيني ټاکنيز کمپاين 21.07.2009 17:55

سه شنبه ۳۰ چنګاښ ۱۳۸۸

دميرويس ياسيني دانتخاباتي کمپاين په مرکزي دفتر کې دولسمشرۍ دنوماند حاجى ميرويس ياسيني په ملاتړ غونډه وشوه.
 
غونډه دقرآن پاک په تلاوت اود دې مرکز دمسوولې شيما خروټې په پرانستونکې وينا پيل شوه. ورپسي دياسينې دويم مرستيال ډاکتر عبدالقيوم سجادي ويناوکړه او دکرزي په فاسده اداره ئي نيوکې وکړې.

 په نوموړي پسې دولسمشرۍ نوماند حاجى ميرويس ياسيني وينا وکړه چى د ګډونوالو په چکچکو بدرگه شوه. نوموړي د برياليتوب په صورت کې په اجتماعي عدالت او کار اهل کار ته په سپارلو او د فقرپر خلاف د مبارزې ژمنه وکړه.
 
 ورپسې دعلى احمد جلالي دکمپاين مسؤلينو ويناوي وکړې او دميرويس ياسيني څخه ئي دملاتړ اعلان وکړ. دنوموړي کمپاين دوومشرانو مولوي عبدالقيوم او جنرال شريف دخپلو نورو لسگونو ملگرو په استازيتوب حاجى ميرويس ياسيني دولسمشرۍ لپاره مناسب شخصيت وبللو.
 
 غونډه دشيما خروټې په دعائيه وينا په دولس نيمو بجو پايي ته ورسيده.
 
د میرویس ياسيني ټاکنيز کمپاين
www.mirwaisyasini.af
Yasini.compaing@gmail.com