د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار، کونړ او لغمان افغان ملتیان ګوندي کنګره غواړي

ډاکتر يار 20.07.2009 13:12

د افغان ملت مشر ډاکټر محمد امین واکمن د روان کال د سرطان په ۲۵ مه نېټه د ننګرهار، لغمان او کونړ له خلکو په تېره بیا د افغان ملت ګوند له غړیو سره د لیدنو کتنو په مقصد جلال آباد ته ولاړ.

ښاغلي واکمن د افغان ملت د بېلابېلو ګوندي حوزو له استازیو سره وکتل. نوموړي په دغو لیدنو کتنو کې د ګوند د روان حالت او د هېواد د وضیعت په باره کې هغوي ته معلومات ورکړل.

د ګوند غړیو او نورو خلکو د ښاغلي واکمن له لوري د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ په ننګه او ملاتړ ورکړی مطبوعاتي کنفرانس تائيد کړ.

ګوندي ملګریو ښاغلي واکمن ته په ګوند کې د سمون راوستلو له پاره د هرډول مرستې ډاډ ورکړ. هغوي غوښتل چې ژر دې شفافه ګوندي کنګره جوړه شي.