د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهارکې ځوانانو دميرويس ياسيني ملاتړوکړ

په ننګرهار کې د ميرويس ياسيني ټاکنيز کمپاين 18.07.2009 21:26

 په انځور کې د ځوانانو نماينده خبرې کوي.

نن دننګرهارولايت څخه د دولس ولسواليو د ځوانانو داتحاديې ټولنې په يوه خوله دولسمشرۍ ته د نوماند کانديد ميرويس ياسيني ملاتړاعلان کړ.

يادشوې غونډه چې دښاغلې ياسيني د کپاين په دفترکې جوړه شوى وه نږدې شپږسوه ځوانانو پکې ګډون کړى وو اوخپل ملاتړيې په داسې وخت کې له ښاغلي ياسيني اعلان کړ چې له دې يوه ورځ وړاندې دحامدکرزي دکمپاين غوڼده جوړه شوي وه چې ډېرى خلک يې دپيسوپه مقابل کې دغې غونډې ته رابللې وه .

 غونډوالو ته په ختيځو ولايتونوکې دميرويس ياسيني دکمپاين مسؤل سيدعبدالغفارپاچا خبرې وکړي اوله ځوانانوسره يې ژمنه وکړه که چيرته ميرويس ياسيني کامياب شي نوپه نظرکې لري چې دځوانانوچارو ځآنګړى وزارت جوړکړى ترڅودځوانانولپاره دتيرې دورې نيمګړتياوي لمنځه ولاړې شي  .

 په پاى کې يوځلې بيا هم ځوانانوپه نمايندګۍ تيمورشاه جمالزي ښاغلي پاچاته ډاډ ورکړ چې ځوانان نور نه غوليږي اوپه يوهوډ په يو اواز خپل ملاتړ درياست جمهوري لپاره دنوماندکانديد ميرويس ياسيني اعلانوي.

 ديادونې وړده تيره ورځ هم د دیارلس بيراغونو لاندې قومي مشرانوهم په ننګرهارکې خپل ملاتړدميرويس ياسيني څخه اعلان کړ.

 عطاالله خوږياڼى په ختيځو ولايتونو کې د ميرويس ياسيني د ټاکنيز کمپاين مطبوعاتي مسؤل

 0794141200