د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ټاكنو وروسته ددوه نويو سياسي جريانونو رامنځ ته كېدل

سلام احمدزى 18.07.2009 18:24

ډاكټر عبدالله او ډاكټر اشرف غني احمدزى د نورو۴۱ كانديدانو په منځ كې دوه داسې كسان ګڼل كېږي چې د افغانستان له پاره تر نورو ځانګړې خو په خپلو كې متضادي طرحې او پروګرامونه لري. كه څه هم ددې دواړو انتخاباتي پروګرامونه اود هيواد له پاره ددوى راتلونكي ستراتژي ګاني لا په عامه توګه لا دخلكو لاسونو ته نه دي رسيدلي خو ددوى له ويناوو او ټاكنيزو پوسترونو څخه پرې پوهيداى شو.
ښاغلى عبدالله د پارلماني سيستم د راوستو له ژمني سره په نظام كې بنيادي تغيير غواړي چې د لمړي وزير له درلودلو سره به په هغه كې واليان ،ښاروالان او ان ولسوالان هم انتخابي وي. د نوموړي په وينا په حكومت كې به يې مجاهدين لويه برخه لري. چې تر ډيره د تاجك ورښانفكرانو او متعصبو پښتون ضد عناصر له خوا يې ملاتړ كېږي. لنډه دا چې نوموړى يوازي او يوازي د تاجكانو كانديد ګڼل كېږي. دهزاره ګانو ازبكانواو پښتنو په منځ كې بيا شه نوم اونفوس نه لري.

بل پلو ډاكټر اشرف غني بيا ستونزه په نظام كې نه ګوري بلكي دموجوده رياستي نظام او قوي مركزيت پلوي دى چې په اصلاح او د صالحو خلكو په ګمارلو سره يې په اغيزمنتوب باوري دى.چې په وينا يې بايد ټول ملي عوايد په يو بانكي حساب كې راټول شي، دنوموړي په ستراتيژي او پلان كې تر ډيره د فقر او بيوزلي له منځه وړلو او دځوان نسل د ظرفيتونو لوړ والي ته ځاى وركول شوى دى. ډاكټر غني بياپه لوستو پښتنو ځوانانو كې ډير پلويان لري خو دغه ځوانان لا تر اوسه نه دى توانيدلى چې په عامو نالوستو عادي وګړو كې دپام وړ نفوس پيدا كړي ان كوچيان چې دده د خپلې قبيلي وګړي دي دده په اړه زيات نه پوهيږي او يايي هم مشران كرزي په پيسو راخپل كړي دي. كه داشرف غني طرفداره ځوانان خپلې هلي ځلي چټكي كړي ښايي د پښتون قوم ډير شمير او دپام وړ رايې تر لاسه كړي. په پښتنو ځوانانو كې اشرف غني د يو پښتون مشر او كانديد په نوم ياديږي او په اړه يې خبري تودې دي.

اوسنى ولسمشر كرزي ښايي دكوم ټاكنيز پروګرام او دافغانستان د راتلونكي پرمختګ له پاره د پلان او ستراتيژي دلرلو اړتيا نه وي ليدلي ځكه دى هر سړى تر نورو ښه پيژني يوازي د ميلمستياوو او عكسونو په لګولو يې چې دمشاركت شعار په كې تر سترګو كېږي بسنه كړي ده. ده ته داتيا فيصده لوړ پوړو دولتي چارواكي سربيره دپارلمان وكيلان او سيمه ييز ملكان كمپاين او پلوي يي كوي.له محقق او دوستم سره تر معاملې وروسته د هزاره ګانو او ازبكانو تقريبا زياته برخه رايي په واك كې لري. كه څه هم د كرزي د كمپاينرانو له خوا داسې هڅه كېږي چې نوموړى يو پښتون مشر دى خو په پښتنو كې يې د تيرو اوو كالو ناخوالو له امله پلويان ډير كم دي.
په ملګرو ملتونو كې دامريكا پخواني سفير زلمي خليلزاد هم د دازادۍ راديو سره په يوه مركه د ټاكنو په قومي كېدو انديښنه وښوده. سره له دې چې دټاكنو د قومي كېدو خبره كېږي خو د تيرو ټاكنو په پرتله يې په عوامو كې شور او هيجان نه دى پيدا كړى. لامل يې له دغو ټاكنو سره د خلكو بي علاقه ګي ده. د جنرال دوستم راستنول او له هزارګانو سره دجاغوريو د ولسوالۍ په ولايت بدلولو ژمنې د پښتنو مخ له كرزي نه داشرف خواته اړولى دى.
موږ كولاى شو د پښتنو رايو په دري كټه ګوريو وويشو.
لومړى د پشتنو معامله ګر ان ،چارواكي ،سوداګر او نور دلوړې طبقې وګړي د خپل كاروبار او اوسني حالت د ساتلو او دبيا احيا له پاره د كرزي پلوي كوي .
دويم دپښتنو ډيرى لوستي ځوانان او محرومه طبقه بيا د اشرف غني پلوي كوي .
دريم ددغه قوم ډيرشمير له ټاكنو سره علاقه نه لري او يا د طالبانو سره دخواخوږي له امله د دغه بهير نه دباندي پاتي كيږي.
دا چې حامد كرزى په واك كې دى او بيا واك ته رسيده غواړي مخالفان يې په تيرو پنځو كلونو كې د ټولو نادودو پړه په ده اچوي له دې امله ډاكټر عبدالله او اشرف غني ظاهرا خپل اصلي رقيب كرزي ګڼي دغه دواړه كانديدان چې يو ېې د پښتنو روښانفكرانو او بل يې د تاجكانو ملاتړ له ځان سره لري كه په دقت سره ددوى د پروګرامونو ترمنځ توپيرونو او قومي تړاوونو ته وكتل شي په اصل كې دا دواړه يو د بل سخت رقيبان جوړيداى شي . كه كرزى كانديد نه وايي ميدان اشرف غني او عبدالله ته پاتي وو له دې سره په ټاكنو كې شور او هيجان رامنځ ته كېده او خلكو په پراخ ګډون سره په كې برخه اخيسته د كرزي په وجه ددغه دوو كانديدانو ترمنځ ايډيالوژيك اختلاف له دغو دواړو كانديدانو او له پلويانو څخه يې هير شوى دى.په دې توګه ويلاى شو هغه اوازي چې ګواكي عبدالله او اشرف غني به سره يو كيږي ددوى ترمنځ يادو شويو توپيرونو ته په كتو له امكان نه لري ښكاري.
كه چيري كرزى بريالى هم شي دعبدالله او اشرف غني نظريات او ايديالوژيك باورونه به په ټولنه كې پاتي او نهادينه شي. په دغو نظرياتو او باورونو تر ټاكنو وروسته هم خلك راټوليداى شي او ددوه متضادو اصولي سياسي جريانونو په څير به په ټولنه كې خپل حضور وساتي له دې سره ښايي هغه تشه ډكه شي چې ويل كېدل په تيرو اوو كلونو كې هيڅ كوم لوى سياسي جريان پيدا نه شو.