د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسولې او تفاهم اسلامي جبهې په هېواد کې دراتلونکيو ټولټاکنو سره پرېکون اعلان کړ

17.07.2009 01:30

بسم الله الرحمن الرحيم

 

پرېكړه ليك

نېټه: ٢٥، چنګاښ، ١٣٨٨

 

د ۱۳۸۸ لمريز كال دولسمشرۍ ټولټاكنې دافغانستان دوګړيو لپاره ستونزې راولاړه وي

 دملي دولتونو له جوړښت څخه وروسته دانساني تاريخ تجربې دبېلابېلو نظامونو ښكارندويي كوي. دبشري ټولنې بهير له ديكتاتوري او ظالمانه نظامونو څخه نيولې، ترهغه نظامونو پورې، چې دخلكو پر رايو ولاړ وي، يوه تجربه ده، چې تل دانساني ټولنې سرګرميانې له ځانه سره لري.

انساني ټولنه، چې بدلون منونكې طبيعت لري، مخكې له دې، چې ددې بدلون مثبتې او منفي پايلې دعقل او منطق په تله كې يې سپك او درانده معلوم كړي، دټولنيز سيستم په بدلولو او يا لږ تر لږه دهغه نظام، چې دى په كې ژوند كوي، دڅېرو دبدلون غوښتونكې ده. دهېواد په راتلونكيو ټولټاكنو كې افغاني ټولنه هم په همدغسې يوه ستونزه كې راګېره ده.

دټولټاكنو دغير قانوني ځنډونې غوغاوې او دهغو دپايلو دنه روښانتيا سره سره، دولسمشريزو ټولټاكنو كانديدانو، علماوو، حقوق پوهانو، ليكوالانو، چارواكيو، متنفذينو، نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هېڅ يوه تراوسه پورې دا جرئت نه دى كړى، چې ددې هېواد وګړيو ته ژمنه وركړي، چې دغه ټولټاكنې به دهېواد اوسني بحران ته دپاى ټكې كېږدي. دجګړې پاى، دامنيت تامين، دبهرنيو ځواكونو شتون، فقر او بدبختي، اداري فساد، داقتصادي مافياوو له خوا دعمومي سرمايو چور او... ستونزو حل به دخپلو عملي برنامو له لارې ترسره كړي!

تراوسه هم لا ناوخته نه ده، كه داسې يو باور شتون ولري او يا يو اړخ ملت ته يوه داسې ژمنه وركولاى شي، نو راوړاندې دې شي، ترڅو يې ملت بلنې ته لبيك ووايي.

خو داچې تعهد او ژمنه شتون نه لري، دسولې او تفاهم اسلامي جبهه دلاندې دليلونو له امله، دافغانستان له مسلمان ملت څخه غواړي، ترڅو په راتلونكيو ټولټاكنو كې دهغو شرايطو، چې زموږ ټولنه ورسره مخامخ ده، دشرعي موازينو او دعقل او منطق دمقتضياتو په نظر كې نيولو سره، له غور وروسته پرېكړه وكړي، ترڅو خداى مكړه دنېك نيت په نظر كې نيولو سره، دداسې يوه عمل مرتكب نه شي، چې په راتلونكيو پنځو كلونو كې، هر څاڅكى وينه، چې دراتلونكي دولت له خوا توييږي او يا هر غير شرعي او غير اسلامي عمل، چې دراتلونكي دولت او بهرنيو ځواكونو له خوا سرته رسېږي، شريك نه شي او دعمل نامې دتوروالي لامل يې ونه ګرځي.

   دسولې او تفاهم اسلامي جبهه، دټولو افغاني اړخونو، چې دهېواد په روان بحران كې نقش لري، دسولې او تفاهم غوښتونكې ده. دا جبهه ټولټاكنې په اصل كې مني، خو دهېواد په اوسنيو شرايطو كې، دلاندې دليلونو له امله په راتلونكيو ټولټاكنو كې ګډون دهېواد په ګټه نه ويني:

په دې ټولټاكنو كې زياتره افغانان دبېلابېلو دليلونو له امله ګډون نه كوي او يا يې نه شي كولاى. نو پردې بنسټ، هرڅوك چې واك ته رسېږي، دملت له اكثريت څخه استازيتوب نه شي كولاى.
واك ته درسېدو لپاره له داسې لارو چارو څخه كار اخيستل كېږي، چې دقومونو، مليتونو او دټولنې دقشرونو ترمنځ دلا ډېرو اختلافاتو دپيداكېدو لامل ګرځي.
معلومه نه ده، چې دټولټاكنو دكمپاينونو لګښتونه څوك وركوي، افغاني ټولنه په دې عقيده ده، چې دا لګښتونه دبهرنيانو له خوا وركول كېږي. طبيعي ده، هرڅوك چې ددغسې سرمايه ګذاريو له لارې واك ته رسېږي، زياتره يې دملت په پرتله دهغوى ګټې په نظر كې نيسي، چې دا لګښتونه يې وركړي دي او له بله اړخه دبشريت دلارښود دهغې لارښوونې پربنسټ، څوك چې يو كار په خپله غواړي، نو دا روا نه ده. ( انا لا نولي امرنا هذا من طلبه) يانې: موږ خپل كار هغه چاته نه سپارو، چې په خپله يې غواړي: صحيح بخاري 2261 ، 6932. او يا ددې حديث پربنسټ چې وايي: (يا عبدالرحمن لا تسال الامارة فانك ان اعطيتها من غير مسالة اعنت عليها وان اعطيتها عن مسالة، وكلت اليها) يعنې: اې عبدالرحمانه! امارت مه غواړه، كه تاته له غوښتنې پرته دركړل شي، نو له تاسره به مرسته وشي او كه ستا په غوښتنه دركړل شي، نو ته امارت ته سپارل كېږې. بخاري او مسلم
دولسمشريزو ټولټاكنو دكانديدانو له كړنو معلوميږي، چې هغوى دبهرنيو، په ځانګړي ډول دامريكا ترلاس لاندې دي، هغه آزادي، چې ديوه هېواد او ملت مشر يې، چې بايد  ولري، نه يې لري.  نو دټولټاكنو پايله، چې هرڅه وي، غلامي ته دسرټيټولو معنا لري، چې دا هېڅ افغان ته دمنلو وړ نه ده.
ددې ټولټاكنو په پايله كې دجګړې او امنيت ستونزه نه حل كېږي، بلكې ستونزې به لا ډېرې شي، چې دا بيا دهېواد  دلاډېر وراني او ويجاړتيا لامل ګرځي.
په معتنا به او دپام وړ سيمو كې امنيت شتون نه لري، كورني او بهرني ځواكونه همدا اوس په دې سيمو كې دامنيت په تامينولو لګيا دي، چې په پايله كې يې همدې ځواكونو او همدارنګه مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا معلومه نه ده، چې له ټولټاكنو وروسته به دهغو كسانو امنيت، چې رايه وركوي، څنګه ونيول شي.
ښكاره خبره ده، چې دغه ټولټاكنې به دټولو نيمګړتياوو او بدو پايلو له درلودلو سره سره دبهرني فشار له امله ترسره شي. دسولې او تفاهم اسلامي جبهه له دې ستونزو څخه دوتلو لپاره مخكې دكورنيو اغېزمنو اړخونو او په كابل كې دملګرو ملتونو له نمايندګي سره غږېدلي او دا دى دا موضوع مو بيا هم ياده كړله.

نو دپورته دليلونو له مخې، له ټولو هېوادوالو غوښتنه كېږي، چې دخپل راتلونكي دټاكلو لپاره، وروسته له ډېر غور او ژور فكر څخه دديني اعتقاداتو په نظر كې نيولو سره په ټولټاكنو كې دګډون په اړه پرېكړه وكړي.

ومن الله التوفيق