د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمال خلکو د ډاکټر اشرف غني احمدزی څحه خپل ملاتړ اعلان کړ

12.07.2009 15:51

 ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون د هیواد شمالی ولایاتو ته خپل سفر پیل کړ. هغه په پروان، بغلان، سمنګان او بلخ ولایتونو او په چاریکار، پلخمري او خنجان ولسوالیوکې له خلکو سره ولیدل اوپه مختلفو غونډو کې یې ګډون وکړ. په زرګونو افغانانو د هیواد په شمال کې په شور او خوشحالیو سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. او هغه یې د خپلو رنځونو ملهم ونوماوه.

په غونډو کې ډاکټراشرف غني احمدزي د راتلونکي لپاره خپل کاري پلانونه او سیاسي تګلاره بیان کړه . او د خلکو لپاره د یو میلیون کارونو د را منځ ته کولو او یومیلیون کورونو د وېشلو په هکله توضیحات ورکړل او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوو.

مونږ باور لرو چې خلک به د ۱۳۸۸ لمریز کال په ټولټاکنو کې برخه واخلي. او د خپل ښه راتلونکي لپاره عادل نظام وټاکي.