د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان ملت ګوند یوه هئیات د ډاکټر اشرف غني سره وکتل

ډاکټر یار 08.07.2009 10:15

ووړمه ورځ د افغان ملت ګوند یوه هئیات د ګوند د موسس غړي او افتخاري رئیس ډاکټر محمد امین واکمن په مشرۍ د ولسمشرۍ له پیاوړي کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.

 په دې کتنه کې د هېواد، سیمې او نړۍ پر حالاتو خبرې اترې وشوې. د خبرو په ترڅ کې ښاغلي واکمن ډاکټر اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې د افغان ملت ګوند غړي په سلو کې تر ۹۰ زیات د هغه د کاندیدېدا ننګه کوي او په ټول هېواد کې هر چېرته چې یې د نفوذ ساحه ده، د ښاغلي غني له پاره په کار بوخت دي. ښاغلي غني له ښاغلي واکمن او ورسره هئیات نه مننه وکړه. هغه وویل چې ده د یوه با ثباته، باوقاره او پر ځان متکي افغانستان د جوړېدا له پاره د هېواد مشرتابه ته ځان کاندید کړی، تردې پورته بله هيله  نه لري.

ښاغلي غني خپله هغه ژمنه بیا تکرار کړه چې دی به د هېواد پر منافعو سر له هیچا سره هېڅ  ډول معامله نه کوي.