د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا خاماخا ولولئ

دسيد وحيد کونړي رپوټ : 04.07.2009 21:51

دتيرو ولسمشريزو،پارلماني او ولايتي شوراګانو دنوماندو د انتخاباتي کمپاين دتبليغاتي پاڼو او لويو لويو بينرونو او پوسټرو پشان دا ځل هم د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د نوماندو تبليغاتي پاڼې، بينرونه، پوسټرونه او نور تبليغاتي توکي په پيښور او لاهور کې چاپيږي چې ورسره د پېښور کيسه خوانۍ بازار ته څيرمه د محله جنګي کوڅه چېرته چې دسلګونو په شمېر کې لويې او وړې چاپ خونې موجوديت لري رنګينه شوې او داسې ښکاري لکه دغه ټاکنې چې په افغانستان کې نه بلکې په پېښور کې ترسره کېږي.

د محله جنګي په هره چاپ خونه کې د په لسګونو تنو نوماندو رنګه او په ډېر قيمتي کاغذ چاپ شوي پوسټرونه تر سترګو کېږي،چې ډېر‌ى يې په ګران بيه سريښناک آرټ پېپر کاغذ چاپ شوي دي.

د رفعت چاپ خونې مسوول امجد حسين په وينا په محله جنګي کې هره ورځ لږ ترلږه د يومليون کلدارو په ارزښت پوسټرونه چاپېږي،د هغه په وينا له بدخشانه نيولې تر  خوست او ننګرهار پورې د ټولو ولايتونو د ولايتي شوراګانو دکانديدانو او هم د ولسمشريزو ټاکنو دنوماندانو تبليغاتي پاڼې او پوسټرونه په پېښور او لاهور کې چاپېږي.

امجد حسين چې د لاهور په اردو بازار کې هم لويه چاپ خونه لري وايي چې د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو پوسټرونه او نور توکي ډيرى په لاهور کې چاپېږي،ځکه چې دوى هر پوسټر د لسګونو او ان سلګونو زرو په شمېر کې چاپېږي.

   خو داچې تر دې مهاله کوم نوماند په دې ځغل کې تر ټولو مخکې دى،امجد حسين زياتوي چې ولسمشر کرزى تر نورو هغو ډېر وړاندې روان دى.

نوموړى وايي ( کره شمېر خو يې راته نه دى څرګند خو دومره ويلى شم چې نوموړي به تراوسه د پېنځو مليونو په شاوخوا کې بېنرونه،پوسټرونه،جنتريانې،تبليغاتي کارتونه او نور توکي چاپ کړي وي،چې هر يو يې په داسې ګران بيه کاغذ چاپ شوي چې تراوسه مې د يوه پاکستاني نوماند پوسټر په دومره لوړه کچه کاغذ کې نه دي ليدلى.)

نوموړي زياتوي ( که تاسې په A 4 کچه رنګه آرټ پېپر کاغذ د ١٠٠ مخو کتاب د ١٠٠٠ ټوکو په شمار چاپ کړئ نو يواځې دچاپ لګښت يې ١٧٠٠٠٠ کلدارې کېږي، د کرزي په ګډون ډېري نوماندان خپل پوسټرونه په رنګه سريښناک آرټ پېپر چاپوي. که څه هم هغوى دلسګونو زرو په شمېر پوسټرې چاپوي خو که له A4 کتاب سره يې پرتله کړو په ١٠٠٠ پوسټرو شاوخوا ٦٨٠٠٠٠ کلدارې لګښت راځي،ځکه چې هر پوسټر د څلورو A4 پاڼو نه هم غټ وي.)

د کونړ ولايت اوسېدونکى ١٦کلن سردارولي چې دپېښور په يوه چاپ خونه کې کارکوي وايي ( د افغانستان پشان غريب،جنګ ځپلي او وروسته پاتې ټولنه کې دا ډول بيزايه لګښتونه ډېره د افسوس خبره ده،موږ يوې مړۍ ډوډۍ ته حيران يو خو ولسمشر مو په لکونو ډالر په خوشې تشې کاغذونو مصرفوي،چې د باران په څو څاڅکو سره وشڼېږي)

نوموړى وايي حامد کرزي خپله ټوله شتمني ١٠٠٠٠ امريکايي ډالره ښودلې خو اوس موز وينو چې جناب کرزى هره ورځ دلسګونو زرو ډالرو په ارزښګ تبليغاتي پاڼې چاپوي.

سردارولي له ټولو نوماندانو غوښتنه کوي چې له دې ډول بېزايه لښتونو دې تېرشي او دغه پيسې دې دده پشان د بېوزلو زده کوونکيو دزده کړې لپاره په کار واچوي.

داپه داسې حال کې ده چې ا مهال په هيواد کې دننه په لسګونو چاپ خونې چې په عصري او مدرنې ټکنالوجۍ سمبال دي فعاليت کوي.

بلخوا د ولسمشر کرزي د انتخاباتي کمپاين د دفتر مسوول حاجي دين محمد پخوا ويلي ول چې دوى به خپل ټول پوسټرونه او نور توکي په هيواد کې دننه چاپوي،خو نه يواځې دا چې نوموړي دکرزي ټول پوسټرونه او نور توکي په پېښور او لاهور کې چاپ کړل د ننګرهار ولايتي شورا ته نوماند دخپل وراره حاجي جمال او دخپل ورور بريالي ارسلايي چې د ولسمشريزو ټاکنو نوماند و خو د يولړ پټو مصلحتونو پراساس دکرزي په پلوي له خپلې کانديداتورۍ لاس په سرشو تبليغاتي پاڼې په لاهور اوپېښور کې چاپ کړي.

د کارپوهانو په ويناکه دغه چارې ټولې په هيواد کې دننه ترسره شوې واى نو کورنيو چاپ خونو به په مليونونو ډالر عايد ترلاسه کړي ول.