د ټول افغان د بلاګرانو هيله !

د ټول افغان بلاګران 03.07.2009 13:36

تر هغه ځايه چې د ټول افغان مينوال او لوستونکي خبر دي په دې وروستيو وختونو کې د ټول افغان پورې اړوندو ويبلاګونو ادرس بدلون ميندلی دی . دا چې په لسګونو ويب پاڼو کې ددې بلاګونو د ادرس لينکونه پخواني دي نو اوس يې د خلاصولو په وخت کې مينوال د ستونزې سره مخ کيږي . د ټولو ويبپاڼو او بلاګرانو نه هيله کوو چې په لينکونو کې د ټول افغان د بلوګونو ادرس نوی کړي . دقيق ادرس يې د ټول افغان په لومړی مخ کې کتلی شی. مننه  

ملنګ جان 05.07.2009 06:21

اصلا د تخنيکي پلوه په ډيجيټل نړۍ (کمپيوټر+انټرنټ) کښي د يو سيسټم څخه بل سيسټم ته د ډاټااړول دومره کش-مکش نه غواړي لکه د افغانستان نظامي سيسټم چي د اوښتون پر مهال يې بايدسيندونه-سيندونه وينه وبهيول سي !

بلاګونه چي کله يې اړوند سالارګر وغواړي نو کولائ سي چي د سايټ تړلو (لکه اوربل) يا د نورو تخنيکي مشکلاتو پر مهال (لکه د ټول افغان) هر بلاګ والا ته اړونده ډاټآ د يو zip backup فايل له لاري ورکړي چي يو څو MB وزن پيداکوي چي هغه کس يې بيا بل ځای هم پر ليکه کولائ سي ، چي دا کار ممکن هم دئ او فقط يو ۵ دقيقې وخت نيسي خو که د بلاګونو سالارګر د ښه نيت له مخي دا کار د بلاګ چلوونکو د خولو تويولو (هر بلاګ چلوونکی د پيسو په مقابل کښي انټرنټ کيفي ته ځي او هلته خپلي ليکني او راټول سوي معلومات پداسي حال کښي پر ليکه کوي چي هره دقيقه د پيسو په مقابل کښي ورپسي چارج کيږي... ) په مقابل کښي وکړي !

د اوربل د بلاګونو سالارګر کولائ وائ چي د بلاګونو ډاټا چي په هر صورت ممکن ول؛ و يو بل پښتو سايټ ته حواله کړې وائ؛ خو دا کار و نه سو، مانا دا چي په پښتو ويبپاڼو کښي هيڅ راز همکاري شتون نه لري (؟) .
خو د اوربل چلوونکو ته يادونه کوم چي که تاسي اوس هم دې ته چمتو ياست چي دا کار وکړئ نو سايټونه ډېر دي چي ستاسي سره همکاري وکړي؛ فقط لکه ستاسي مخکنی اخطار؛ همداسي يوه خبرتيا خپره کړئ او وپوښتس چي داوطلبان دي تاسي ته حال در کړي !!!


پاته سو ټول افغان !

ټول افغان والا ته هم اسانه کار دئ چي هر څه بيرته پر پخواني حالت عيار کړي، خو موږ بايد هېر نه کړو چي ټول افغان لا تر اوسه د اوربل په څېر اخطار نه دئ ورکړئ چي :

بلاګ چلونکي دي د خپلو ليکنو غمه وخوري، موږ سایټ تړو؛ لکه اوربل والو چي دا اخطار خپور کړ خو د بلاګ چلونکي له لوري دا کار په هيڅ صورت ممکن نه دئ چي خپلي په زرو ليکني دي د اړوند سایټ د تړلو پر مهال خپله کاپي کړي !!!

د پښتو سايټونو د ورورولۍ او همکارۍ او د بلاګ چلوونکو سره د هروخت لاس نيوني په هيله !!!

ګل محمد 04.07.2009 19:08

بس ښه يې ويلي چې پردی کټ‌ تر نيمو شپو دی
موږ غلطي کوو چې په افغاني سايټونو کې بلاګ جوړوو
که يې نن په طبيعت برابره وي، بلاګ به هم وي او که نه وي‌نو الله دې مل شه، ټوله ډټا به دې له منځه تللې وي
دا دی له اوربل وروسته د ټول افغان ناځواني

<#%= link_to t("ta.buttons.all_comments"), comment_path(:id => @post.id), :class => "button"%>

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

16.03.2010 12:36 پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې

د سپين سحر خبرې

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.