په شعارونو زړه مه تړئ !

محمد نعمان دوست 02.07.2009 12:50

د ولسمشرۍ د يوې څوکۍ ٤١تږو، منډې ر امنډې جوړې کړي دي ، هر ه ور ځ يې خلک راټول کړي وي او په سترګو کې خاورې ورشيندي .

دوى دولس په نبض پوه شوي دي ، ولس پاک او سوتره نظام غواړي ، د بهرنيو پوځونو له شتون څخه پاک وطن غواړي او ...
کانديدانو هم ، د همدغو شيانو په اړه خبرې مشق او تمرين کړي دي .

مطر ح کانديدان چې هره ورځ په دغه خوار او د فقر کرښې نه لاندې ولس لر ونکي هېواد کې ، د خپلو کمپاينونو لپاره زرګونه ډالر لګو ي همدا وايي : اداري فساد نه پاک حکومت به جوړوم .
دغه شعار د ساده هېوادوالو له خوا د لاسونو په پړکولو بدرګه کېږي .
کانديدان شعار ورکوي : بهرنيان به قانونمند کوم او د وتلو لپاره به يې مهال ويش ټاکم .
ساده ولس بيا لاسونه وپړکوي او کانديد لکه د جګړې اتل پر برېتونو لاس را تېر کړي .

موږ همېشه په شعارونو بايلولې ، په شعارونو مو يقين کړى او بيا هغه وخت پوه شوي يوو چې اوبه له ورخه تېرې شوي وي.
د کور ، کالي ، ډوډۍ شعار ته په زرګونو لاسونه وپړکېدل ، خو پايله يې څه شوه ؟

اسلامي دولت او عمري نظام ډېر په شعارونو کې تاو راتاو شو خو ايا په رښتيا هم چا دغه شان دولت او نظام وليد ؟؟
د ولس له ساده توبه هميشه شخصي او سياسي ګټې پورته شوي او پورته کېږ ي.

يو وخت افغاني سرې مياشتې ټولنې ته يو مشر وټاکل شو ، د مشر سمه املا او انشاء هم زده نه وه .
د پېژندنې په غونډه کې ټول مامورين را ټول شول ، مشر وويل : زه به کار اهل کار ته سپارم .
څنګ ته ناست مامور راته وويل : اوس به اداره جوړه شي ، زما د زړه خبره يې وکړه .
ما ورته ويل ، ډېر ساده يې .
هغه غو صه شو او په غو صه يې وويل : ته په هرچا بد ګمانه يې دا د يوه ښه مسلمان صفت نه دى .
ما ويل ګرانه : ښه مسلمان بايد دومره ساده هم نه وي ، که دى ر ښتيا هم کار اهل کار ته سپاري نو اول خودې خپله استعفى ورکړي ، ځکه ددې لويې ټولنې مشر بايد بې سواده نه وي او دا يې اهل نه دى .
په دې خبره هغه غلى شو او غوصه يې سړه شوه .

اوس چې کانديدان د اداري فساد پر ضد شعارونه ورکوي او د عدالت نارې و هي ،
نو پوښتنه داده چې ايا دا عدالت دى چې يو مسکين دې له ولږې خپل ماشومان پلوري ، خپل ناروغ ته د درملو اخستلو وس نه لري ، او دده د يوې ورځې د کمپاين لګښت دې څو زره ډالر ه وي ؟
که کانديد د اداري فساد پر ضد وي ، نو دې جنابانو دومره پيسې له کومه کړې ؟ ايا دومره درانه لګښتونه له دولتي معاشه او يا له پلرني جايداده پوره کېداى شي ؟؟
او ايا ؟؟؟
بل خبره لکه وړاندې چې وشوه ، د بهر نيو ځواکونو د وتلو ، قانونمند کېدو او يا هغوى ته د وتلو د مهال ويش ټاکلو ده .
راتلونکيو ټاکنو ته ٢٢٣ ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي ، خو دا ډالر د افغانستان د دولت او يا د کانديدانو نه دي ، بهرني ملکونه يې ورکوي .
دغه راز د انتخاباتو د امنيت لپاره په درېيم کمر بند کې به بهرني ځواکونه پر اته وي او او ددې مامو ريت لپاره ٨٠٠٠ سرتېري ګومارل شوي دي .

اوس څه فکر کوئ ، چې د يو چا په زور او زرو څوک رييس جمهور شي نو هغه به د خپلو تمويلونکيو پروړاندې د غبرګون ښودلو ځواک ولري ؟ او که وه يې لري ځاى به ونيسي ؟؟
وګورئ !
تېرې ټاکنې لومړنۍ وې ، خلک ورته ليواله وو ، همدا دليل و چې لوړ شمېر کسانو په کې ونډه واخسته .
خو ددغې لوړې شمېر ې په زور راغلي ولسمشر خبره کوم بهرني ملک واورېدله ؟
ولسمشر حامد کرزي څو ځلې د بهرنيانو په لاس د ملکي وګړو له وژنې وروسته ګواښ وکړ چې نور ورته د ا کار د زغم وړ نه دى ، خو بيا هم تکرار شواو لا تکراريږي .
د حامدکرزي چې دا حال دى ، نو د راتلونکي ولسمشر به څه حال وي ؟

شايد کانديدان هم په دې پوه وي ، ځکه ډېرى يې لوړې زدکړې لري ، خو د قدرت تندې دومره ليوني کړي چې په سترګو يې هيڅ نه ښکاري .

دغه جنابان په پټو سترګو پرته له دې چې د هېواد او سيمې حالات او د زبرځواکونو اوږده پلانونه په پام کې ونيسي ، د خلکو په سترګو کې خاوري شيندي او ساده ولس هم ورته سترګې پرانستې نيولي دي او هر شعار يې له تڼاکو ډکو لاسونو په پړکولو بدرګه کوي .
زه په انتخاباتو کې د ګډون خلاف نه يم ، رايه ورکول يو حق او ترڅنګ يې مسووليت دى خو ولس ته دا وايم چې په پټو سترګو هرڅه ونه مني او د چا په شعارونو زړه ونه تړي .
ښاغلو کانديدانو نه هم د يوه افغان په حيث غوښتنه کوم چې دهغه څه شعار ورکړي چې عملي کول يې په واک کې و ي .
ځکه بېځايه شعارونه په ولس کې د باور حس کمزورى کوي او کله چې دغه حس کمزورى شي نو ولس خپله د تباهي په لور ګامونه اخلي .

محمد نعمان دوست ، کابل ، د چنګاښ ١١مه


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


15.03.2010 15:55 د درويش ياد

د مقاومت شاعر

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه * یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

16.03.2010 12:36 پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې

د سپين سحر خبرې

16.03.2010 09:46 غزل // فريد خوست

ځمه ويده کيږم دچينار لاندې //ګوندې جانان راشي د غرمې په خوب

16.03.2010 09:02 په ايميل کې H I V/ اجمل آټک یوسفزی

16.03.2010 08:05 خبرتيا

16.03.2010 05:22 دافغان مهاجرینوسره دپاکستاني فوځیانو چلند/ویډیو

د طالب او مجاهد تر نامه لاندې پښتانه د علمي ،فرهنګي او فزیکي جینوسایډونو په درشل کې

16.03.2010 04:28 ستــــــــــرګې په ټپو کښی

سترګی می تا ته تورولې * چی ته رانغلې په سالو یئ پاکه ومه

15.03.2010 21:07 محمدامين مجبور تڼئ

یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې * مجبوره ده يار نښانه پريښوده

15.03.2010 20:05 څلوریځه: شیرین اغا جهانګیر

وعده وکړه چې ته به مې هم ساتې په زړګي کې ـــ لــــــــرمــــه درته ډېـــرې نـنـواتې په زړګي کې

15.03.2010 20:02 غوسه: شیرین اغا جهانګیر

ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې: - پلار جانه! زه درسره مینه کوم!

15.03.2010 19:58 د کشیش د طوطیانو دعا: شیرین اغا جهانګیر

نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.