الفت او كاوون مجلې چاپ شوې!
01.07.2009 18:36د دانش خپرندويې ټولنې خپرونه، ( الفت ) مجله، ۳۸ ګڼه چاپ شوه !
ورسره كاوون مجله هم په لوړ تيراژ كې له چاپه راوتې ده، مينه وال كولاى شي چې په كابل او پېښور كې يې له كتاب پلورنځيو ترلاسه كړي .
د الفت په دې ګڼه كې د ادبي ټولنيزو او ديني مطالبو تر څنګ د ۱۳۸۸ كال د انتخاباتو كمپاينيز اعلانونه هم چاپ شوي دي.
د ټاكنيزو هلوځلولپاره كه څوك غواړي چې خپل اعلانونه په الفت او كاوون مجله كې چاپ كړي په وړ بيه كولاى شي په پېښور او كابل كې د الفت له مجلې سره اړيكې ټينګې كړي .
پتې:
پېښور:
دانش كتابتون، قصه خوانۍ، پېښور +۹۲-۹۱۲۵۶۴۵۱۳
كابل:
دانش كتابتون، پخته فروشي كوڅه، ميوند واټ، كابل +۹۳-۰۷۹۹۳۱۵۸۸۷











شيبه په شيبه د هيواد له ګوټ ګوټ څخه تازه ، دقيق او پر وخت خبرونه ، کره سياسي بحثونه ، په زړه پورې پښتو موسيقي ، تفريحي او هنرې آزانګې له خپلې راډيو ،سپوږمۍ څخه په ١٠٢،٢ ايف ام څپو واورئ . spogmairadio@gmail.com ٠٢٠٢٥٠٢١٠٠