د کندهار ښاروال دا ځل د محمديار د هډوکو پر ځاى د اشرف غني لوحې متوي .
30.06.2009 13:14
د کندهار ښاروال امر کړى دى چې په کندهار کې دي د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکې چوکۍ ته د کانديد اشرف غني احمدزي ټولې کمپايني لوحې ونړول شي .
د کندهار ښاروال ادعا کوي چې په کندهار کې د اشرف غني کمپايني لوحې او عکسونه غير موصون او بې ځايه لګول شوې دي .
ډاکټر غني په دې اړه وويل چې :
زما عکسونه د کندهار ښار وال په داسې حال کې بې ځايه لګول شوي بولي چې زما د ډېرو عکسو تر څنګ د ښاغلي کرزي عکسونه هم لګول شوي دي .

ډاکټر غني وويل :
ډېر ژر به د کندهار د ښاروال پر ضد خپل شکايت درج کړم .
تر دې وړاندې په کندهار کې د انارګل د مشاعرې د ترسره کېدو پر مهال د کندهار د ښاروال په خوښه په دې ګناه چې محمديار د ډاکټر اشرف غني احمدزي ژوندليکونه د غونډې په ګډونوالو وېشل د څو نورو ملګرو په ګډون سخت ووهل شو.











شيبه په شيبه د هيواد له ګوټ ګوټ څخه تازه ، دقيق او پر وخت خبرونه ، کره سياسي بحثونه ، په زړه پورې پښتو موسيقي ، تفريحي او هنرې آزانګې له خپلې راډيو ،سپوږمۍ څخه په ١٠٢،٢ ايف ام څپو واورئ . spogmairadio@gmail.com ٠٢٠٢٥٠٢١٠٠
ټول پدي شه پوهيږو چي ددي هيواد وګړي نه يوازي داچي بهرنيو لخوا ووهل او وټكول سو بلكي دځانځانۍ تر بلا هم ځار شول زه يوازي ددي تبصري له لاري دومره ويل غدواړم كه ولسمشرۍ ته نوماندان هرڅه كوي حق ئي ځكه دى چي لوبه دهمدوى لپاره ګرمه ده خو دخداي په پار هغه تنګي او معيوب زلميي په كونداغونو مه وهۍ چي خير يي يوازي نه داچي خپل ځان ته رسي بلكي هغوۍ دهماغه احمد خان بچي دي او دهغوۍ په لار يي پريږدۍ چي ولاړ سي چاچي په محمديار دكونداغ ګوزار كړۍ دمرمۍ دګوزار لاندي دي الله راولي او دمحمديار دپاره يوازي دروغ بدن او لوى صبر په هيله
یوه پوښنته چې له خلکو سره شته او د ځواب لپاره یې یوازې چوپتیا غوره کړې ده او انتظار وباسی:
ډېری وګړي داسې سوچ کوي چې ښاغلی کرزی ته نه ښایی چې د هېواد ددې نیمزالې دیموکراسی او نیمژواند امنیت په بیه خپل قدرت په زور او سازش سره په خلکو تحمیل کړي. ده خپله اعظمي پوهه او د خپل غوره ټیم سره یو ځای یې خپل ټول توان په دې تېرو کلونو کې د یوه ښه دولت د جوړېدو او د خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره په کار واچول او د افغانستان خلک پوهېږي جې دی څومره بریالی وو. آیا په دې انتخاباتو کې دده دوهم ځل بریالی کوونه د افغانستان خلکو او نړیوالو ته د پنځو نورو کلونو لپاره ددې تېرې دورې د ناخوالو، نا ارامیو، د ناکامه دولت څخه د خلکو د نارضایت او د منابعو ، وخت او فرصتونو د ضیاع په بیه ارزی؟ د ا ډېر دروند بار دی چې د افغانستان خلک ددې توان نه لري چې دا ډېر دروند بار د ښاغلې کرزي د یوې بلې دورې سلطنت په خاطر د پنځو کلونو په اوږده موده کې په خپلو اوږو یوسې . آوس د افغانستان د خلکو په وړاندې سوال دادی چې آیا نړیواله ټولنه چې د تېرو کلونو ثمره یې خپله ښه څکلې ده ددې بار د وړلو جوګه دی ؟
پروا نه کوي، اشرف غني صيب لکه لمر په شان روښانه دی. دا اوسني واکمن غله به هره ممکنه قوه د دوی شخصيت پر وړاندې په کار واچوي، خو ملت چا سره دی؟ په وطن څوک دردېږي؟ وطن ته څوک پلان او پروګرام لري؟ په راتلونکي نظام کې به اوسني غله او ټوپکوال څوک د حق تابع کوي؟ دا او دې سره ورته نورې افتخارونه يوازې او يوازې د ډاکټر صيب دي او بس.
دکند هار ښاروال به ولې دا سې نه کوي ، نو مو ړى چې دکر زي صېب احسا نو نه په دې ډو ل پو ره نه کړي نو په څه به يې پوره کوي
نو موړى خو همدېته په غره دى چې وايي ،کند هار مې دنيکه او بابا کور دى ، خو که دا دې کر زي صېب کارو نه وو او را تلو نکى نظام يې په ليلام سره جوړه ولو نو خير شه ـار وال صېب له دې کند هار نه به تا هم را وبا سي
په ادب
grano ledoonko salamoona de kandahar kharwal de ashraf ghani aksoona zaka lare kawi che karzi afghanista ta der kar kare de mesal de ghazi amanollah khan medaal bosh ta warkawalph faraah walayat ke 140 afghanan ph bambaarke qatlawal democrasi rawastal koknar bandawal sharaab khayr de ph beshmera mordagaw khane ph awamo bamona hgorzawal faqat afghanistan dekarzi deplar deaya taso fekar wakai de karzi aw karmal kom farq shta ..