ميرويس ياسيني: په افغانستان کې اقليت نشته، افغان واحد ملت دی

کمال الدين رنځور 30.06.2009 11:22

Mirwais_herat

بېګا شپه د ولسمشرۍ کانديد ميرويس ياسيني د ملي تلويزيون له لارې خپله تګلاره اعلان کړه. ياسيني وویل چې په افغانستان کې اقليتونه نشته او ټول افغانان یو ملت دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې ملت په اقليتونو او اکثريت ويشل د ((هوښيارو دښمنانو او جاهله دوستانو)) اصطلاحات وبلل.

ياسيني د ښځو په اړه په خپله تګلاره کې وويل چې په کابينه کې بايد د ښځو شتون سمبوليک نه وي. هغه د حامد کرزي کابينه تورنه کړه چې په حکومت کې یې ښځو ته سمبوليک وزارت او ولايت ورکړی دی. ياسيني وویل چې ښځې د ټولنې نيمه برخه تشکيلوي او بايد چې ورته د کفايت او پوهې په اساس په حکومت کې برخه ورکړل شي.

ياسيني د افغانستان د دولتي سيستم د بدلولو سره مخالفت وښود او ویې ويل چې دا کار به افغانستان نور هم ضعيف کړي. ښکاري چې نوموړي د عبدالله عبدالله هغه پلان ته اشاره کوله چې وايي لويه جرګه به راوغواړي او د افغانستان اوسنی رياستي سيستم به پارلماني هغه واړوي.

د يادونې وړ ده چې ياسيني دا مهال د ولسي جرګې لومړی مرستيال هم دی. نوموړی یو له هغه کسانو څخه دی چې د امريکا سفير ورسره ليدلي و او د حامد کرزي د کمپاين او د بهرنيو چارو وزارت او ولسمشرۍ د دفتر د نيوکو سره مخ شو. له نوموړي برسېره اشرف غني او عبدالله عبدالله هم د امريکا د سفير سره ليدلي وو.

دې کانديدانو دا ډول نيوکو ته پام ونه کړ او په کابل کې یې بهرنيو استازو سره کتنو ته یې دوام ورکړ. اشرف غني له هغې وروسته د برتانيه او ميرويس ياسيني د ايټاليه د سفير سره ليدلي او خپل پرواګرامونه یې ورته روښانه کړي دي.


د ليکوال څو نورې لیکنې

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


14.03.2010 07:57 پښتون: سید کریم خوستي

بیټ نیکه ورته دعاکړه پښتون ډیر شو خوکه دیر شو بې ثمر شولوکنډیر شو

14.03.2010 04:25 غزل : سيد کريم خوستي

ته به دا غواړی چه رافتار په انسانيت وکړی تل \\\\\ خو هسی نه ده دلته وچ په زر ژوندون چليږی

13.03.2010 21:30 وروستۍ لار: شیرین اغا جهانګیر

د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو: - ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس

13.03.2010 21:22 غزل: واثيق سنګريار

پر سپین غربــــه دبلال آذان شــروع شي لـــــه پامیره بــــه وارو نه د نیزو شي

13.03.2010 21:05 غزل: شیرین اغا جهانګیر

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

13.03.2010 18:14 ته خو بيا هم غير حاضر شه کنه/ اديب

ددې بې شرمې د ګوتې څنډيدو سره زه هم د کوټې په لور روان شوم چې را نارې يې کړي. دې حرامې ته مو لږ نصيحت وکړې کنه خداې دې درباندې ودره وي

13.03.2010 16:29 ناکامه منډه / وږمه سبا عامر

13.03.2010 15:40 My Name is Khan

آرش ننګیال : پښتون خو تروریست نه

13.03.2010 13:19 غزل / ګلورينه

13.03.2010 12:20 امریکايي بدمعاشي او د افغانانو ستونزې!!!!!

محمدالله ارین احمدزی

15.03.2010 08:44 محمدامين مجبور تڼئ

بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه } په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو

15.03.2010 08:11 اسلامي بانكونه څرنګه كار كوي؟

اسلامي بانكونه د سود پرځاى د اسلامي پانګونې (سرمايه اچونې)طريقې كاروي اوددې تر څنګ نور عادي بانكي خدمتونه هم وړاندې كوي

15.03.2010 05:29 غزل/ حمزه بابا

څه خبرې مې په زړه دي خو سلګۍ شي طوفاني سترګو ته ستا چې په کاته شم

14.03.2010 15:24 غزل / سندریز شور

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند// ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري

14.03.2010 14:16 أنا أحبك

راليږونکی : عزت الله ادیب

14.03.2010 13:27 صفی الله ستانکزی

رڼا خوره وه خو ستا سترګې يې وهلې نه وې له ما نه پرته خو بل هيچا هم ليدلې نه وې

14.03.2010 12:27 د شپې ډزې( لنډه کیسه)!!!!

لیکوال: محمدالله ارین احمدزی

14.03.2010 10:31 نجلۍ او ډالۍ// نذیر احمد نذیر

د هغو خویندو لپاره کومې چې علم کول غواړې خو لدې حق څخه محرومې پاتې کیږې.

14.03.2010 09:39 وړانګين مړوند: سيد جيلاني جلان

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس \\\\\\ په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

14.03.2010 08:51 دا وینا وه که د پښ سوټک

یوسف