رڼا مشاعره جوړه شوه

پلوشه ابراهیمي 29.06.2009 11:27

مېرمن کلتوري ټولنيز بهيرد ۱۳۸۸ کال د غبرګولي په نهه ويشتمه درڼا په نوم د کلنۍ مشاعرې په جوړولو سره د دغې دوديزې مشاعرې بڼسټ کېښوده . رڼا مشاعرې ته پر کابل مېشتو لسګونو ښځينه ليکوالو او شاعرانو سربېره له جرمنی هېواد څخه د مېرمن بهير د څانګې استازې همداراز د پکتيا، غزني ، کندهار او نورو ولايتونو د بهيرونو استازې او شاعرانې هم رابلل شوې وې.
رڼا مشاعره د جمعې په ورځ د سهار په لسو بجو د ستارې په هوټل کې، قاري عطا محمد د سپېڅلي اسماني کتاب د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پرانيستله. د لومړنۍ برخې وياندويانې لينا شريفي او شاکره رشيدي وې.
په پيل کې د ملي سرود د خپرېدو ورسته ،د مېرمن کلتوري ټولنيز بهيرغړې اغلې ساهرې شريف پرانستونې وينا واوروله. نوموړې د خبرو پرمهال راغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست د ويلو تر څنګ د افغانستان په شان په يوې دوديزې ټولنه کې يې د ښځو داسې يو حرکت ارزښمن وباله.نوموړې د هغو بسپنو ورکوونکو نومونه هم ياد کړل چې له مېرمن بهير سره يې د رڼا مشاعرې د جوړولو لپاره بسپنې ورکړې وې او يا د بسپنو ژمنې يې کړې وې.
ورپسې درانه فرهنګي شخصيت استاد محمدصديق پسرلي د افغان کلتوري جرګې په استازيتوب د رڼا کلنۍ مشاعرې ګډونوالو ته وينا وکړه. استاد د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير له جوړېدو څخه دمخه خبر ووم خو نن د دوی له لوري د دومره يوې لويې مشاعرې جوړول يوه لويه لاسته راوړنه ده .هغه زياته کړه : زه په دې باور وم چې ادبيات به هغه وخت وده وکړي کله چې د کورونو مينځ ته ننوځي خو اوس دا وخت راورسېده او خويندې به ادبيات د کورونو ميځ ته دننه کړي .
پياوړي کيسه، ناول ليکوال، شاعر او کره کتونکي استاد سعدالدين شپون هم د رڼا مشاعرې ګډونوالو ته دخپلو لنډو څرګندونو په تر څ کې وويل : زه يو وخت مېرمن بهير ته تللی وم هغه وخت د هغوی شمېر ډېر کم و او اوس دادی وينو چې مېرمن بهير ډېر پراخ شوی دی . شپون صيب د خبرو تر څنګ دوه کيسې هم ولوستلې.
ورپسې د مېرمن بهير د دارالا نشا مشرې طوبی ندا ساپۍ د بهير کلنی راپور واوروه او په تېر يو کال کې يې د بهير فعاليتونه وارزول . هغې د خپلو خبرو په يوې برخه کې وويل : سږ کال دا دی د جوزا د مياشتې په رسېدو سره مېر من بهير يو کلن شو . موږ پر دې وياړو چې د دې يو کال په ترڅ کې ز موږ نوی زېږېدلی بهير په دې وتوانېده چې دې کم وخت کې د ماشومتوب له پړاوه ووځي او د ځوانۍ پړاو ته ورسېږي چې د افغانستان په شان په يوې سنتي ټولنه کې چې د هرې نوې پديدې پر وړاندې بلا خنډونه پراته وي، د ښځو داسې يو حرکت څه اسانه کار نه دی.
ندا د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې وويل : زه له ټولو هغو خويندو او ورونو نه د زړه له کومې مننه کوم ، کومو چې په ولايلتو او همداراز د جرمني په هېواد کې د بهير د څانګو په جوړولو کې يې زموږ سره ډېره مرسته کړې همداراز له ټولو هغو خويندو نه هم منندوی يو کومې چې په ولاياتو کې په ډېرو بدو امنيتي شرايطو کې غونډې کوي او تر دې دمه يې خپل بهير پر پښو ولاړ ساتلی دی . هغو ته زموږ پيغام دا دی چې خويندو ! تاسو لا هڅاندې شئ ، له ستونزو سره مقابله وکړئ او کله هم خپل همت مه ستړی کوئ تر څو تاسو په راتلونکې کې د هغو خويندو د سترګو رڼا شئ کومې چې پر سترګو يې تورې پردې ځړول شوي او د هغو د ستونې آواز شئ کومې چې د خپل غږ د پورته کولو توان ورنه اخيستل شوی دی.
ورپسې له پکتيا څخه راغلې اغلې ماهرې احمدزۍ، له غزني څخه راغلې اغلې بهشته مينه افغان او له کندهار څخه راغلې نظيفه شاه په وار سره د خپلو ولايتونو د بهيرونو کړنې او لاسته راوړنې د غونډې ګډونوالو ته واورولې.
وروسته د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير له خوا د ( کال غوره فرهنګيالۍ) مډال ورکړ شو . دغه غوره فرهنګيالۍ ليکواله، شاعره او د مېرمن بهير فعاله غړې طوبی ندا ساپۍ وه چې لومړی يې د پېژندنې تر څنګ د هغې کړنې او لاسته راوړنې اغلې دل افروز ځيرک په لنډه توګه ګډونوالو ته يادې کړې ورپسې د استاد محمد صديق پسرلي په لاس ورته طلايې مډال او ستاينليک ورکړ شو .
ورپسې په ولايتونو کې د مېرمن بهير استازو هرې يوې نظيفه شاه ، مينه افغان او ماهره احمدزۍ او په المان هیواد کې دمیرمن کلتوري بهیر استازې آغلې اناهیتا روهي ته د مېرمن بهير له خوا ستاينليکونه ورکړل شول .
وروسته هغه انځوريز پرزېتېشن چې نداساپۍ جوړ کړی او د ښځو د ژوند بېلابېلې برخې پکې انځور شوې وې ، نندارې ته وړاندې شو.
د غونډې دوهمه برخه مشاعره وه . د دې برخې وياندويانې مينه صابر او شاهناز بابکرخېل وې .
مشاعره آغلې ګلالۍ عمرخېل د خپل شعر په لوستلو سره پيل کړه .
مشاعره په يوه مخ نه وه روانه . په مينځ کې يې نورو تفريحي برخو هم شتون درلوده .
وروسته له دې چې يو شمېر شعرونه ولوستل شول ، د پچې په اساس د کال بختوره نجلۍ وټاکل شوه . دا نېکمرغي چې ډيرو يې د درلودو هيله درلوده ،د آغلې( )
په نصيب شوه چې د بهير له خوا تيار شوي سوغاتونه ورته ورکړل شول.
له هغه وروسته موسيقي پيل شوه او آغلې ريتا وږمې د څوښکلو سندرو په ويلو سره غونډې ته ښکلا وربښله . ورپسې د ډوډۍ وقفه وه .
له ډوډۍ وروسته بيا مشاعره پيل شوه چې په مينځ کې يې موسيقي هم ځای درلوده . د يادونې وړ ده چې د مشاعرې دې برخه کې د خويندو تر څنګ ځينو ورونو هم خپل شعرونه ولوستل .
په پای کې د ګډونوالو د رايو په اساس درې غوره شعرونه انتخاب شول چې لومړی مقام د مينې صابر شعر دوهم د طوبی ندا ساپۍ او دريم د اوږۍ اميل شعر وګټه . چې شاعرانو ته يې د مېرمن بهير له خوا هېوارډونه او سوغاتونه ورکړل شول .
رڼا کلنۍ مشاعره چې د مېرمن بهير په نوښت دبهير د لومړي تلن په مانسبت جوړه
شوې وه د مازديګر په څلورو بجې ختمه شوه .


  • 1
  • 2

   له ټول افغان بلاګونو څخه http://bloguna.tolafghan.com


10.03.2010 03:34 د طالبانوسخت نظام دی/ټپيزې: محمدحنيف حيران

ژوند لکه ډک د ميو جام دی د هلکانو نوم بدنام دی څه وکړم عمر مې ډېر خام دی د طالبانو سخت نظام دی چپه کاکل تر خولۍ لاندې ګرځومه

09.03.2010 13:29 د میرمن بهیر د راتلونکې غونډې خبریتا

توبا ندا ساپۍ دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر د دارالانشآ مشره

09.03.2010 10:08 ژړیږي

سیدشاه خروټئ-لندن

09.03.2010 10:06 حیران

سیدشاه خروټی لندن

09.03.2010 10:01 غزل

بورېوال کاکړ

09.03.2010 09:59 د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى

د پښتون په نوم مي داسي قام په كار دى بورېوال کاکړ‎ ‎

08.03.2010 20:02 ازاد نظم/ فضل الربي رستم

د هلمند( مارجې) وحشي عملیاتو ته

08.03.2010 16:59 غزل -- شېرحسن کمالزی

داسې نه ده چې هرچا ته پاتې کيږي -- دا دنيا به يو الله ته پاتې کيږي

08.03.2010 16:46 د تعصب پرخلاف هڅې د تعصب اور بلوي

لکه څنګه چې دکرزي صاحب نوې کابينې ته دټولوخلکوکلکه سوداوه،ما هم د هرمحترم کانديدله خولې دمثبت اوبشپړ بدلون ټپې اورېدلې وې.ځکه خو ورته په تلو

08.03.2010 16:39 په پېښور داسې څه چل شوى ؟ فرهاد هلمند

په ١٩٩٩ کال کې زه د پېښور صدر په مدرسه جامعه امدادالعلوم کې د متوسطې درجې زده کوونکى وم.

11.03.2010 14:27 د چا په نوم ؟

11.03.2010 13:04 ويرجن مازديګرى: اصيل ځاځى

دهغودواړو وروڼو، خيرن خچن صورتونه ، په پښوكې زاړه پلاستيكي بوټان شليدلي گريوانونه، دهيلوډكې سترگې اوپه معصوموشونډومړاوى غوندي موسكا مې هر

11.03.2010 10:33 د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا

11.03.2010 10:08 نورمحمد سعيد

يو څو شيبې لانورې مې دمات.....

11.03.2010 08:07 غزل

سندريز شور

11.03.2010 08:04 د ښاغلي روح الله وفا ښکلې غزلې

روح الله وفا

11.03.2010 08:01 د كوچني اقتصاد اصول

روح الله وفا

10.03.2010 14:33 د نوي کال په مخ کې ــــــ سيدشاه سقيم

په تا يې سپارم د زرينو رڼاګانو خدايه ! ــــــ د هيلو مات څراغ مي ايښى د شمال په مخ کې

10.03.2010 11:19 رواج:(لنډه کیسه)

لیکوال:محمدالله ارین احمدزی

10.03.2010 06:25 جنتي خوب/ سمیع الدین افغاني

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته زما دخاوند په وينو سرو ډک شو