انار انار گلونه....
28.06.2009 19:02هغه ورځې ، چې له شماله جنوب ته راپاڅیدلي بادونه د ونو وروستۍ پاڼې توږي، او انار په خپلو ریښو کې د نویو ګلونو د غوړولو لپاره اوبه پټوي، نو چې د بابا صاحب زیارت ته وخېژې ښکلی ارغنداو یو بل رنګ لري، شل کاله پخوا ( ۱۹۸۹میلادي) د همداسې یوه دسمبر په ۱۳مه یوه ښکلي ماشوم د ښاغلي آغا محمد محرابي کور روښانه کړ، د بارکزو د شیرزیو (خړزیو) په محرابخیلو کې یو بل بارکزی ورزیات شو. دنیکه ملاولي احمد محرابي او غور نیکه محمد امین محرابي د کاله نغری پر یوه تنکي محمود تود شو، چې کلونه وروسته د خپلو ادبي او فرهنګي هڅو له برکته په محمود مرهون مشهور شو. ژوند تېریده، انارونو سرې غوټۍ غوړولې او مني په پسرلیو پسې راتلل، ښکلي ارغنداو د تندو، جګړو او ناخوالو زمانه په سترګو لیده او ستر کندهار، زخمي کندهار خو ویاړلی کندهار لاهم د ځمکې پر ګوته لکه غمی ځلیده، ماشوم مرهون د ټوپکو په تکهار او د توپونو په ګړزهار کې ناڅاپه تر پښو لاندې لویدلی قلم ولید، را اوچت یې کړ په تنکي موټي کې یې کلک کړ، خدایزده څه پر زړه وروګرځېدل، یو څه موسکی شو او بیا یې په کوچنیو ګوتو د قلم چلول و آزمویل، هغه ماشوم و، خو له قلم سره یې لوبې ونه کړې، ښايي د ستر انسان جوړېدو تلوسه وه، چې په مسؤلیت یې د قلم کارول پیل کړل. کله چې په ۱۳۸۶لمریز کې له افغان – ترک لیسې څخه سور مخ راووت نو یو عادی زلمی نه و، بلکې په کم عمر یې ډېرو فرهنګي بریو ته لاس غځولی و په غونډو کې یې ویاندي کړې وه، د زده کوونکو د ټولنې مشر شوی و، د رڼا مجلې مرستیالي ته رسیدلی و، د ویښ ملګري له فرهنګي ټولنې تر ماشوم ږغ جریدې او بیا د زده کوونکو د ذهني سیالیو تر جوړولو پورې په منډه و، بریالی او لکه ځوان نښتر هسک. په مدني چارو ژورنالیزم، بشري حقونو، ماشوم روزنه او ... کې یې نورو ته لاس ورکړ او دا یې وزبادله، چې افغان زلمي په ټوپکوالو پسې نه بلکې په قلموالو پسې روان دي.
لوی کندهار د جګړو مارو تر موزو لاندې ځګیروی کاوه، پردي او خپل، شین سترګي او تورمخې په کې سره نښتي وو، خو زلمي مرهون د خپلې فقیرې خو ویاړلې ژبې (پښتو) زړې لمنې ته کرښې وراچولې: انځور ( د نړیوالو شعرونو ژباړه)، د وینې رنګ ( ناول)، تورکالي لوچکان (ناول)، سپین کالي ( نثري ټوټې)، فاحشه ( ناول) او د مینه لیکونو ژباړلې سلسله ټول یې لا په تاند زلمیتوب کې خپاره کړل، خو د خپلې مورنۍ ژبې د بډاینې لپاره دومره حریص و، چې د ژوند ساز د زړه آواز، یتیمه نجلۍ ( ناول)، ګټونکی به څوک وي ( ناول)،سپیڅلی قسم (ناول)،تل مې د یاد پردو کې ته یې، د جبران مینه لیکونه او د خدای پر لور د واسوانی دعاوې ... یې لا د چاپ لارې څاري.
واه!
پر اند او ژوندیې برکت شه!
د ارغنداو د انارو د غوټیو په څېر یې د ژوند کلونه وغوړیږه!
پښتو ابۍ!
اوس نو نه خوارېږې، زلمی نسل لکه د انار ګلونه غوړیږي، مرهون لا زلمی دی او خدای دې زموږ د ټوکرۍ د سر ګل کړي.
کندهار لا هسکه غاړه، شمله پر اوږو د نړۍ پر ګوته ځلیږي لا له ګولیو او بمونو خلاص نه دی خو د سترو هستیو دغه خاوره نورې هستۍ زیږوي، چې د جګړې دیو ته زور وښيي او ووايي :
لا به ډېر ګلونه واشي په دې باغ کې ....
مرهون مین دی او ښه په نره مین. هغه پوهیږي، چې د معرفت د خزانو د ډیرولو کیلي د مینې په لاس کې ده ، نو زما دعا خو ورته دا ده ،چې لاس یې دخپلې مینې پر غاړه راتاو شه او دزخمي وطن غیږ دې ورته جنتي پالنګ شي !
لا هم د شمال بادونه د جنوب له ونو څخه پاڼې توږي اود کندهار انار په خپلو ریښو کې د نور ګلونو د غوړولو لپاره اوبه پټوي، ... چې زما تیلیفون وکړنګېږي ...
مرهون دی!
ښايي د یوې بلې ژباړې یا ادبي لیکنې زیری راکوي ... او زما هم په وچو او تنده ځپلیو شونډو د هیلو یوه وړه موسکا وغوړېږي.
مبارک !!!
عبدالغفور لېوال
لندن- چیرینګ کراس
۲۷فبروری۲۰۰۹











شيبه په شيبه د هيواد له ګوټ ګوټ څخه تازه ، دقيق او پر وخت خبرونه ، کره سياسي بحثونه ، په زړه پورې پښتو موسيقي ، تفريحي او هنرې آزانګې له خپلې راډيو ،سپوږمۍ څخه په ١٠٢،٢ ايف ام څپو واورئ . spogmairadio@gmail.com ٠٢٠٢٥٠٢١٠٠
شپونكى صيب كور دې ودان د صميم صيب (يوه لسيزه د پاسه نيمې پېړۍ ) دې ښه وخندولم . زما هدف دلته له نثر څخه همدا معياري املا وه خو ښه ده چې ستاسو سره په بحث كې مې دا تېروتنه هم سمه شوه. خو اوس كه د ښاغلي مرهون په املا وغږېږې چې ستا په نظر څنګه ده؟
زه خو چې ورته ګورم تر معياره ډېره سمتي او لهجوي ده!
مننه
لرغونی لاروی صاحب لږه چالاکي کوي. ما ليکلي چې د ښاغلي مرهون نثر ښه نثر دی. ما د ادبي يا هنري نثر خبره نه ده کړې. لاروی زما د ((ښه نثر)) خبره په ((خواږه او ښکلي نثر)) تعبيروي او زياتوي چې دی د نثر پر خوږوالي او ښکلا نه، بلکې پر معيار غږېږي او معيار دې ته وايي چې د ژبې د داخلي او خارجي هيأت تر منځ تعادل وساتل شي. زه همدغه د لاروي په نظر معياري نثر ته ښه نثر وايم.
زما په فکر، ښکلا يوازې د تخيل زېږنده نه ده. زياتره حقيقتونه تر تخيلاتو ښکلي وي. کومه ښکلا چې د استاد الفت په افکارو کې ده، په خيالاتو کې يې ګومان نه کوم چې وي.
لاروی صاحب معياري نثر هغه ته وايي چې د يوې ژبې د استاذانو او پوهانو له خوا ورباندې هوكړه شوې وي. دی د پښتو معياري ژبې په باره کې په کابل او پېښور/باړه ګلۍ کې شويو پرېکړو او هوکړو ته اشاره کوي. خو زما د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړې او هوکړې د پښتو املا يا ليکلار په باره کې دي - نه د معياري نثر په باره کې. املا يوازې د ژبې له تحرير سره تړاو لري - ځينې کسان ډېره ښه وينا کوي خو د املا له کوڅې هم نه دي تېر شوي.
زما په ګومان، د ښاغلي مرهون نثر د صميم صاحب تر هغه هم ښه دی. ځکه صميم صاحب چې کله غواړي شپېته کاله پخوا زمانه کې کومه خبره وکړي نو خبر يې څه وايي؟؟؟ وايي چې: ((يوه لسيزه دپاسه نيمه پېړۍ وړاندې)) خو مرهون ښايي له لوستونکيو سره د ادبي او هنري نثر په نامه دغه وړ دوکه ونه کړي.
شپونكى صيب خداى دې روغ لره.
معياري نثر دې د ژبې خوږلانه، هنريت، انځورګرۍ، خيال او تخيل سره كار نه لري خو ادبي اوهنري نثر بايد يادې شوې ځانګړنې ولري او معياري نثر يوازې د ژبې د داخلي او خارجي برخې ترمنځ اعتدال ساتي. همدا راز معياري نثر هغه دى چې د يوې ژبې د استاذانو او پوهانو له خوا پرې هوكړه شوې وي. د پښتو ژبې د معيار په اړه ګڼې پرېكړې شوې دي چې يوه يې په كابل كې د ارواښاد الفت صيب په (ليكوالي) نومي كتاب كې رانغښتل شوې او بله يې په كوټه كې د بريالي له خوا د باړه ګلۍ پرېكړې راغبرګې شوې دي. ليوال په دې چاره كې ښه روان ليكي خو د صميم صيب خبره دابل دا يې سم نه ليكي.
لرغونی لاروی صاحب! ستاسو په فکر، معياري نثر ګنې خواږه او ښکلا نه لري؟ د معياري نثر په باره کې که لږ څه نور معلومات هم راکړئ نو دعا به درته وکړم.
زه د نثر په خوږوالي او ښكلا نه غږېږم بلكې د نثر په معيار غږېږم او د ليوال نثر معياري نثر دى.