د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناڅرګندو وسله والو دملي امنيت يو مدير ټپي کړ

بلال شينوارى 28.06.2009 09:16

ناڅرګندو وسله والو نن سهار دلغمان ولايت دملي امنيت د٢٥ شعبې مشر په ډزو وويشت او ټپي يې کړ دلغمان دوالي وياند سيد احمد ساپي ټول افغان ته وويل وسله والو هغه مهال پر حميدالله ډزې وکړې چې له کوره دخپل کار ځاې پرلور روان و ساپي وويل حميدالله په ټپي حالت کې دجلال اباد مرکزي روغتون ته ليږدول شوى چې دده په وينا ډاکترانو يې روغتيايي حالت  ډاډمن بللى ساپي دغه راز وويل چې دملي امنيت کارکوونکو دپېښې په سيمه کې يو تن نيولې چې هويت يې تر دا مهاله نه دى څرګند شوى او پوښتنې ګرويږنې ترې روانې دي.ياده دى وي چې پرون  هم په لغمان کې دکونړ دامنيه قوماندانۍ دکشف مرستيال دريموټ کنترول ماين په چاودنه کې وژل شوى و