د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لوی کندهار کې د حامد کرزي د انتخاباتی کمپاین اجراتو راپور

د حامد کرزي کمپاين: تورن نیک محمد خان جرات 27.06.2009 11:29

۱. د سهیل لویدیځی حوزی د انتخاباتی کمپاین مسؤل ښاغلی احمدولی خان (کرزی) د کندهار ولایت د پنجوایی ، ژړی او میوند اولسوالیودقومی مشرانو، دینی علمانو،مخورو سپین ږو اودخلکوداستازوسره وکتل !

د ۱۳۸۸ دچنګاښ پردوهمه (۲) نیټه باندی د کندهار ولایت د پنجوایی ، ژړی ، او میوند اولسوالیو څخه قومی مشرانو مخوروسپین ږر، دینی علمانواودخلکواستازوچی شمیریی سلهاوتنوته رسیدی د کندهارولایتدانتخاباتی کمپاین ددفترپه سالون کښی دسهیل لویدځی حوزی دانتخاباتو د کمپاین مسول ښاغلی احمدولی خان (کرزی) پداسی حالت کښی چی دکندهار ولایت د انتخاباتود کمپاین ریس ښاغلی خاجی سید فضل الدین اغا او د کمسیون غړی حاضروه وکتل. دخبرو په پیل کښی دمیوند اولسوالی څخه حاجی محمد یوسف ، رازمحمد، دین محمد، او ژړی اولسوالی څخه حمیدالله خان، محمودخان او د پنجوایی اولسوالی څخه حاجی فضل محمداو حاجی کریم خان دعمومی ټولټا کنو باالخصوص دکندهار په ولایت کښی د ټولټاکنو په اړوند خپل نظرونه وړاندی کړل . ورسته په کندهار کښی د ټولټاکنو په اړوند سهیل لویدیځی حوزی دانتخاباتی کمپاین مسؤل ښاغلی احمدولی کرزی یوپراخ صحبت وکړی اوهمدارنګه دانتخاباتی کمپاین د کمیسون ریس حاجی سیدفضل الدین اغا خبری وکړی چی په نتیجه کښی دپورته اولسوالیو قومی مشرانواو سپین ږرو فیصله وکړه چه موږبه په ټول توان او طاقت سره په انتخاباتو کښی به د ښاغلی حامد کرزی تر شا دریږواو حمایه بي کوو .

۲. د سهیل لویدیځی حوزی د انتخاباتی کمپاین مسؤل ښاغلی احمدولی خان (کرزی) دزابل اوروزګان ولایتونو د قومی  مشرانو،مخورو سپین ږو اودخلکوداستازوسره وکتل !

د ۱۳۸۸ دچنګاښ پر اوله نیټه باندی د زابل او روزګان ولایتونوڅخه قومی مشرانو مخوروسپین ږرواودخلکواستازوچی شمیریی سلهاوتنوته رسیدی د کندهارولایت ته تشریف راو‌‌‌ړی اودکندهارولایت دانتخاباتی کمپاین ددفتر په سالون کښی دسهیل لویدیځی حوزی دانتخاباتی کمپاین مسؤل ښاغلی احمدولی خان (کرزی) په داسی حالت کښی چه دکندهارولایت دانتخاباتی کمپاین ريس ښاغلی الحاج سید فضل الدین اغا او د کمسیون غړی حاضروه وکتل.

دمجلس تر شروع مخکښی د قران کریم دڅومبارکوایاتونوترتلاوت کولو ورسته دنوموړی کمپاین ویندوی ښاغلی تورن صاحب نیک محمد خان جرات له خوا څخه دوی ټولومشرانو ته هرکلی وویل شو.ورسته ښاغلی احمدولی خان (کرزی) ددوی دزحمت کښولو اوراتګ څخه یی ډیره خوښی ښکاره کړه او دخپلوخبروپه یوه برخه کښی يي داسی وویل ( افغانان ټول سره وروړنه دی. وروړنه باید همیشه په خوشحالی اوغم کښی سره شریک واوسی. په ټولو به افغانستان ابادو اود ټول ټاکنو په وخت کښی به داسی یو شخص چه افغانان ته د منلووړوی خپل داعتمادرایه به ورکوو. دښا غلی احمدولی خان کرزی ترصحبت کولوورسته د مضوع په اړوند دزابل ولا یت څخه سناتورحاجی محمد نبی خان توخی،دزابل ولایتی شوراریس حاجی محمد هاشم خان الکوزی،خاکیارصاحب خروټی، حاجی عبدالله خان هوتک، حاجی اسدالله خان ناصرهمدارنګه دروزګان ولایت څخه هریوحاجی معلم محمد فاروق ،حاجی ښادی خان،حاجی وکیل نقیب، عتیق الله خان ،حاجی طورجان، دټول ټاکنوپه اړوند خپل نظرونه وړاندی کړل چه به نتیجه کی ددواړوولایتونو مشرانو وعده وکړه چه موږ به د ښاغلی حامد خان ( کرزی) دانتخاباتی کمپاین په وخت کښی تر شادریږواو خپله مکمله همکاری به کوو.