د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د رمضان بشردوست لنډه پېژندنه

د رمضان بشردوست کمپاين ويبپاڼه 24.06.2009 12:16

افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنوته د كانديد ښاغلي ډاكټر رمضان بشردوست لنډه پېژندنه

ښاغلى رمضان بشر دوست د محمد علي زوى دى او په (۱۳۴۰) لمريز كال يې د غزني ولايت د قره باغ په ولسوالۍ كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

ښاغلي بشردوست خپلې لومړنۍ  او منځنۍ زدكړې د غزني ولايت د قره باغ او مقر په ولسواليو كې او همدارنګه د فارياب ولايت د ميمنې په ښار كې پاى ته رسولې دي.

د (۱۳۵۷) كال د مرغومۍ د اوومې نېټې له كودتا څخه وروسته د ايران هېواد ته مهاجرشو، چې د ليسې له فراغت څخه وروسته يې د پاكستان هېواد ته هجرت وكړ.

ډاكټر بشردوست په (۱۳۶۰) كال د پاكستان هېواد فرانسې ته د هجرت په نيت پرېښود او په فرانسه كې يې د سياسي پناه غوښتنه وكړه خو هېڅ كله يې هم د فرانسې د تابعيت غوښتنه ونكړه.

بشردوست په (۱۳۶۱) كال د فرانسې د دېژن په  ښار كې په كار او د نوموړي ښار د ادبياتو په پوهنځي كې د ژبې په زدكړه پيل وكړ.

په (۱۳۶۳) كال كې يې د (فرانسوي ژبې عملي لومړۍ درجه تصديق پاڼه) د دېژن ښار له پوهنتون څخه تر لاسه كړه.

په (۱۳۶۴) كال كې وروسته  د آزموينې په وركولو څخه د ګرونوبل د ښار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالى شواو له (۱۳۶۸) كال كې يې د حقوقو او سياسي علومو ماسټري تر لاسه كړه.

په (۱۳۶۹) كال كې يې د ژان موني په پوهنتون كې د ديپلوماسۍ په څانګه كې خپلو زدكړو ته دوام وركړ او د(عالي تخصصي زدكړو) (له ماستر څخه لوړ) ديپلوم په ترلاسه كولو بريالى شو.

 او خپل مونوګراف يې په شمالي افريقا كې د ديپلوماسۍ او جنګ په هكله وليكه.

په كال (۱۳۷۱) كې يې د (ټولوز پوهنتون) د سياسي علومو په برخه كې نوم وليكه او د (ژورې څېړنې د زدكړو) ديپلوم يې تر لاسه كړ.

او خپل مونوګراف يې د روسانو په واسطه د افغانستان د اشغال په وخت كې د نړيوال سازمان د رول په اړه وليكه.

او په (۱۳۷۲) كال كې يې په افغانستان كې د جنګ او ديپلوماسۍ په اړه د دوكتورا تېزس ليكل پيل كړل.

ښاغلي بشردوست په (۱۳۷۴) كال كې د ټولوز له پوهنتون څخه د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه د دوكتورا په اخيستلو بريالى شو. د نوموړي تېزس ۱۱۵۰ مخه دى چې په ځانګړي ډول يې په افغانستان كې د جګړې په وخت كې د امريكا، روسيې، پاكستان او ايران ديپلوماسي څېړلې ده.

بشردوست په كال ۱۳۶۸ د اكسفورډ (O,I,S,E) د انګليسي ژبې له اكادمۍ څخه سند تر لاسه كړ.

او په كال ۱۳۶۹ يې د برايټون (G,E,O,S) دانګليسي ژبې له اكادمۍ څخه د انګليسي ژبې تصديق پاڼه تر لاسه كړه.

ښاغلي بشردوست له كال ۱۳۷۵ څخه تر ۱۳۸۲ پورې د پاريس په پوهنتونونو كې د حقوقو، سياسي علومو، او ديپلوماسۍ په تدريس كې د همكار استاد په توګه دنده درلوده. او همدارنګه د پاريس له دارالوكالو سره يې همكاري كوله. بشردوست په ۱۳۸۱ كال كې د څو مياشتو لپاره په پاريس كې د افغانستان د سفارت درېيم سكرټر پاتې شو. خو په نوموړي هېواد كې يې د افغانستان له سفير سره د كلكو اختلافاتو په رامنځ ته كېدو له امله چې سفير غوښتل سفارت په يوه كورني سفارت بدل كړي، او بل دا چې د سفير د ډېرو لويو لګښتونو له امله بيت المال خوړل كېدو له دندې څخه ګوښه شو، او د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت په غوښتنه چې د ستراتيژيكو مطالعاتو مركز جوړ كړي هېواد ته راوغوښتل شو او بيا وروسته له يوې مودې د بې سرنويشته او او اداري ميرزاقلمۍ څخه د نړيوالو سازمانو او نړيوالو كنفرانسونو د څانګې د مرستيال په توګه او وروسته بيا د لوديځې اروپا هېوادونو د سياسي ديپارتمنت د مدير په توګه د بهرنيو چارو په وزارت كې وټاكل شو.

په ۲۰۰۴ يا ۱۳۸۳ كال د مارچ په ۸ مه چې د ښځې له نړيوالې ورځې سره سمون خوري د ښاغلي كرزي په حكومت كې د پلان د وزير په توګه وټاكل شو. او د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر د مياشتې په ۲۴ مه نېټه يې د۲۳۶۵ انجوګانوله جملې څخه د ۱۹۳۵ انجوګانو د منحل كېدو هوډ د افغانستان خلكو ته اعلان وكړ چې داهوډ د ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او دستګاوو له شديد مخالفت او غبرګون سره مخ شو. د ۲۰۰۴ كال د ډېسمبر په ۲۵ مه نېټه چې د كرېسمېس له ورځې سره برابره ده خپله استعفاء د پلان له وزارت څخه اعلان كړه، او له ۱۳۸۳ كال څخه يې د البېروني پوهنتون د حقوقو او شرعياتو په پوهنځي كې د سياسي او حقوقي علومو تدريس پيل كړ او په ۱۳۸۴ كال د ملت د استازي په توګه په پالمان كې وټاكل شو او تر نن ورځې د ملت د استازي په توګه او په پوهنتون كې د افتخاري استاد په توګه د خپل ملت په چوپړ كې دى.