ېوه ادعا : کرزی او ټيم يې د ايران د حکومت لخوا تمويليږي !
19.06.2009 21:35د جون په ېوولسمه نېټه ، طلوع ټلويزيوني چېنل ،د ايران د انتخاباتو او په افغانستان باندې د دغو ټاکنو د اغيزو په باب، ېوه خپرونه جوړه کړې وه . په دغه خپرونه کې د موضوع په اړه، دوه د نظر خاوندان راغوښتل شوي و، چې په ولسي جرګه کې، د هرات د خلکو د استازي، ښاغلي احمد بهزاد خبرې ډېرې د پام وړ وې . ښاغلي بهزاد دعوه وکړه، چې کرزی صاحب او دهغه ټيم، هره مېاشت، د ايران له حکومت څخه ېوه غټ رقم پېسۍ تر لاسه کوي . هغه ووېل چې پدغه برخه کې ښکاره شواهد او ثبوتونه شته دی . دهغه دخبرو لنډيز ( پښتو بڼه ) څه په داسې شکل و: (( د ايران لخوا کرزي او دهغه ټيم ته د پېسو ورکولو په باب شواهد شته دی او دا خبره په ولسي جرګه کې هم مطرح شوې هم ده ... دغو پېسو د ښاغلي کرزي لاسونه او پښې تړلي او په حاظر وخت کې دهغه اکثره کړه او فېصلې،د دې پر ځای چې دافغانستان په ملي ګټو متمرکزې واوسي، تر ډېره ځاېه د ايران د حکومت تر اغيزې لاندې دي . هغه ووېل، که څه هم چې نړېواله ټولنه او د سيمې خلک ډېره موده کېږي ، چغې اوسورې وهي، چې د ايران حکومت د افغان دولت مخالفينو ته پوځي روزنه او مالي امکانات ورکوي، خو کرزی د خپلو شخصي او سياسي ګټو له امله نه ېواځې دا چې په دغو موضوعاتو غوږونه کڼوي، بلکې د ايران دفاع او ملاتړ هم کوي، او ټولې دغه ادعاوې بې ځاېه بولي ... هغه د بېلګې لپاره دا خبره هم وکړه چې کله ښاغلی احمدي نژاد کابل ته راغلی و، او ژورنالستانو هغه څخه په افغانستان کې د ايران د مداخلې په باب پوښتنه وکړه، نو د احمدي نژاد پر ځای کرزي ځواب ورکړ، او دغه خبرې يې دروغ او ناسمې وګڼلې . پداسې حال کې چې د افغانستان د استخباراتو مشر په پارلمان کې، هغه مستند شواهد ښکاره کړل د کومو له مخې چې افغانستان کې د ايران پوځي مداخله په ډاګه کوي . د استخباراتو مشر روښانه کړه چې موږ خپل اجنټان ( د افغان حکومت مخالفو جنګېالېو په بڼه ) ايران ته ولېږل ، هغوي د ايران د حکومتي چارواکو له خوا ېو پوځي کمپ ته ولېږل شول او تر روزنې وروسته بېرته افغانستان ته راواستول شول .... احمد بهزاد ووېل چې ښاغلی کرزی دخپلو شخصي ګټو او قدرت کې پاتې کېدلو لپاره، د ايران څخه مرسته اخلي او په مقابل کې يې د هغه هېواد هر ډول غوښتنو ته ،غاړه ايښې ده .. .))
که څه هم چې دا دېو عادي شخص وېنا نه ، بلکې د ولسي جرګې د ېو غړي او د هيواد د ېوې برخې دخلکو استازی خبره او ادعا ده ،او لازمه ده چې هغه ډېره جدي وګڼل شي، خو بېا هم تر څو په دغه باب ښکاره او څرګند شواهد او اسناد رسنېو ته نه وي راغلي ، د دغو خبرو د رښتينوالي او نارښتينوالي په باب څه وېل به له وخته مخکې کار وي . خو که چېرته، دغه ادعا په فرضي توګه او دېوې شيبې لپاره هم رښتېا وګڼو ، نو په ډېره اسانۍ به موږ ته دغه راز بربنډ شي، چې د هزارګانو او په ځانګړې توګه د وحدت شېعه ګوند او نورو شيعه ګانو او هم د تاجک قوم ځينو ډلو ټپلو په مقابل کې، د کرزي دومره مهرباني او سخاوت له کومه ځاېه سرچينه اخلي ... د ملي ګټو ضد دغو مهربانېو څو عادي بېلګې :
- څوکاله مخکې کله چې سېد حسېن انوري د هرات والي و، نو دهرات په شاوخوا کې په لسهاوزره نومرې د وحدت ګوند اړوند، هزارګانو ته وويشل شوې چې د ځينو څېړونکو په وېنا، دغه پېسۍ هغوي ته د سپاه پاسداران انقلاب ايران لخوا ورکړل کېدلې . که څه هم چې په هغه وخت کې په هرات کې ملي قوتونو ، اشخاصو او رسنېو په دغه باب چغې سورې ووهلې،او د دغه بهير د دوام په صورت کې ېې د هرات راتلونکی، د فلسطين او لبنان حالاتو ته ورته وبلله . خو کرزي او حکومت يې په د غو خبرو هېڅ غوږونه ونه ګرول .
- کله چې په بهسودو کې د کوچېانو او هزارګانو تر مېنځ لانجې پېدا شوې ، کرزي او حکومت يې په ډېره بې انصافۍ ( د ټولو ملي ، اخلاقي او قانوني نورمونو تر پښو لاندې کولو سره ) ، دغه مسله په ېو طرفه توګه، د کوچېانو د حقوقو تر پښو لاندې کولو او هزارګانو ته په امتېاز ورکولو سره ( حل !) کړه .
- په وروستېو څو کلونو کې، د عاشورا په مراسمو کې د شېعه ګانو لپاره له حده اوښتې أزادۍ ورکول او په هغه کې د ملېاردونو افغانېو لګښتونه کول . ( دغه کار که له ېو خوا کابل ته د ېو شيعه حکومت د پاېتخت رنګ ورکوي له بلې خوا راتلونکې کې، په هېواد کې دسختو مذهبي کشمکشونو او حتی جګړو لامل کېدای شي .)
- د راتلونکو ټاکنو لپاره ېو ځل بېا د دوه داسې بدنامو کسانو ، دخپلې مرستېالۍ لپاره انتخابول چې دواړه د ايران سره ګډې ګټې ، پټې او ښکاره اړيکې لري .
- د ښاغلي کرزي لخوا په پټو سترګو د شېعه ګانو دهغه قانون لاسليک کول ، کوم چې د بشر د حقونو د کورنېو او نړېوالو سازمانونو له خوا د سخت غبرګون سره مخ شو .
- خو پدې لړ کې د کرزي تر ټولو خطرناک ګام ، په اصطلاح د فارسی ژبو هېوادونو مثلث کې د افغانستان شاملول دي . د ملي مساېلو د ېو شمېر شنونکو په وېنا، دغه عمل د هيواد د نورو ژبو لرونکو قومونو ( په ځانګړې توګه پښتنو )، د هېواد د ملي کلتور او ارزښتونو، تاريخ او اساسي قانون په مقابل کې ډېر ستر خېانت ګڼل کېدای شي . ځينې شواهد ښکاره کوي چې، حتی د رباني په وخت کې هم د ايران له خوا داسې وړانديز او هڅې شوی وې ، خو حتی ښاغلي رباني ( ښايي د دغې موضوع حساسوالي ته په پام او ېا هم په کوم بل دليل ) په څرګنده توګه دغه کار ته زړه نه ښه کاوه . ترڅو چې ايرانېانو وکولی شول د کرزي په مرسته په ډېره اسانۍ ځان دغه هدف ته ورسوي .
دا او داسې ډېر نور واړه او غټ شواهد شته، چې له مخې يې په ظاهر کې ښاغلی کرزی د وحدت شيعه ګوند او د شورای نظار تاجکې ډلې ته ( د ملي يووالي د ټينګولو ! په نوم ) بې شمېره امتېازات ورکوي ،خو په واقعېت کې، دا د ښاغلي کرزي او د ايران د معاملو ېوه لړۍ ښکاري . په وروستېو وروځو کې دغو معاملو لا زېات خطرناک شکل غوره کړی دی . څنګه چې أوازې دي د ايران په وساطت او غوښتنه ، د وحدت ډلې له کرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ ، چې په مقابل کې به کرزی د هزارګانو لپاره ېو ېا دوه نور ولاېتونه جوړوي او هم به په راتلونکی حکومت کې د هغوي ونډه لا نوره زېاتوي . که چېرته دغه أوازې په واقعېت بدلې شي ( لکه پخوا چې هم همداسې شوي دي ) ،نو دغه کار به د افغانستان فاجعه نوره هم ژوره کړي .
که څه هم چې شراېط او واقعيتونه غوښتنه کوي چې، د لاښه ادارې او امنېت ټينګولو لپاره ، د دې اړتېا وه ( او ده ) چې د بېلګې لپاره،د هلمند ځينې ولسوالۍ په ولايت بلکې دوه نورو ولاېتونو بدلې شي ، ېا هم مثلأ د شينډنډ ( چې د بهرنېانو په بمبارۍ کې يې کافي قرباني هم ورکړې ) او ېا هم د غزني د قره باغ ولسوالۍ ګانې په ولاېتونو بدلې شي ، ولې چې دغه ېادې شوې سيمې، د ولاېت کېدلو لپاره هم وړتېا او هم اړتېا لري، خو په خواشينۍ سره چې د کرزي د حکومت پاليسي نه د ځمکنېو( واقعي او حقيقي ) اړتېاو له مخې، بلکې په واک کې د پاتې کېدلو او سياسي او اقتصادي ګټو لپاره طرح کېږي .
بېا همغې خپلې لومړنۍ خبرې ته راګرځم چې د کرزي څو کاله واکمنۍ دا په روښانه توګه څرګنده کړه چې د هغه لپاره نه خو د اکثرېت ( پښتنو ) او نه هم د نورو اقلېتونو لکه نورستانېان ، بلوڅان ، پشه ېان ،ترکمنان او داسې نورو هيلې ، غوښتنې او حقوق څه ارزښت لري . د ښاغلي کرزي لپاره ېواځې هغه کسان او ډلې او دهغوي غوښتنې او هيلې ارزښت لري او د امتېازاتو مستحق ګڼل کېږي ، څوک چې په ېو نه ېو ډول د ايراني منافعو په کړۍ کې راځي . لکه څنګه چې څرګنده ده ايران په افغانستان کې ډېر هدفونه لري چې مهم يې دغه دي :
- قدرت څخه د پښتنو څنګ ته کول ،
- د خپلو اوږد مهاله پلانونو لپاره ، تر ممکنه حده ،د شيعه ډلو او شيعه مذهب ځواکمنول ،
- په عېن حال کې د کلتوري ېرغل په ترڅ کې دپښتو ژبې کمزورې او کمرنګه کول او په بدل کې د فارسی ژبې واکمنول .
-که د کرزي د حکومت له پېله تر اوسه وګورو په دغه حکومت کې د ېو څو سمبوليکه پښتنو وزيرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو څخه پرته، حکومت په اساسي توګه د غېر پښتنو په منګولو کې دی . پښتانه عملأ د واک څخه څنګ ته کړل شوي دي ( که څوک وي هم اکثره يې د ښاغلي کرزي خپلوان ، دوستان او عزيزان دي ) .
-که موږ نن په هېواد کې د شيعه ګانو ځواک او قدرت ته وګورو ، هغوي د پخوا د هر وخت په پرتله اوس په مساعده او ممتازه سطح کې دي . او څنګه چې ښکاري هغوي ته دغه امتېاز ورکول او دهغوي ځواکمنېدل ورځ په ورځ لا زېات شدت پېدا کوي . (( البته دلته زما تشويش د هزارګانو له ودې څخه د هېواد د دغه قوم په وړاندې کوم تعصب ندی، خو هغوي ته د ېو بهرني هېواد په ايشاره او د بهرني هېواد د ګټو پاللو په چوکاټ کې دومره امتېازات ورکول ، د هېواد دټولو نورو قومونو او هم د ملت جوړونې په وړاندې ېو ستر او نه بخښونکی خېانت او جناېت ګڼم .))
-که موږ نن سبا د پښتو ژبې حالت ته وګورو ، که څه هم چې د قانون ملاتړ يې تر شا دی ، خو ددې سره سره بېا هم په هر وزارت ، رېاست ، مديرېت او مامورېت کې له سخت تعصب او مقاومت سره مخ ده ، او په مقابل کې يې پټ او ښکاره دساېس روان دي .
او داسې ښکاري چې ايران عملأ خپلو هدفونو ته نږدې شوی دی او ليرې نده چې د ښاغلي کرزي په مرسته به په افغانستان کې د داسې ېوې ځواکمنې او بډايې شبکې خاوند شي چې بېا به د دغې شبکې ماتولو لپاره، د ډېرې لويې بېې ورکولو ته اړتېا وي ....
پورته خواشينونکو فاکتونوته په پام سره ، د کرزي بېا واک ته رسېدل به زما په اند د هيواد د بربادۍ ېو بل پړاو پېل وي .
که چېرته ښاغلی کرزی د بلې دورې لپاره خپله پاليسي ،چې په هغې کې د هېواد د ملي ارزښتونو او ګټو او دټولو خلکو حقوق خوندي وي ، او په هغې کې د سولې راوستلو ، د بېا رغونې ، د خلکو ژوند د سطحې او چتولو ، د اداري فساد له منځه وړلو او د ېو مسلکي حکومت رامېنځ ته کولو ( کوم څه چې موږ يې تر اوسه ېواځې اپوټه ېا برعکس شکل ګورو ) ، ولس ته څرګند او اعلان نکړي ،نو زما په اند ښاغلي کرزي ته رايې ورکول به ( خصوصأ پښتنو لپاره )، د ځان وژنې په مانا وي .
دا او دې ته ورته مساېل د راتلونکو انتخاباتو ارزښت او په ټاکنو کې د پوره پاملرنې او دقت غوښتنه کوي . که پښتانه د کرزي د تېرې دورې څخه د عبرت درس وانخلي او ېو ځل بېا خپلو رايو سره هغه د ارګ واکمن کړي نو بېا خو دې د هېواد په سياسي ، اقتصادي او کلتوري برخه کې د خپل رول او موجودېت فاتحه سر له همدا اوسه واخلي ....
که چېرته موږ خپل تاريخي خاينين لکه شاشجاع، د سقو ځوي او کارمل او داسې نور ملامتوو او هغوي، په خپل تاريخ کې ېو تور داغ ګڼو نو حق لرو، ولې چې هغوي د ټوپک په زور او د پردېو په ملاتړ زموږ هېواد کې قدرت حاصل کړی و، خو اوس خبره ېوه اندازه بل ډول ده . که اوس زموږ د حکومت په راس کې ېو څوک راځي، او هغه موږ او زموږ هېواد سره خېانت کوي، نو زما په اند، زموږ راتلونکي نسلونه به دا حق ولري چې نه ېواځې دغسې تورې څهرې په بدو نومونو ېادې کړي، بلکې دا حق به هم ولري چې پر موږ او تاسو هم بد ووايي ، ولې چې دا موږ يو چې دغسې خلک د خپلو راېو په مرسته او ملاتړ قدرت ته رسوو .
په دې هيله او دعا چې ( راويښ ) شو ، خپلې رايې په معقوله او وړ توګه وکاروو، او ېا هم که لازمه وي، دغسې ټاکنې چې موږ ته ېواځې بربادي راوړي ،په ټوليز ډول تحريم کړو .

