د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غني غواړي ټولټاکنو ته د جنګسالارانو په اړه د ریفرنډم بڼه ورکړي. ټايمز

17.06.2009 17:23

د ټايمز ورځپاڼې په ننۍ ګڼه کې ليکلي دي چې د ولسمشرۍ د ټولټاکنو یو نوماند اشرف غني احمدزي ورته ويلي دي چې غواړي ټولټاکنو ته د جنګسالارانو په اړه د ریفرنډم یا ټولپوښتنې بڼه ورکړي تر څو معلومه شي خلک جنګسالاران غواړي او که څنګه.

برتانوۍ ورځپاڼې ټايمز ليکلي دي چې اشرف غني ورته ويلي دي چې کرزي په ولس د جګړې اعلان کړی دی ځکه چې هغه داسې ايتلاف جوړ کړی چې فاسد شرکت ته ورته دی. غني تور لګولی چې کرزي په  دولت (هېواد) د واک  د دلالانو سره  بولي وهلې ده. دی وایي هغه کسان چې کرزي په بيه اخيستي دي، د نويمي لسيزې د کورنۍ جګړې مهم لوبغاړي دي.

ټايمز ورځپاڼې دې ته هم اشاره کړې ده چې محقق ويلي دي چې د نوموړي پلويانو هز اره ګانو ته به پنځه وزارتونه ورکوی. او عبدالرشيد دوستم ويلي دي چې نوموړي ته به درې وزارتونه ورکوي.

محقق خپلو پلويانو ته د کرزي له خوا د پنځه وزارتونو خبره څو ورځې مخکې کړې ده خو تر اوسه د حامد کرزي کمپاين دا خبره نه ده رد کړې. اوس د ټايمز ورځپاڼه وايي چې دوستم ته یې هم د درې وزارتونو ژمنه کړې ده. که داسې وي نو معلومه نه دچې حامد کرزي به نورو ته د څومره وزارتونو ژمنه کړي وي.

د يادونې وړ ده چې د افغان ملت ګوند او مشر یې (انورالحق احدي)، د محاذ ملي ګوند او مشر یې (پير سيد احمد ګيلاني)، په ننګرهار کې حاجي دين محمد او کورنۍ یې، د شمالي ټلوالې قسيم فهيم، او د حزب وحدت کريم خليلي هم د حامد کرزي ملاتړ اعلان کړی دی. معلومات نشته چې دوی ته به حامد کرزي په راتلونکي کابينه کې څومره واک منلی وي. د افغان ملت په اړه ويل کېږي چې حامد کرزي ورته د بهرنيو چارو وزارت منلی دی. خو نه د کرزي کمپاين او نه هم افغان ملت د دې خبرې پخلی کړی دی.