د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ملت يو متحد او ډيموكراټ ګوند دى

افغان ملت 09.06.2009 12:04

پرون په يوشمېر انټرنيټي پاڼو كې دافغان ملت ګوند د عالي شورا د غونډې په اړه يو ډول تيرايستونكى خبر خپور شو، چې دقيق ادرس او سرچينه يې معلومه نه وه. په خبر كې راغلي وو او داسې ښودل شوې وه چې ګواكي د افغان ملت د عالي شورا يو شمير غړو په را روانو ولسمشريزو ټاكنو كې د ښاغلي ډاكټر اشرف غني حمايت كړى دى. همدارنګه په خبر كې ددغې غونډې هغه اړخ ته چې د نور ګڼو موضوعاتو تر څنګ يې دبحث لويه برخه په ټاكنو كې دګوند په دريځ راڅرخيده هم اشاره شوې ده.
په ډيموكراتو ګوندونو كې يو اصل ډيموكراټيك مركزيت دى . په افغان ملت ګوند كې هم دا يو معمول دى چې په لويو او وړو سياسي موضوعاتو بحث كېږي او هر څوك خپل نظر وړاندي كولاى شي، خو پريكړه د رايو په اكثريت كېږي او هغه پريكړه چې په اكثريت وشي د ګوند رسمي پريكړه ګڼل كېږي او ټول ګوند يي ملاتړ كوي.
په ياد شوي خبر كې چې په يو بل ډول يې د اړولو هڅه شوې وه كه ښه ورته زير شو دا خپله ددې ښودنه كوي، چې په افغان ملت ګوند كې هره پريكړه او تصميم په ډيموكراتيكه توګه د ګډ تفاهم له لارې نيول كېږي. په دغې غونډې كې چې دروان كال د غبرګولي په شپږمه نيټه دافغان ملت ګوند په مركزي دفتر كې وشوه، پر مطرح كانديدانو او دهيواد په اوسنيو سياسي حالاتو باندې تر يو اوږده بحث وروسته ددغه ګوند دمشرتابه شورا له ۳۲ تنو څڅه چې په غونډه كې حاضر وو ۲۸ تنو يې په را روانوولسمشريزو ټاكنو كې د ښاغلي حامد كرزي په ملاتړ رايه وركړه، درې تنو د ښاغلي ډاكټر اشرف غني په پلوۍ رايه وركړه او دوه تنه نور بي پلوه پاتي شول. دا چې په افغان ملت ګوند كې هره پريكړه د ډيموكراسۍ له اصولو سره سمه كېږي د يادوو شويو ګوندي ورونو رايه او نظر ددې معنا نه لري چې خداى مه كړه دا ګوند په دوه لارو روان دى. بلكي دا ددې ګوند قوت ښيي چې په لويو پريكړو كې له ګوندي ورونو څخه غوښتل كېږي چې تر ښه فكر، غور او بحث وروسته خپله رايه څرګنده كړي. په دې اساس په ډير ډاډ او اطمنان سره وايو چې افغان ملت يو متحد او ډيموكرات ګوند دى .
د ويبپاڼو له ټولو درنو مسوولو چلوونكو څڅه هيله كوو، چې د ژورناليز د معيارونو پر بنسټ دي يو خبر تر دقت، توازن او د كره نقل قولونو له معلومولو وروسته خپور كړي. افغان ملت ګوند حاضر دى چې د رسنيو له لارې دخپل دغه دريځ په اړه هيوادوالو ته ځواب ووايي.

دافغان ملت ګوند
د دارالانشا دفتر
دټليفون شميره : 0700230896