د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که کرزی یې وګټي، نو دحکومت تشکیل به یې څنګه وي

کاوون - کابل 08.06.2009 16:01

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته څه باندې دوه میاشتې پاتې دي، که څه هم د ټاکنو رسمي کمپاین به د ټاکنو د قانون پر بنسټ د جوزا دمیاشتې په ۲۶ مه پیل کېږي، خو د افغانستان ولس شاهد دی چې همدا اوس په ځینو ځایونو کې کمپاینونه او مصلحتونه پیل شوي.

په نوره نړۍ کې د ټاکنو دپيلامې د اعلان ورځې ته خلک لکه د کوچني اختر یا کرسمس د ورځې په شان په بې صبرۍ انتظار باسي، خو په افغانستان کې تر ټاکنو دمخه معاملو او سوداګریو دغې ورځې ته د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي. دا ځکه چې د افغانستان د ولس د توقعاتو او غوښتنو خلاف کېدای شي یو ځل بیا داسې جنایتکاران پر خلکو حاکم شي چې هېواد به دیوه لوی بحران پر لوري سوق کړي. له یو شمېر کرغېړنو څېرو سره د ایتلافونو او قدرت شریکولو مصلحتونه که څه د ښاغلي کرزي له لومړي مشرتابه را روان دي، خو دا ځل داسې معامله ګرۍ پیل شوي چې ښایي پښتون ولس له سختې پرېشانې سره مخ کړي.

د لوی جنګي ښامار جنرال فهمیم او ایران پلوي خلیلي سره د قدرت تر شریکولو وروسته له رسنیو نه واورېدل شول چې محقق او ګلیم جم رشید دوستم چې د کابل دبې ګناه خلکو او د افغانستان د نورو سیمو د مظلومو او بې چاره و په وینو یې لاسونه سره دي له کرزي سره تر ډېرو چنو وهلو وروسته په لسو لسو فیصدو معامله وکړه. زه غواړم مخکې تر دې چې پر نورو اړخونو وغږېږم لومړی هغه لیست له ګرانو لوستونکو سره شریک کړم چې د کرزی له خوا ورته دقدرت ورکولو فیصدۍ منظورې شوي دي:

- فهیم ته د تاجکانو په استازیتوب ۲۰ فیصده مرستیالي او نور څلور وزیران
- محقق ته د هزاره ګانو په استازیتوب ۱۰ فیصده په کابینه کې دوه وزیران
- دوستم ته د ازبکانو په استازیتوب ۱۰ فیصده دوه ازبک وزیران
- پیرسیداحمدګیلاني ته دګوند لپاره ۱۰ فیصده دوه وزیران او دوه امتیازی معینان
- حضرت صبغت الله مجددی ته ۱۰ فیصده دوه وزیران او څو ولایتونه
- استاد عبدالرب رسول سیاف ته ۱۵ فیصده درې وزیران نور امتیازی معینتونه

دپورتني جدول له مخې ۷۵ فیصده قدرت خرڅ شوی چې د پښتنو برخه په کې نه شته، پاتې ۲۵ فیصده به ښاغلی کرزی ځينو کاندیدانو ته په ټاکنو کې ده ته د تېرېدو د امتیاز او نورو نومونه ورکړي، داسې اوازې او ګونګوسې هم شته چې د حزب اسلامي له ډلې سره هم خبرې شوي خو کره معلومات په لاس کې نه شته چې دا ټول پنځه ویشت فیصده به هغه ته ورکوي او که په نورو به یې هم ویشي، د جدول د معلوماتو له مخې ۱۵ وزارتونه همدا اوس خرڅ شوي چې کېدای شي ډېر لږ یې په نورو ووېشل شي. کارپوهان په دې اند دي چې ښاغلی کرزی کېدای شي د وزارتونو شمېره لوړه کړي ځکه اوسمهال جنګي جنایتکاران په معینتونو او ولایتونو نه خوشحالېږي، دا چې کرزي صیب هم درک کړي نو د وزارتونو د پوسټونو وعدې یې ورسره کړي.
د پارلمان هغه غړي چې په دې وروستیو کې یې د کرزي دواک د نېټې په غځولو کې مرسته وکړه، هغوی هم کېدای شي په دې خیرات کې بې برخې پاتې نه شي، دځینو باخبرو منابعو له قوله چې د پارلمان یوې ښځینه وکیلې ته به د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یوه بل نارینه ته به د سرحداتو وزارت په نصیب شي، یو شمېر نور کم پایه وزیران به هم له خپلو پوسټونو لرې او پر ځای به یې د اثتلافي ملګرو په خوښه نور جنابان و ټاکل شي، خو د دوو وزیرانو (د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ددفاع وزیر رحیم وردګ) تخت او بخت به پر خپل ځای برقراره وي. هغه وزیران چې د کرزي په اوسني کابینه کې دي او په رښتیا د پښتنو په درد تر یوه حده دردېږي د هغوی ځای به هغه تش په نامه پښتانه ملکان ونیسي چې له وېرې خپل کلی او ولس ته هم نه شي تللای. د سیاسي کارپوهانو وړاندوینو ښودلې چې که کرزی یې وګټي نو پښتانه به یا مجبور شي چې د طالبانو له لیکو سره یو ځای شي او یا به دحکومت پر ضد کومه بله چاودنه وشي.

د ځینو باریکبینه ژورنالیستانو ترمنځ داسې خبرې هم کېږي چې کرزی غواړي قصدا همداسې یوه ګډوډۍ رامنځته کړي، تر دې چې د افغانستان نوی اجرایي ریس زلمي خلیلزاد په مخ کې خنډونه واقع کړي او دنیا ته وښایي چې په دې وطن کې همدا زه وم چې څو کاله مې پر خلکو حکومت وکړ. دداسې یو نامانوس ترکیب په جوړولو به دنیا دومره ناچاره کړي چې د افغانستان د ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۹ کالونو به شکر وباسي او اړ به شي چې کرزي ته خوله چینګه کړي.

دا معاملې که دهر هدف لپاره او په هره بڼه وي، خو د افغانستان خلک او نړیوال باید یوې مسلې ته پام وکړي، چې په دې څو میاشتو کې د تېرو څو کلنو جګړو د جنایتکارانو او خاینینو یوه په زړه پورې تصفیه وشوه، داسې تصفیه کېدای شي د غرب په هېڅ لابرتوار ( دبشرحقوق، حاک محکمه...نورو) کې شونی نه وای.
اوس دا د افغانستان د خلکو او د نړیوالې ټولنې د تصمیم وخت دی چې کومه فیصله کوي، ایا غواړي چې یو ارامه، سوکاله، له تروریزم او جنایتکارانو نه خالي افغانستان د نړۍ پر مخ وي او که داسې یو هېواد چې هم خپلو خلکو ته مصیبت وي او هم نړیوالو ته.