د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکاندید ډاکتر حبیب منګل دژوند لنډ لیک

د حبيب منګل کمپاين 15.05.2009 12:28

دافغانستان دجمهوری ریاست کرسی ته دافغانستان ددموکراسی او پرمختیا دفراګیر غورځنګ دکاندید ډاکتر حبیب منګل دژوند لنډ لیک

ډاکتر حبیب منګل دببرک خان منگل زوی په ۱۳۲۷هجری شمسی کال کې دخوست دولایت د کلندر ولسوالی دستر کوټ په کلی په یوه پرمختیا خوښونګی قومی مخوره او با نفو‌‌ذه کورنۍ کې زیږیدلۍ دی . دده خدای بخښلۍ پلار دخوست ، پکتیا او پکتیکا د ولایاتونو دقومی وتلو مشرانو څخه وه اوددولت فرهنګی او اجتماعی پر مختیایی بدلونونو ته دسیمی دولسونو په جلب او راماتولو کې سترکارونه تر سره کړیدی او په دی برخه کی دخدمت په وياړدولتی نشانونه ورکړ شویدي . مرحوم ببرک خان همیشه دهیواد دمترقی ځواکونو ڼه ملاتړ کاوه او دافغانستان دجمهوری دولت په لویو جرګو کې دخوست او پکتیا ولایت دخلکو دنمایندګانو په توګه ګډون درلود.

داکټر حبیب منګل خپلې لمړنۍ او منځنۍ زدکړې د رحمان بابا په لیسه کې او عالی زدکړی د کابل پوهنتون دطب په پوهنځۍ کې پای ته رسولی دی او د عسکری مکلفیت دتیرولو وروسته د۱۳۵۶-۱۳۵۷هجری لمریز کال کی دخوست په ملکی روغتون ډاکتر او په ۱۳۵۷کې د سمنګان ولایت د عامی روغتیا ریس وه . د ۱۳۶۰-۱۳۶۶په منځ کې په مسکو ، فلند ، رومانیا او قبرس کې د افغانستان ددموکراتیک جمهوریت دلوی سفیر او فوق العاده استازی په توګه دنده تر سره کړیده او دافغانستان دجمهوری دولت داساسی قانون دتصویب په لویه جرګه کې یی دپکتیا د ولایت د خلکو دنماینده په حيث ګډون درلود . په ۱۳۶۶هجری شمسی کال دافغانستان دجمهوریت دسولې ، پیوستون او دوستۍ دسازمان ریس او دملی جبهې دلمړي مرستیال دنده درلودله اود ۱۳۶۷-۱۳۷۱ دافغانستان دجمهوریت په ولسی جرګه کې دپکتیا دولایت دمرکز دګردیز دښار دخلکو استازی او د ولسي جرګې د ڼویوالو اړیکو دجرګه ګۍ ریس وه او په عین وخت کې په نړیړاله بین الپارلمانی اتحادیی کې دمعاون په توګه دیوه کال لپاره د افغانستان دملی شورا استازیتوب درلود .

ډاکتر حبیب منګل په ۱۷کلنې کې ټولنیز اوفرهنګی فعالیت ته مخ کړ او ۱۸ کنۍ یی دپخوانۍ افغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند غړیتوب ترلاسه کړ اوپه سیاسی مبارزه او فعالیت پیل کړ . د ۱۳۵۳- ۱۳۵۲دکابل پوهنتون دموسسانو د مجلس غړی او دمحصلیونو دغورځنګ فعال او وتلی نطاق وه . د ۱۳۴۴ - ۱۳۷۱ دپخواني دافغانستان دخلک دموکراتیک ( وطن) دکادر- رهبری غړۍ په توګه دافغانستان دخلکو او ګوند دانسانیُ، ملی ،مترقی ، دموکراتیکو او عدالت ِغوښتنې ارمانونو او موخو دتحقق لپاره په فداکاری هڅه او هاند کړی دی . ډاکتر حبیب منګل په ۱۳۶۵کال کې دپخواني دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند دمرکزی کمیټې غړیتوب او دمرکزی کمیټې دتشکیلاتو په شعبه کې داجتماعی سازمانو او وروسته دوطن ګوند د مرکزی شورا غړیتوب او دتبلیغ او فرهنګ دشعبی مسوولیت درلود . ډاکتر حبیب منګل د افغانستان ددموکراسۍ او پرمختیا د فراګیر غورځنګ د موسسینو او متفکرینو له جملی څخه دی او دافغانستان داسلامی جمهوری دولت د جمهوری ریاست کرسی ته ددې ملی ، مترقی ، دموکرات ، عدالت غو ښتونکې او بدلون پلوه سیاسی ِغورخنګ او سازمان کاندید دی.

دانسان سره مینه ، سوله غوښتنه ، آزادی اوبرابری ،دوطن سره مینه او دیوه آزاد ، متمدن ، دموکراتیک ، غوړیدلي ، ځواکمن او سرلوړي افغانستان او ددې خاورې دهراوسیدونکې دسوکالۍ او نیک مرغۍ لپاره جدوجهد، ټولیز عدالت او دافغانستان د ملیونونو زیارکشو ، ستم ګالونکو ، خوارانو او رنځ ګالونکي پرګنو دحقونو او ګټو تامین ، دډاکتر حبیب منګل دژوند او جد وجهد ارزښتونه ، ارمانونه او موخی تشکیلوی . حبیب منگل ددې انساني ، ملی او مترقی ارمانونو او موخوته دمبارزې په لار کې دوه واره زندانی شویدی . یو ځل دمحصلیونو دِغورځنګ په دوران کې او دوهم ځل د۱۳۵۷- ۱۳۵۶کلنونو ترمنځ موده کې دافغانستان دخلکوپه دموکراتیک ګوند او حاکمیت باندی دماجراجویانه ، افراطي او انحرافو سیاستونو دتپلو په ضدیت او مخالفت کې زندان ته وړل شویدی .

ډاکترحبیب منگل په ټولنیزوعلومو کې دوکتورا لري اوپه نړیوالو او کورنیو رسنیو کې دیوه سیاسی کارپوه او څیړونکي په توګه دافغانستان ددموکراتیک او مترقی غورځنګ په دفاع کې وتلی شخصیت شمیرل کیږي . حبیب منګل یو پاک ،رښتینۍ ، متواضع ، نه ستړی کیدونکۍ ، فداکار او صمیمی انسان اوسیاسی شخصیت دی. متاهل دی اوڅلورو اولادونه لري .

د حبيب منګل د کمپاين له خوا