د حزب اسلامي افغانستان د سیاسي دفتر اعلامیه
10.05.2009 22:07بسم الله الرحمن الرحیم
حزب اسلامي افغانستان په ټولو هیوادوالو او په ځانګړې توګه د مۍ د میاشتې په شپږمه د فراه ولایت د بالا بلوک په ولسوالۍ کې د هغه ځای پر بې وزلو او بې وسه اوسیدونکو ،کوچنیانو ، ښځو او زړو باندې د امریکایې بې واکه ، خپل سرو او غاصبو ځواکونو وحشیانه بمبارۍ، چې په پایله کې یې تر (۱۷۰ ) زیات معصوم او مظلوم افغانان په قتل ورسیدل ، یو ستر وحشیانه ، غیر انساني عمل ګڼې او په سختو ټکو کې یې محکوموي .
د ۲۰۰۱ میلادې کال را هیسې ، یعنې د امریکا تر مشرۍ لاندې دناټو د ټولې په لاسو د هیواد د نظامي اشغال څخه تر اوسه پورې، د بې لورې خواو د څیړنو له مخې، زمونږ دهیواد تر (۸۰۰۰۰) زرو زیات مظلوم هیوادوال دهمدې اشغالګرانو په لاسو او دهغوی د لاسپوڅو په دښمنانه راپورنوپه قتل رسیدلي .د ودونو او خوشحالیو د غونډو اویا د خیر خیرات او ختمونو د مقدسو مجلسونو څخه نیولې تر د جنازې دمراسمو پورې یې دسولې او ټولنیز درنښت ټولې غونډې بمبارکړې . دغه بمبارۍ اوس ددې خپل سرو اشغالګرانو یو موډ ګرځیدلې او په یوه ساده (ساري ) او معذرت سره له منځه ځې چې مهم مثالونه یې د فراه د بالابلوک تر څنګ د هرات په شین ډنډ ، د کنړونو ، ننګرهار ، لغمان ، پکتیا ، پکتیکا، خوست ، هلمند ، قندهار ، قندوز او .....: کې تر سترګو کیږي .
د اشغالګرانو له اړخه تپل شوي ولسمشر ته اویا دهغې ددفاع وزارت او پارلمان ته ، د اشغالګرانو د لاس پو څوپه څیر، د هغوې د کړونو د قانونی کولو او مجاز ورکولو پرته نور هیڅ واک او اختیار نه شته . دوې دټولو هیوادوالو او په ځانګړی توګه د یوه قومی توکم د له منځه وړلوسره هیڅ ډول غمرازی نه لری ، بلکه د ولس د قهر او غضب له ویرې یواځې په ژبه اوهغه هم په هماغه وحت کې خپله غمرازی اعلانوې چې څو ورځې وروسته یې د جیبو په ډکیدو له یاده وځي .
حزب اسلامي افغانستان په داسې حال کې چې دبشر د حقوقو د ساتنې د ټولو بین المللې مؤسسو څخه غوښتنه کوي ددې او ددې په څیر د مخکینو ټولو عامو وژنو په اړه تحقیق او څیړنه وکړې او ددې وحشیانه او غیر انساني عمل کورني او بهرني مسؤلین د عدالت مخې ته را کش کړي . همدا راز خپل مؤمن او مجاهد ولس ته دا په ډاګه کوی چې تر هغې چې اشغالګران او صلیبي ځواکونه د افغانستان په سیاسي او نظامي مقدراتو باندې ولکه ولری او زمونږ دخاورې جغرافیایې تمامیت ددوې په لاسو کې وي او د هیواد لاس پوڅې مشران ددوې له اړخه و ټاکل شي اود ولسي جرګي غړی دهغوې تنخواه خواراه او مزدوران وي نوتر هغې به زمونږ ولس دهمداسي یا دد ې څخه په خرابو او کړکیچنو بحرانواو ستونزو کې را ګیر وي . د ټولټاکنو او یا دټولټاکنو تر نامه لاندې د مهرو او څیرو په بدلون به نه زمونږ هیواد ته سوله او امنیت را شی او نه به د اشغالګرانو په موجودیت کې د ولسې وګړو ژوند ددې بدحالۍ څخه وژغورل شی .
په دې اساس حزب اسلامي افغانستان د ټول ولس او د ولس د لیکوالانو او روڼ اندو ټولو هغوې څخه چې دهیواد د ازادۍ او استقلال د بیرته اخیستو سره مینه ولري په کلکه غوښتنه کوی چي د اشغالګرانو د پوره او مکمل وتلو او دهیواد د اوسنۍ غمیزی د سیاسي حل له پاره سره یو لاس اویو موټی شی او نه یوازې داچې اشغالګران دخپلې خاورې څخه لکه د شوروی اتحاد د زبرځواک په څیر تیښتې ته اړ کړي بلکه دهغوې لاس پوڅې او پلورل شوې عناصر هم ورسره یو ځاې د ګودال کندې ته وسپاري .
حزب اسلامي تل د خپل ولس د ازدۍ او استقلال له پاره ټول سنګرونه ګرم ساتلي اوهوډ یې کړې چې تل به د هیواد د استقلال او ازدۍ د تر لاسه کولو له پاره د خپل ولس تر څنګ ولاړ وي.
تل دې وي افغانستان
مړه دې وي زمونږ د مظلوم ولس وژونکې او اشغالګران