د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لېونی څنګه د ناټو قوماندان شو؟

طنز: عبدالنافع همت، کابل 06.05.2009 13:57

قاضي مېز وډباوه او د محکمې له حاضرينو څخه يې وغوښتل چې نظم مراعت کړي . بيا يې څارنوال ته وويل چې خپله جوړه کړې دعوه ولولي . څارنوال هم راولاړ شو او دعوه يې داسي پيل وکړه :
د ناټو ځواکونو قوماندان ( مايکل ) د ( ټامسن ) زوی چې څلوېښت کاله عمر لري او د امريکا د متحده ايالاتو د نيويارک ايالت اوسېدونکی دی په لاندي جرمونو تورن دی :
١_ د نشې په حالت کې يې موټر چلاوه او د ( ١٣٨٧ ) ش کال د جوزا د مياشتې پر څلورمه نېټه يې په وزير اکبرخان مېنه کې څلور نفره په موټر وهلي چې دوه نفره يې مړه او دوه نور يې سخت ټپيان کړي دي.
٢- يو ميل ناقانونه تمانچه او شل کيلو ګرامه پوډر ورسره نيول شوي دي.
٣- دترافيکو پر مدير کرم خان يې ډزې کړي اود هغه د وژلو هڅه يې کړې ده.
٤- په ښار کې يې له لايسنس پرته موټر چلاوه .
د يادولو وړ ده چې مايکل تر دې مخکې هم جرمي دوسيه لري . مخکې تر دې چې افغانستان ته راشي د امريکا د نيويارک ايالت په تور کلي ( Block village) کې يې د غواوو په يوه فارم کې د ډيويډ په نوم يو مزدور په وسپنيز اخور پر سر وهلی او وژلی يې دی چې تر هغه وروسته په يوه قمار خانه کې پټ اوسېده . دغه ډول يې پروسږکال په بګرام کې يو بې ګناه ملا، چې ملا اسمعيل نومېده، وژلی او په پښوکې يې مېخونه ورټکوهلي دي. زه له محکمې څخه غواړم چې د افغانستان د جزا قانون له ( ...) مادې سره سم دي مايکل ته د شلو کالو بند سزا ورکړل شي . دلته ددې صحنې دوه عيني شاهدان هم حاضر دي چې يو د ترافيکو مدير ډګروال کرم خان او بل د پوليسو د لسمې حوزې قوماندان بشير خان دی، که محترم قاضي صاحب اجازه وي نو دوی به د خپلو سترګو ليدلی حال ووايي.
دمايکل مدافع وکيل وويل : مخکې له دې چې شاهدان خبرې وکړي زه دوې پوښتنې لرم يو دا چې، ايا د کرم خان او بشير خان پرته نور شواهد هم شته چې مايکل خلک په موټر وهلي دي؟ بل دا چې ايا د وژل شويو خلکو له خپلوانو څخه کوم څوک څارنوالۍ ته عارض شوی دی؟
څارنوال وويل : نه، نه بل شاهد شته او نه د مړو له کورنۍ کوم عارض شته . بيا قاضي کرم خان ته وويل چې ته دي خپلې خبرې وکړه . کرم خان رامخ ته شو او و يې ويل : دغرمې يوه بجه وه چې يو موټر په ډېرې چټکۍ راغی، زه يې مخ ته ودرېدم چې لارښوونه ورته وکړم چې دا يوطرفه سړک دی، خو موټر دغسي په چټکۍ راباندي راغی، ما ځان ځنې ګوښه کړ، موټر زما څخه تېر شو او د سړک پر غاړه يې څلور نفره ووهل چې دوه نفره يې ځای پر ځای مړه او دوه نور يې ټپيان کړل . زه ددې لپاره چې موټر و نه تښتي موټر ته ورنژدې شوم، مايکل هڅه وکړه چې وتښتي، په ډېر تلوار يې د موټر مخ راوګرځاوه چې په دې وخت کې يې موټر له دېوال سره ټکر شو او ودرېد. کله چې زه موټر ته ورنژدې شوم نو مايکل له موټره راکښته شو، له جېبه يې تمانچه راوايسته او پر ما يې څو ډزې وکړې، د خدای فضل و زه ځنې خطا شوم، په دې وخت کې د پوليسو د لسمې حوزې قوماندان بشير خان له څو تنو پوليسو سره راغی، مايکل يې ونيو او له ځان سره يې حوزې ته بووت .
تر دې وروسته قاضي له بشير خان څخه وغوښتل چې خپلي خبرې وکړي . بشير خان را ولاړ شو او خپلې خبرې يې داسي پيل کړې : موږ چې کله د مايکل لاسونه ور وتړل نو له غورهاري پرته يې نورې خبرې نه کولې . کله چې مو دده جېبونه تالاشي کړل نو هيڅ ډول اسناد ورسره نه ول، بيا چې مو يې موټر تالاشي کړ نو شل کيلو ګرامه پوډر هم ورسره ول . لس دقيقې به لانه وې تېر شوي چې زموږ د امير له خوا تيليفون راغی، ويل تاسي د مايکل په نوم د ناټو ځواکونو يو مهم قوماندان نيولی دی، ډېر ژر يې خوشي کړئ او معذرت ځنې وغواړئ . موږ هم مايکل خوشي کړ او معذرت مو ځنې وغوښت . دی چې تله نو په انګلېسي ژبه يې وويل چې ( Fucking Police ) . نه پوهېږم چې دا په انګلېسي ژبه کې کورودانۍ ته وايي او که بله مانا لري.
وروسته د مايکل مدافع وکيل خپلې خبرې داسي پيل کړې : ښاغلي مايکل ته په (١٩٩٥) م کال کې يو عصبي تکليف پيدا او له همدې امله په ټيکساز ايالت کې يوه لېونتون ته ولېږل شو. هلته تر څو کالو وروسته ډاکټرانو د هغه پلار ته وويل چې د مايکل د علاج يوازينۍ لاره دا ده چې دی بايد دی تل خوشاله وساتل شي ، ياني هرڅه چې دی کوي او هر څه چې غواړي بايد خبره يې پر ځمکه وا نه چول شي، که داسي ونه شي نو علاج يې امکان نه لري . داچې امريکا داسي يوه ټولنه نه ده چې مايکل دي هر هغه څه پکښي وکړي چې زړه يې غواړي نو علاج يې هم و نه شو. بياچې کله په (٢٠٠١) م کال په افغانستان کې د امريکې په مشرۍ د تراهګرۍ ضد مبارزه پيل شوه نو ښاغلی مايکل هم له امريکايي عسکرو سره يو ځای افغانستان ته راغی او د ناټو د يوې ټولۍ عسکرو قوماندان وټاکل شو.
دا چې مايکل يو طرفه سړک ته موټر ننه ايستلی، ملامت نه دی، ځکه چې پر هغه سړک په انګلېسي ژبه نه و ليکلي چې : ( No Entry ) ياني مه ننوزئ! مايکل بېچاره څه پوهېده چې دا يو طرفه سړک دی . بل دا چې په کومه ورځ مايکل موټر ټکروي نو هغه شراب خوړلي او غرق نشه دی او د يو بهرني لپاره شراب څښل بد کار نه دی . له کومې ورځې راهيسي چې مايکل افغانستان ته راغلی نو د قانون په نوم له کوم خنډ سره نه و مخ شوی او په امريکا کې هم ورته ويل شوي ول چې د امريکا له قانون پرته د افغانستان هيڅ يو قانون د هغه مخه نه شي نيولای، نو کله چې هغه ته ټرافيکي پوليس لاس ورکوي، دی داسي فکر کوي چې دا کوم تراهګر دی او غواړي چې پر ده ځان مرګی بريد وکړي، نو هغه دی چې وارخطاکېږي، اعصاب يې اوړي او خلک په موټر وهي ، پر ډګروال کرم خان يې هم ډزې له همدې خاطره کړي چې ده د تراهګر ګمان پر کړی دی .
څارنوال ولاړ شو او ويې ويل : قاضي صاحب دی درواغ وايي، ايا داممکنه ده چې ناټودي يو لېوني ته قومانداني ورکړي او بيا دي هغه افغانستان ته راواستوي؟ مدافع وکيل په خندا وويل : څاروال صاحب ستا خپله هم اعصاب چندان کار نه کوي . ايا د ناټو هيوادونه لېوني دي چې خپل هوښيار عسکر افغانستان ته راواستوي او له تراهګرو سره په جګړه کې يې قرباني کړي؟
قاضي وپوښتل : د مايکل روغتيا اوس څنګه ده؟
مدافع وکيل ځواب ورکړ : دمايکل روغتيايي حالت ډېر خراب دی، له کومې ورځې راهيسي چې هغه ته لاس ور اچول شوی نو هر افغان چې وويني زړه يې غواړي چې ويې وژني، ډاکټرانو يې ويلي چې که بيا د هغه مخ ته څوک ودرېږي نو کېدای شي چې د پخوا په شان لېونی شي. قاضي وويل : ښه ښه بس پوه شوم . مدافع وکيل پسې زياته کړه : تر کومه ځايه چې د سلاح د جواز خبره ده نو په افغانستان کې بهرنيان اصلاً د سلاح جواز ته اړتيا نه لري . بل داچې څارنوال صاحب د پوډرو خبره هم ياده کړه، اصلاً خبره داده چې ښاغلی مايکل په خپله پوډري دی او څو ورځې وروسته يې په افغانستان کې وظيفه پای ته رسېږي، ده غوښتل چې دغه پوډر له ځان سره امريکا ته يوسي چې هم يې خپله ګوزاره په شي او هم يو څه پيسې په جوړې کړي . څارنوال صاحب داهم وويل چې مايکل د ډيويډ په نوم يو امريکايي وژلی دی، دا خبره سمه ده خو په هغه وخت کې دده اعصاب جوړ نه ول، ځکه نو محکمې هم خوشي کړ . د ډيويډ تر وژل کېدو وروسته مايکل په يوه قمار خانه کې پټ نه اوسېده، بلکې هماغه دده د خوښي ځای و، په امريکا کې خو ډيموکراسي ده، هر ځای چې د چا زړه وغواړي نو هلته اوسېدلای شي، پاته شوه د ملا خبره، نو هغه ملا خو القاعده و، سهار وختي به پر يو لوړ ځای ودرېد او په عربي ژبه به يې طالبانو او القاعده وو ته نارې ور وهلې چې هغوی به بيا د ناټو مرکزونه په توغنديو ويشتل. د القاعده وو له منځه وړل خو د مايکل وظيفه ده. څارنوال يې په خبرو کې ورولوېد او ويې ويل : داخبره سمه نه ده ، دکلي ټول خلک وايي چې ملا اسمعيل القاعده نه، بلکې د مسجد امام و او پر منبر به يې د سهار اذان کاوه . مدافع وکيل وويل : مايکل څه پوهېده چې دا اذان دی، دی خو په عربي ژبه نه پوهېږي، داسي ګمان يې کړی چې په عربي ژبه القاعده وو ته نارې ور وهي .
څارنوال وويل : مايکل خو بې له دې چې په دې باب څېړنه وکړي د ملا اسمعيل په پښو کې يې مېخونه ورټکوهلي او بيا يې ويشتلی دی . مدافع وکيل وويل : داچې ملا اسمعيل رښتيا القاعده و او که نه، داپوښتنه بايد له ښاغلي مايکل څخه د هغه قوماندان وکړي، د افغانستان محکمه دا صلاحيت نه لري.
ډګروال کرم خان را ولاړ شو، لاسونه يې پر نامه ونيول او په عجز يې وويل : قاضي صاحب زه خپلې خبرې بيرته اخلم، قسم په خدای چې زه نه وم خبر چې دا د يو بهرني سړي موټر دی، کنه تر اوسه مې نه د کوم بهرني موټر درولی او نه مې تلاشي کړی دی، ان داچې که د بهرنيانو د ځينو موټرو په باب مې معلومات هم درلودل چې پوډر پکښې دي، خو بيا مې هم نه دي تالاشي کړی.
ورپسې د پوليسو قوماندان بشير خان وويل : قاضي صاحب زه هم خپلې خبرې بيرته اخلم ، زه خبر نه وم چې دا يوخارجي سړی دی، کله چې خبر شوم نو ډېر ژر مې خوشي کړ او معذرت مې ځينې وغوښت، ان داچې خپل پوډر او سلاح مې يې هم بيرته ورکړل.
په دې وخت کې قاضي مېز و ډباوه او له حاضرينو څخه يې وغوښتل چې غلي شي او بيا يې وويل : د دواړو خواوو او شاهدانو د خبرو په رڼا کې محکمه د مايکل په باب داسي پرېکړه کوي :
بهرني نظاميان غير مسئول او واجب الاحترام دي چې په افغانستان کې نه شي محاکمه کېدای . نو د افغانستان محکمه مايکل خوشي کوي اود هغه يو ميل تمانچه او شل کيلو ګرامه پوډر بيرته ورکوي چې دغه اجناس يې مخکي لا ورته سپارل شوي دي . پاته شوه د ښاغلي مايکل د شخصيت د اعادې خبره . د ترافيکو مدير کرم خان يو بهرنی، ياني مايکل ډارولی او د پوليسو د لسمې حوزې قوماندان بشير خان بيا د لسو دقيقو لپاره د هغه لاسونه ورتړلي چې په دې ډول يې يو خو د مايکل سپکاوی کړی او بل يې د هغه روغتيا په خطر کې اچولې ده . که چېري مايکل ددې چلند له امله لېونی شي نو هغه بيا هم له خپلې دندې نه ګوښه کېږي. بيابه نو هغه وخت موږ ته د مايکل لېونتوب ډېر ګران پرېوزي . نو د افغانستان محکمه ددې جرم په بدل کې بشير خان د اسلم خان زوی او ډګروال کرم خان د نورخان زوی هر يوه ته د شلو کالو بند سزا ورکوي او که چېري مايکل د پخوا په شان لېونی شو نو دوی دواړه به اعدامېږي. داچې د مايکل د موټر بانټ کړوپ شوی او روغتيايي حالت يې هم خراب شوی نو ددې جرم په مقابل کې به دوی هر يو مايکل ته شل زره ډالره جريمه ورکوي .