د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د بري نمانځنې ته بې تابه یو

د لوبغاړی حمید حسن په قلم 03.02.2009 00:16

لیکونکی: د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی حمید حسن.
 ۱فروري، ۲۰۰۹ ز
 ژباړه: الهام  الحق یاسیني


تېز بالر حمید حسن

سخته ده چې درته ووایم چې د غوراوي اخري پړاو ته د افغانستان د بري په اړه زه څومره خوشاله یم. کله چې د جمعې په ورځ  د کایمن ټاپوګانو سره لوبه رایاده کړم چې بېخي ماتې مو خوړلې وه، هیڅ باور مې نه راځي چې له ماتې باران وژغورلو.

شکر دی چې د خالي په ورځ مو ښه لوبه وکړه او په دې سیالیو کې مو اخر یو څه منډې جوړې کړې. مخکې به ځانته ما او  محمد نبي په بالینګ کې ټولې ویکټې اخیستلې.

د خالي په ورځ چې لوبه پای ته ورسېده، موږ لا په سیالۍ کې د خپل وضعیت په اړه نه وو خبر. یو څوک راغی او زموږ د لوبډلې مدیر ته یې وویل چې تاسو د درېم پړاو د سیالۍ اتلان شوئ. او موږ بس په ټوپونو  او خوښۍ شروع وکړه.

بیا د لګرانو لوبغالي ته چې د ارجنټاین تر ټولو ستر لوبغالی دی لاړلو. سره د دې چې هلته زموږ له تګه یو ساعت مخکې لوبه پای ته رسېدلې وه، لا هم ډېر خلک د اتلولۍ د نمانځنې د لیدو دپاره ولاړ وو. زموږ ډېر زیات هرکلی وشو او بیا راته کپ راکړی شو. مخکې له دې چې د خپلو ملګرو لوبغاړو سره بری ونمانځم، ما باید ډېرې تلویزیوني مرکې کړې وې. [ژباړن: حمید حسن په انګلیسي روانې خبرې کوي، نو ځکه ورسره بهرنیو تلویزیونونو مرکې ډېرې کولې.]

نن شپه موږ له بیونس ایرس څخه بېرته افغانستان ته سفر کوو، خو دا دومره اوږد  سفر دی چې له سه شنبې ورځې مخکې وطن ته نه شو رسېدلی. په کابل کې موږ ته ډېر زیات خلک انتظار کوي. زه ډېر خوشاله یم چې له دوی سره وګورم. کله چې موږ په تانزانیا کې د څلورم پړاو سیالي وګټله، زموږ هرکلي ته په هوایي ډګر کې ډېر خلک راغلي و. دا چې اوس مو د درېم پړاو سیالي وګټله، هرکلي ته به مو لا ډېر خلک راغلي وي. لارې به یې بندي کړي وي او د ډهلونو نغارې به وهي.

په افغانستان کې د بري نمانځنه ماته ډېر خوند راکوي، موږ زبردسته مینه وال لرو. د افغانستان ولس موږ ته دعاګانې کوي او په تمه دي چې کپ وروړو او په ګډه بری ونمانځو.

په کابل کې د بري له نمانځنې وروسته به د دوه ورځو دپاره پېښور ته کور ته ځم او بیا به په پاکستان کې د لومړې درجې کرکټ کوم. له هغې وروسته د مارچ د میاشتې په سر کې د تمرین دپاره کیمپ لرو چې له خیره ځانونه د غوراوي اخري پړاو ته تیار کړو. د ارجنټاین له سیالیو څخه د مخه مو په لاهور کې د تمرین دپاره کیمپ لرلو. په دې کیمپ کې د نړۍ ځینو تکړه لوبغاړ زما روزنه او لارښونه وکړه.

موږ ټول ډېر خوښ یو چې د کرکټ د اسوسیټس د ځینو بهترینو لوبډلو سره به د غوراوي په اخري پړاو کې لوبې کوو. موږ پوهېږو چې موږ باید خپل بیټنګ ښه کړو ځکه زه فکر کوم په موږ کې استعداد شته دی. موږ په درېم، څلورم او پنڅم پړاو کې دا په زبات ورسوله چې موږ د بالینګ پیاوړی برید لرو او دا زموږ د پیاوړتیا مهم ټکی دی. خو موږ باید نور خپلې منډې تر دوه سوو ورسوو. زه فکر کوم زموږ بیټنګ د دې استعداد لري چې تر دوه سوه پنځوس منډې وکړي.

سخت خوند به کوي چې د هغه اسوسیټس لوبډلو سره چې ما به د تلویزیون  په پرده لیدلې اوس  لوبه کوم. باید په یاد ولرو که په ۲۰۰۳ زنړیوال کپ کې ایرلینډ پاکستان ته ماتې ورکولای شي او کینیا نیمه پایلوبې ته وتلی شي، نو موږ هم د دې جوګه یو چې ځیني حیرانونکي لوبې وکړو. د کایمن د ټاپوګانو سره له لوبې مې یو غټ سبق دا زده کړ چې په کرکټ کې هر څه ممکن دي.

په اخر کې هیله مند یم چې تاسو زموږ ملاتړ ته دوام ورکړئ او د کرکټ د غوراوي په اخري پړاو کې به راته د ښه قسمت دعاګانې کوئ. موږ  د یو ورځنۍ لوبو کولو او د ۲۰۱۱ کال نړیوال کپ ته د بریالیتوب دپاره بې صبره یو.