د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

را روان دي تور بادونه

زرين انځور 26.12.2008 11:22

(سپین سهار) د کتاب نوم: را روان دي تور بادونه (لنډې کيسې)
ليکوال: زرين انځور
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
مخونه: ١٠٤
دا زرين انځور د لنډو کيسو شپږمه ټولګه ده، چې په ١٠٤ مخونو کې د دانش خپرنځي له خوا په ښه کاغذ چاپ شوې.
کتاب د ليکوال "لکه سريزه" پخپلو خبرو پيلېږي.
په "لکه سريزه" کې ليکوال وايي:
"دادى د خپلو لنډو کيسو يوه بله ټولګه ستاسو مخې ته ږدم، دا به نو په شمار زما شپږمه داستاني ټولګه وي، چې د پښتو داستاني ادبياتو پر بهير ورګډېږي.
پر دې مجموعه مې د"را روان دي تور بادونه" نوم ايښى دى او د خپلو پخوانيو داستاني ټولګو پر خلاف مې په خپله يواځې دغه څو کرښې د سريزې په نيت پرې ليکلې دي او که بشپړه سريزه نه وي؛ لکه سريزه داسې يې وګڼئ".
ښاغلي انځور دغه کيسې په پېښور، کابل او جرمني کې ليکلې؛ خو وايي زياتره يې په دې وروستيو نهو- لسو کلونو کې ليکلې.
په "را روان دي تور بادونه" کې دغه کيسې راغلې:
نوراني،
هغه کسان، چې پاکستان ته واستول شول،
وروستى فرمان،
نهرونه، غمونه،
جنت،
مهاجره،
سترګې،
اووم دهلېز،
که پلوشې رڼا کولاى!،
بنډار،
را روان دي تور بادونه!!
تر اوسه د ښاغلي انځور د لنډو کيسو دغه ټولګې چاپ شوې:
دا سرونه، دا رسمونه.
شاړې کوڅې.
تروږمۍ.
زموږ د کلي پاڼې.
دلته غرونه نه دي هسک.
او همدا ټولګه.

danishpress.com