د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حقوقو وېشنه كتاب چاپ شو

14.11.2008 14:09

دا د كابل پوهنتون د استاد پوهندوى نصرالله ستانكزي ليكلی اثر دى چې د سالنګ کتاب خپروونکي‌ په هڅه او د هېندارې مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ په حقوقي ملاتړ په 92 مخونو كې چاپ شوى دى.
په دغه كتاب كې افاقي حقوق، ملي حقوق، عامه حقوق، ځانګړي حقوقي، نړيوال حقوق، عندي يا ذاتي حقوق او ... باندې بحث شوی دی.
دغه کتاب د حقوقو پوهنځي د محصلينو او هغه چا لپاره چې غواړي د حقوقو په اړه معلومات تر لاسه کړي يو ګټور او اغېزمن کتاب دی.
پوهندوى نصرالله ستانكزی له تېرو اتلسو كلونو را پدېخوا د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي كې د خصوصي حقونو د ډپارټمنټ د علمي كدر غړي او اوس د نوموړي ډپارټمنټ امر دى.


د کتاب د مخ انځور

دغه كتاب په لاندې پتو تر لاسه کولای شئ:
کابل:
شاه محمد کتاب پلورنځی، صدارت څلور لاره مصطفی هوټل ته څېرمه
صميم کتاب پلورنځی پښتونستان هوټل يوسفي مارکېټ.

کندهار: افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځی ارګ بازار.

ننګرهار: مومند کتاب پلورنځی پښونستان واټ جلال اباد.


د کتاب د شا پاڼې انځور چې د ښاغلي لیکوال پېژندنه پرې لیکل شوې ده. کتاب په ISBN هم سمبال شوی دی.