د لغمان د الینګار خلک وایي بچي یې د اردو پوځیان نه و، ایران ته د کار دپاره تلل چې طالبانو ووژل
21.10.2008 19:38څو ورځې مخکې چې طالبانو کوم ځوانان د کندهار او هلمند په لویه لار حلال کړي دي د ملي اردو پوځیان نه بلکه عام افغانان و چې ایران ته د کار دپاره روان و.
دا ټول حلال کړل شوي کسان د لغمان د الینګار د ولسوالۍ اوسیدونکي او پښتانه دي. یو ۱۵ کلن هلک چې غلام محمد نومېږي طالبانو د وژل شوو کسانو سره نیولی و او اوس یې پرېښی دی وایي چې طالبانو د نورو زلمیانو سره له بس څخه د میوند په ولسوالۍ کې ښکته کړل او ورته یې وویل چې تاسو د ملي ادرو کسان یاست او د هلمند د والي ګلاب منګل په غوښتنه راغلي یاست.
۱۵ کلن غلام محمد وایي چې دوی ورته وویل چې موږ د مزدورۍ دپاره ایران ته د کار دپاره روان یو خو طالبانو یې ملګري ووژل او په نوموړي یې سترګې وتړلې او په یو نامعلومه ځای کې یې خوشې کړ.
د غلام محمد پلار رسنیو ته ویلي دي چې زوی یې په نهم ټولګي کې سبق پرېښود او پس له هغې چې ۱۵۰۰۰ پنځلس زره افغانۍ یې ورته په پور واخیستې، ایران ته یې ولېږه. د غلام محمد پلار وايي چې حکومت وایي موږ مسلمانان یو او طالبان وایي چې موږ مسلمانان یو. په منځ کې موږ حیران یو چې څه وکړو.
د طالبانو له خوا د بې ګناه حلال شوو زلمیانو د کلي ملک رسنیو ته وویل چې تاسو په خپله ګورﺉ چې په کورونو کې ویر او غوغا ده. ښځې او ماشومان ژاړي او چیغې وهي. له ماشومانو چې پوښتنه وکړې چې پلار دې چېرې؟ وایي چې ایران ته د کار دپاره تللی دی.
د طالبانو د پرزېدو څخه وروسته د هلمند - کندهار په لویه لار د ۲۷ هېوادوالو د حلالولو پېښه د طالبانو په وحشتناک ترینو پېښو کې شمېرل کېږي.
طالبان وایي چې د حلال شوو کسانو سره یې د ملي اردو پېژندنپاڼې موندلي دي، خو نه یې تر اوسه دا پېژندنپاڼې په خپله ګورتپاڼه خپرې کړي دي او نه یې هم رسنیو ته ښودلي دي.
طالبان په خپله ګورتپاڼه لیکي چې دروان زېږدیز کال د اکتوبر په ۱۵ نېټه یې ((دکندهار ولايت دميوندولسوالۍ د "ملنګ کاريز" په سيمه کې دکندهار- هرات پر لويه لاره ... درې عرادې ( ۳۰۳) مسافربري موټرونه چې پکښې يوسل اته څلويښت (۱۴۸) تنه سپاره وه ، دتلاشي په موخه ودرول. دڅوساعتونوپه دريدوسره [یې] درې واړه موټر د مسافرو سره ايله کړل او اته ويشت(۲۸) تنه عسکر يي چې په ساده جامو کې هلمندته روان وه، د يوه موثق راپورله مخې راوګرزول.))
طالبان وایي چې دوه ورځې وروسته یې محکمې په ۲۷ کسانو د مرګ حکم وکړ او یو کس چې صغیر و خوشې یې کړ. داسې ښکاري چې صغیر به همدا غلام محمد وي چې رسنیو ته یې ویلي چې د ملګرو سره ایران ته مزدورۍ دپاره روان و.
طالبان وایي چې ((دمطبوعاتو بي بنسټه او دچارواکوله خولي ورکول شوي خبرونه چې ګواکي وژل شوي کسان مسافروو، هيڅ حقيقت نه لري او دوی غواړي چې په داسي افواهو سره دخپلوبادارانو هغه ملکي او رسوا تلفات پټ او جبيره کړي چې نژدې هره ورځ دهيوادپه ګوټ ګوټ کې ددوی د درندو او وحشيو بمباريو په ترڅ کې ملکي وګړوته اوړي.))
د الینګار د ولسي خلکو خبرې د طالبانو دا پورتنی تور چې ګنې مطبوعات بې بنسټه او د چارواکو له خولې رپوټونه خپروي بې بنسټه ثابتوي.
طالبان کله کله د ولسي وګړو له وژلو څخه وروسته د پېښو مسولیت نه اخلي خو داسې ښکاري چې دا ځل مخکې له دې چې په خپله غلطۍ پوه شي مسولیت یې منلی دی.
داسې رپوټونه هم شته چې د کندهار چارواکي هغو سیمو ته چې طالبانو په کې ولسي وګړي حلال کړي دي نه ورځي. او مړي لا تر اوسه هماغلته پراته دي او لغمان ته نه دي وړل شوي. د طالبانو له خوا د بې ګناه حلال شوو زلمیانو د کلي ملک رسنیو ته ویلي چې هغه متل په دوی رښتیا شو چې ویر شته او مړی نشته.
په کارتون کې طالبان خوښ دي چې بریدونه یې بریالي دي او نتیجه ورکوي. خو څنګه نتیجه! ایا د ولسي وګړو ژوند طالبانو ته څه ارزښت لري؟!
په دې اړه نور خبرونه: