د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوسني اربكي هغه دپخوانيودندې نشي ترسره كولاى

فضل الرحمن عمرخيل 15.10.2008 22:15

پدې ورستيوكې په يوشميرلويديځوخبري رسنيوكې داسې خبرونه خپاره شول چې دامريكا ددفاع وزارت ، پنتاګون يوه طرحه ترلاس لاندې نيولې چې له مخې به يې په افغانستان كې قومي اربكي جوړاوددولت له وسله والومخالفينوسره به په جګړه كې ورڅخه كارواخيستل شي درسنيوپرويناچې له يادې شوې طرحې څخه افغان حكومت لاله وړاندې خپل ملاتړڅرګندكړى ، امريكايي فوځي اوسياسي چارواكي پدې آند دي چې ښايي پدې سره به په افغانستان كې دجنګ جګړوپه برخه كې دپام وړكمى رامنځته شي ځكه دوى مخكې په عراق كې هم ورته ګام پورته كړى وو اويوشميرسني عرب قبايل يې له القاعدې اودعراق دحكومت له وسله والومخالفينوسره دجګړې په موخه مسلح كړي ول چې دامريكايي فوځي چارواكوپورتنۍ طرحې په عراق كې دپام وړلاسته راوړنې له ځانه سره لرلې اواوس په عراق كې امريكايي فوځيان اودعراق حكومت په اوضاع باندې په نسبي توګه مسلط ښكاري .
په عراق كې ديادې شوې طرحې پايلوته په كتوسره امريكايي چارواكي ډاډه بريښي چې دغه طرحه به په افغانستان كې هم كاروركړي نوځكه افغان چارواكوپرته لدې چې په اړه يې مخكيني معلومات په واك كې ولري ، له هغې څخه په پټوسترګوخپل ملاتړڅرګندكړ. زماپه آند دهيوادموجوده سياسي ، امنيتي ، اقتصادي اوټولنيزوستونزوته په پام سره افغان چارواكي ګرم ندي چې لدې طرحې څخه يې ننګه وكړه ځكه هغه دپښتومتل دى چې (( اوبواخيستى هرڅه ته لاس اچوي )) خوپوښتنه داده چې دافغانستان ټولنيزاوقومي جوړښت ته په كتوسره به پورتنۍ طرحه په هيوادكې هسې چې امريكايي اوافغان چارواكي يې تمه كوي ، دپام وړپايلې ولري اوكه دانسخه به هم دتيروګڼوهغوپه څيرچې په افغانستان كې دسياسي اوامنيتي ناروغيوددرملنې په موخه دافغان اوبهرنيوكارپوهانوله خواتجويزشوې وې ، بې نتيجې پاتې شي .........؟ چې زماپه آند پدې اړه لاله وړاندې څه ويل ګرانه خبره ده خوښايي وخت يې په اړوند قضاوت وكړي خويوشى چې پدې برخه كې جوت دي هغه دافغانستان اوعراق ترمنځ دژوروتوپيرونوشتون دى چې زه غواړم دخپلې ليكنې په ترڅ كې ورته نغوته وكړم :
افغانستان هغه هيواد دى چې دعراق پرخلاف پيچلى دوديزقومي جوړښت لري چې داربكيوجوړول اودځانګړوموخولپاره ورڅخه كاراخيستل يې په سيمه كې دخپل ډول ستره تاريخې ځانګړنه ده چې دتاريخ په اوږدوكې دافغان پولودساتلولپاره دهيوادپه جنوبي اوجنوب ختځوسيموكې جوړشوي دي . په هيوادكې د اربكيوتاريخ ته په كتوسره ، سره لدې چې اربكى ځواك ، يوځانګړى قومي تشكيل دى چې په پښتني سيموكې دځانګړوموخودلاسته راوړلولپاره جوړيږي خودنن ورځې له دوديزووسله والومليشوسره ژورتوپيرلري ځكه چې له تاريخي پلوه اربكيوتل دخلكوله مال اوناموس څخه ساتنه كړې اوتل يې په افغانستان باندې دبهرني غليم ديرغل مقابله كړې خوداچې نني اربكي به دغه چاره سرته ورسوي اوكنه ....... ؟ زه نه پوهيږم خودبيلابيلوكورنيواوبهرنيوعواملوله مخې داربكيوپه ګډون دافغانستان داوسني قومي جوړښت ځپلوته په پام سره ښايي دغه اربكى ځواك ، چې معاش به يې دسپينې ماڼۍ په كلنۍ مالي بوديجه كې ځانګړى كيږي اوقومانده به يې هم دتيرپرخلاف ترډيره بريده دامريكايي قوماندانانوپلاس كې وي ، هغه مطلوبه نتيجه ونلري كومه چې افغانان اوپه ځانګړې توګه افغان حكومت يې تمه كوي .
لكه څرنګه مې چې پورته وويل دځينوځانګړوارزښتونوله پلوه افغانستان له عراق سره ژورتوپيرلري ځكه چې افغاني ټولنه يوه دوديزه اسلامي ټولنه ده چې دخپلودوديزوارزښتونودپاللوپه برخه كې ځانګړى نړيوال شهرت لري ، چې دمشخصواهدافودلاسته راوړلولپاره دقومي اربكيوتشكيل هم ددغې ټولنې له تاريخي ارزښتونوڅخه شميرل كيږي خوله بده مرغه چې دتيرواووكلونوپه بهيركې دامريكې په مشرۍ دناټودقواوودنه جبيره كيدونكوتيروتنوپه ګډون دتيرودرې لسيزوپه موده كې دافغانستان دګاونډيواوغيرګاونډيوهيوادونولاسوهنوله يوې خوا ، اودافغاني چپي او ښي اړخوافراطي تنظيمونوواك ته رسيدلوله بلې خوا دغه ستردوديزاوتاريخي جوړښت سخت وځاپه اوښايي اوس هسې نتيجه ورنكړي لكه چې دخپل تاريخ په اوږدوكې يې وركړې وه ، ځكه دافغانستان ملي اونړيوالودښمنانودادرك كړې وه كه چيرې په افغانستان كې دغه دوديزجوړښت پخپل تيرتاريخي قوت سره پاتې وي نوهيڅكله به هم دوى خپلواهدافوته ونه رسيږي نوځكه يې په يوه اوبل نوم تل هڅه كوله دافغانستان قومي جوړښت وځپي ، قومي مشران يې ووژني اودهغوى دوديزارزښتونه له منځه يوسي چې زماپه آندداربكي ځواك تاريخي كړنوته په كتوسره ددغه دوديزافغاني جوړښت له منځه وړل هم ديوې نړيوالې پلان شوې دسيسې يوه برخه وه چې پدې هكله لومړى دوخت شوروي اتحاد په افغانستان باندې ترخپل يرغل وروسته دهغوپه له منځه وړلوكې دپام وړهڅې وكړې په افغانستان كې دهغه وخت سياسي رژيم دروسانوپه مشوره دافغان دولت له مخالفينوسره داړيكوپه پلمه يې دافغاني قومي مشرانوپه بندي كولواووژلولاس پورې كړاوچابه چې له خپل قوم څخه ددفاع ناره اوچته كړه نوسمدلاسه به دارتجاع اوامپرياليزم دنوكرپه نوم ترخاورولاندې شو .
روسانودخپلواستعماري ګټودلاسته راوړلولپاره داربكي جوړښت برعكس دقومي كنډكونو، غونډونوپه نوم دقومي مليشوځانګړې قطعې جوړې اووسله والې كړې چې دهغوكړنوته په كتوسره يې داسې څه ندي ترسره كړي چې افغان ملي تاريخ دې پرې ووياړي بلكې داسې څه يې ترسره كړي چې له امله يې زمونږ په تاريخ كې خورابدنوم ګټلى چې دګيلم جم په نوم ديوه قومي مليشه يي جوړښت كړنې دهيڅ افغان له ياده نه وځي داچې نن امريكايي كارپوهان هم دخپل متوفى سلف په پله پل ږدي نونه پوهيږم چې دوى ولې په كابل كې دروسې داوسني سفيرښاغلي كابلوف له سپارښتنوڅخه پند ندى اخيستى چې (( امريكادې دشوري اتحادله تيروتنوڅخه درس واخلي )) .
افغانانودتاريخ په اوږدوكې داربكيوپه نوم دخپل ځانګړي دوديزقومي ځواك په جوړيدوسره تل له خپلوپولوڅخه دفاع كړې خوهغه تيراربكي نه دچاله خواله مالي پلوه تمويليدل اونه هم چاورته وسلې اومهمات وركول بلكې دپښتني ځانګړي سيمه ايزدودله مخې دډولونوپه ډنګولوسره به دخپلوسرحدونوساتلوته راوتل خواوسنى حالت ترهغه پخوازيات توپيرلري كله چې مونږ دخپل ملي تاريخ پاڼې اړوو نوكله هم داسې ځواك ندى ترسترګوشوى چې دجوړيدو اړتيايې په بهركې ليدل شوې وي ، افغانانوتل خپل هيوادپخپلوامكاناتوساتلى اوله هغه څخه يې دفاع كړې زماپه آند كه چيرې امريكايي قواوو ، پرافغانستان باندې ديرغل پرمهال دهيواددهغوسيموداستوګنوچې نن يې ددفاع لپاره داربكيودجوړيدونسخه تجويزشوې ، دودونو ، قومي جوړښتونوته درناوى كړى واى نونن به كله هم لدغې بوخڅې سره نه وو مخ شوي اونه به هم افغانان له دومره ستونزوسره لاس اوګريوان ول . خوله بده مرغه چې دغوځواكونوهغه مهال پرته لدې چې دافغانانوتاريخي ځانګړنوته پام وكړي ، ديوشميركورنيواوبهرنيومعلوم الحاله مغرضوكړيودناسمومعلوما توله مخې يې له تروريزم سره دمبارزې په نوم دهيواد دجنوبي اوجنوب ختيځوسيموداوسيدونكوحساسيتونه راوپارول ، دامريكاپه مشرۍ دناټوځواكونه په كراتو، كراتوپرته لدې چې دافغان حكومت سيمه ايزاداري اوامنيتي چارواكي خبركړي اوياهم دهغو قومي مشرانو ملاتړترلاسه كړي ، كوم چې نن ورڅخه داربكي ځواك دجوړيدوتمه لري ، پخپل سردافغانانوكورونوته ننوتل ، دهغوى دخوښيواوغم په مراسمويې ړانده بمونه وورول ، دهغوى بې ګناه بارسوخه قومي مشران يې له باګرام څخه نيولې ترګوانتاناموپورې ورسول نوزه نه پوهيږم چې دغه ښاغلي نن څه ډول له هغوى څخه دځان لپاره دخيرتمه كوي.
په پاى كې بايد ووايم چې دنن افغانستان دپرون افغانستان ندى اونه هم دپرون قومي مشران دځينوهغوكورنيواوبهرنيولاملونوله مخې لكه چې پورته يې يادونه وشوه ، پخپل ځانګړي قومي قوت سره ژوندي پاتې دي نودافغانستان اوسنيوسياسي ، اقتصادي اوټولنيزوشرايطوته په كتوسره ، دامريكايي فوځي كارپوهانودغه وروستۍ نسخه هيڅكله هم په افغانستان كې دعراق په څيرپايلې نشي لرلاى اوبرعكس ښايي په هيوادكې نوې ټولنيزې ستونزې راوټوكوي ځكه تراوسه لادغه طرحه دكاغذله پاڼې څخه دعمل ډګرته دپلي كيداپه موخه نده راويستل شوې چې زمونږ دپارلمان دځينوغړوپه ګډون يې ديوشمير افغانانوحساسيتونه راپارولي دي اوله بيلابيلوخبري رسنيوسره دخبروپرمهال تل داسې نغارې ډنګوي چې كه داطرحه پلې شي نودهيواددځينومشخصوسيمو.......... ؟ داستوګنولپاره به دمنلووړنه وي ، داچې هغوى دغې طرحې ته له كومې زاويې ګوري داخوبيله خبره ده خوورسره مخالفت يې بايد له پامه ونه غورځول شي . نوكه چيرې نړيوال فوځي اشراوپه ځانګړې توګه امريكاپه رښتياغواړي چې په افغانستان كې سوله راشي نومهرباني دې وكړي په سيمه كې ددافغانستان دجيوپوليتيك موقعيت ، دهغه دقومي جوړښت په ګډون ، ټولوعيني واقعيتونوته په كتودې ددغه هيواد په هكله پخپله باندينۍ پاليسۍ له سره غوروكړي چې زماپه آند كه داسې وشول په هغه ورځ پرته لدې چې دامريكاپه خوښه داربكيوپه جوړيدوباندې فكروشي ، په افغانستان كې دسولې راتلل حتمي دي .